Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

Новости за 24.12.2025

په مسکو کې د دوو ترافیک پولیسو په ګډون درې تنه ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د روسیې تحقیقاتي فدرالي کمیټې ویلي چې په بیلیڅکایا واټ کې چې کله تیره شپه پولیسو یوه مشکوک کس دراوه، چاودنه وشوه چې له امله یې دوه ترافیک پولیس او یو بل کس ژوبل شول او وروسته درې واړو له اخیستو ټپيونو ساه ورکړه. دا په تېرو دریو ورځو کې دویمه چاودنه ده چې په مسکو کې کېږي. نننۍ چاودنه هغه ځای ته نږدې شوې چې تېره دوشنبه پکې د روسیې یو جنرال فانیل سروروف د هغه په موټر کې د ځای پرځای شوي بم له امله ووژل شول.

پاکستان کې د شرابو د جوړولو فابریکې دصادراتو جواز ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې دشرابو د جوړولو ترټولو پخوانۍ اولویې فابریکې تازه د خپلو تولیداتو د صادرولو جواز ترلاسه کړی دی. د "مري بریوري" په نامه دغه کارخانه په ۱۸۶۰ کال تاسیس شوې . په تیر مالي کال کې ددغې فابریکې عایدات څه دپاسه سل ملیون ډالرو ته ورسیدل چې نیمه برخه یې د الکولي مشروباتو او نیمه نوره یې د غیرالکولي شربتونو او دبوتلونو له خرڅلاو څخه وو . دغه اندازه عاید ځکه د پام وړ دي چې پاکستان کې مسلمانانو ته د شرابو خرڅلاو منع دی اویواځي نهه په سلو کې مذهبي اقلیت او بهرنیانو ته په څو ټاکل شویو پلورنځایونو او مجللو هوټلونو کې پلورل کیږي.

تحریک انصاف د وزیراعظم شهباز شریف د مذاکراتو وړاندیز رد کړ

Mashaalradio.com 

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د وزيراعظم محمد شهباز شریف د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی.د پي ټي ای ویاند شیخ وقاص اکرم د ډېسېمبر پر ۲۳مه شپې مهال د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن اې ار وای نیوز سره په مرکه او تر هغې مخکې په بیان کې د شریف وړاندیز رد کړ او و یې ویل چې له حکومت سره مذاکرات نه کوي. نوموړي وویل، پر دې موضوع یې د ګوند له عمومي سېکرټر سلمان اکرم راجا سره خبرې وکړې او هغه ورته وویل چې د ګوند زنداني بنسټګر عمران خان له "حکومت سره له هر ډول تعامل" او خبرو څخه "منع" کړی دی. اکرم دا څرګندونې تر هغې... Читать дальше...

د ازبکستان د کرکټ بورډ مشر کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د کرکټ بورډ (ACB) رییس عزیز مهیلیوف او ورسره پلاوي د کابل د سفر په ترڅ کې د افغانستان له کرکټ بورډ (ACB) سره د ریفریانو لپاره په جوړ شوي کورس کې برخه واخیسته. دا کورس دوه ورځنی دی چې کابل و تاشکند په ګډه جوړ کړی دی. د افغانستان کرکټ بورډ چهارشنبه( ډسمبر ۲۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې له ښاغلي مهیلیوف سره په دې سفر کې د ازبکستان د کرکټ یوشمیر لوبغاړي هم مله دي. د بیان له مخي ښاغلي مهیلیوف د افغانستان د کرکټ بورډ له مشر میرویس اشرف سره د کتنې پرمهال د ګډې تخنیکي او مسلکي همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې. Читать дальше...

د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان ایالت کې د نژدې ۱۸۰ بې اسناده افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي، په بلوچستان کې یې د استخباراتي عملیاتو پر مهال ۱۷۹ افغان وګړي نیولي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې چې د چهارشنبه د ډیسمبر په ۲۴ مه خپور شوی دغه کسان پاکستان ته تر ناقانونه داخلېدو وروسته، د چاغي ولسوالۍ په نوکنډي او تفتان سیمو کې نیول شوي دي. په راپور کې د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله ویل شوي، چې نیول شوي کسان، چې ډېری یې افغان ازبکان دي، د نورو قانوني څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. دغه چارواکي ویلي په وروستیو کې یې د افغانستان سره په کرښه... Читать дальше...

وفاقي اییني عدالت په کوټه کې د بلدیاتي انتخاباتو ځنډولو امر کړی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان وفاقي اییني عدالت د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بلدیاتي انتخاباتو ځنډولو امر کړی دی.د پاکستان د اردو ژبې شخصي ټېلېوېژنونو آج نیوز او دنیا نیوز په ګډون یوشمېر رسنیو ویلي چې د مشر قاضي امین الدین خان په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمعیت علمای اسلام (ف) پر غوښتنلیک اورېدنه وکړه چې ورته د ګوند وکیل او سېنېټر کامران مرتضا په خپلو دلیلونو کې وویل چې په کوټه کې انتخاباتي حلقې یا حوزې د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پر اساس جوړې شوې دي. نوموړي وویل، په داسې حال کې چې په پاکستان کې په ۲۰۲۳ز کال... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان پر پوله د داعش غړي نیول کیدل; طالبان: دا کس د ډیورنډ ها خوا ته نیول شوی دی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان او پاکستان تر مینځ سرحدي سیمو کې د ترکيې د استخباراتو لخوا د "مهمت ګورن" په نامه د داعش د خراسان ډلې د یوه لوی غړي د نیول کیدو د رپوټ په ارتباط محلي رسنیو ته ویلي دي چې یاد کس د ډیورند کرښې پورې غاړه نیول شوی دی.

د اوکراین ولسمشر د سولې مسوده افشا کړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا په منځګړیتوب د سولې د تړون وروستۍ مسوده افشا کړه. واشنګتن دا مسوده له خپلو شریکانو سره تر خبرو وروسته د دې لپاره چمتو کړې ده چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسیږي او سوله ټینګه شي.



د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت په اړه د اندېښنو په دوام تازه د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او همکارې ادارې یې د روغتیا کلستر خبر ورکړی چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د سخت مالي کسر له امله د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا کلستر چې د څو نړیوالو سازمانونو یوه شبکه ده، په خپل تازه راپور کې چې د ډیسمبر په ۲۴ مه د ریلیف په ویب پاڼه خپور شوی ویلي دغه شمېر مرکزونه چې تر ډېره د امریکا د مرستو د ځنډیدو له امله تړل شوي له پنجشیر پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې دي.

په تایوان کې زلزله شوې

Pa.azadiradio.com 

د تایوان په جنوب ختیځ کې د تایتونګ سیمه؛ نن د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه یو درجې زلزلې ولړزوله. تر دې دمه د اوښتو زیانونو راپورونه نه دې خپاره شوي. د زلزلې ټکانونه په پلازمینې تایپي کې هم احساس شوې دي. په دوه زره شپاړسم کال کې د تایوان په جنوب کې زلزلې تر سلو ډیر کسان وژلي وو او په نولس سوه نهه نویم کال کې یوې زلزلې په دغه هیواد کې تر دوه زره ډیر تلفات لرل.

یو شمیر افغان متقاعدینو خپل تقاعد ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو یوشمیر متقاعدینو ته د تقاعد پیسې ورکړې ، خو ځیني متقاعدینو د چهارشنبې په ورځ شکایت وکړ چې دوی ته یې لږې پیسې ورکړې دي. د طالبانو د مالې وزارت د ویاند عبدالقیوم ناصر په وینا تر اوسه یولس زره کسان د تقاعد وړ پیژندل شوې دي چې ځینو ته یې د هغوی د میاشتني معاش له مخې تقاعد ورکړل شوی دی. د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا یو نیم لک متقاعدین شته. دغو کسانو ته د تیرو څه باندې څلورو کلونو په ترڅ کې چې طالبان واکمنان شوې دي، تقاعد نه ورکول کیده. دوی د تقاعد د ترلاسه کولو لپاره په کابل او یوشمیر نورو... Читать дальше...

په مسکو کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د دوو ترافیک پولیسو په ګډون درې تنه ووژل شول. د روسیې تحقیقاتي فدرالي کمیټې ویلي چې په بیلیڅکایا واټ کې چې کله تیره شپه پولیسو یوه مشکوک کس دراوه، چاودنه وشوه چې له امله یې دوه ترافیک پولیس او یو بل کس ژوبل شول او وروسته درې واړو له اخیستو ټپيونو ساه ورکړه. دا په تېرو دریو ورځو کې دویمه چاودنه ده چې په مسکو کې کېږي. نننۍ چاودنه هغه ځای ته نږدې شوې چې تېره دوشنبه پکې د روسیې یو جنرال فانیل سروروف د هغه په موټر کې د ځای پرځای شوي بم له امله ووژل شول.

په افغانستان کې په سلګونو روغتیایي مرکزونه تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د دوه زره پنځه ویشتم کال په ترڅ کې څلور سوه پنځه څلویښت روغتیایي مرکزونه یا بند شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوې دي. د دغه سازمان په وینا له دې ډلې یو نوی مرکزونو بیرته بودیجه ترلاسه کړې او فعاله شوې دي. د دوه زره پنځه ویشتم کال په ترڅ کې په اغیزمن شویو صحي مرکزونو کې، ګرځنده ټیمونه، د تغذیې ډلې، اساسي او فرعي صحي مراکز او کورني روغتیایي مرکزونه شامل دي چې د نړیوالو په مرسته چلیږي. افغانستان ته د روان کال له پیله تر اوسه د راپورونو له مخې شاوخوا دوه نیم میلیونه... Читать дальше...

په ننګرهار کې د مالټو د باغونو حاصلات ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د طالبانو حکومت د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې په زرګونه جریبه ځکمو مالټې کرل شوي او سږ کال د تیر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې هم لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ننګرهار بټي د کوټ ولسوالي د مالټو په یوه باغ کې تر لسو زیات کسان په کار بوخت دي، له وڼو مالټې راشکوي او په کریټونو کې یې د ځاي پر ځای کولو لپاره یو واحد مرکز ته انتقالوي. د دغه باغ خاوند عطاالله ازادي راډیو ته وویل، خوښ دی، ځکه په خبره یې د بڼ حاصلات یې سږ کال ښه دي: " د تېر کال په پرتله زمونږ حاصلات ډیر نام خدا ښه دي، او په... Читать дальше...

د پېښور پوهنتون زدکوونکو د خپلو ۲ ورکو ملګرو موندلو لپاره پرلت وهلی دی

Mashaalradio.com 

د پېښور پوهنتون زدکوونکو د خپلو دوو بې درکه ملګرو د موندلو لپاره له یوې اونۍ راهیسې پرلت وهلی دی. دوی وايي، د محمد عدنان وزیر او خبیب وزیر تر پیدا کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي. هغه زدکوونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعالان هم دي چې د غورځنګ د مرکزي کمېټۍ له دوو غړو حنیف پشتین او نور الله ترین او درې نورو فعالانو سره یوځای د نومبر پر ۱۲مه په پېښور کې د خيبر پښتونخوا حکومت په کوربه توب له "امن جرګې" څخه تر وتلو وروسته ځینو کسانو ونیول او له هغه وخت راهیسې یې درک نه لګي. د پي ټي اېم مشر منظور... Читать дальше...

د سوات په ملم جبه کې د کال لومړۍ واوره شوې ده

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ۲۰۲۵م کال د ژمي لومړۍ واوره شوې ده. له بېلابېلو سیمو سېلانیان د سوات ملم جبې ته ور مات شوي دي. دا په سوات کې تر ټولو ښکلې سیمه بلل کېږي. ځايي انتظامي چارواکي وايي چې د سېلانیانو د اسانتیاوو لپاره یې ټول اړوند ګامونه پورته کړي دي.

استرالیا د وسلو د محدودولو لپاره نوی قانون تصویب کړ

Pa.azadiradio.com 

د اسټرلیا په نیو ساوت ولز ایالت کې نن چهارشنبې د وسلو د ملکیت او ترهګرۍ ضد قوانین تصویب شول. دا قوانین په باندي ساحل کې له مرګوني برید وروسته تصویب شوي دي. د دغو قوانیو له مخې، د وسلو مالکیت محدود شوی، په عامه ځایونو کې د ترهګرۍ د نښو ښول منعه او پولیسو ته د مظاهرو د کنټرول لپاره زیات واکونه ورکړل شوي دي. د نیو ساوت ولز صدراعظم کریس مینس ویلي، ښايي له دغو سختو اصلاحاتو ملاتړ ونه کړي خو حکومت يې د خلکو د خویندیتوب لپاره هر ډول اقدام ته تیار دی. د دغو قوانینو تصویب له مخالفتونو سره مخ شوی دی. په باندې... Читать дальше...

پاکستان کې میشت افغان خبریالان؛ د نیول کیدو له ویرې له کوره وتلای نشو

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان خبریالان وايي، د پولیسو د نیول کېدو له وېرې، ان د درې وخته ساده خوړو د برابرولو لپاره هم له کوره نه شي وتلای او کورنۍ یې ساعتونه وږي پاتې کېږي. دوی وایي چې دې وضعیت د ډېرو افغانانو، په ځانګړي ډول د افغان خبریالانو، ژوند اغېزمن کړی او د دې حالت د سملاسي بدلون غوښتنه کوي. په اسلام‌اباد،کې میشت یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط یې سې‌شنبه د دسمبر ۲۳ مه ازادي راډیو ته وویل: "وضعیت داسې دی چې کله ناکله چې پولیس په سیمه کې وي، موږ ان ډوډۍ پسې هم نه شو تلای. Читать дальше...

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنیري په دریو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیري(UNHCR) وايي چې په کندهار، کونړ او دایکندي ولایتونو کې به درې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي. د ملګرو ملتونو دغې بنسټ پرون سه شنبې پر خپله ایکس پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا پروژه به د درې میلیونو ډالرو په لګښت په دوه کلونو کې بشپړه شي. د UNHCR په خبره، د دې پروژې لګښت د افغانستان د بشرپالنې صندوق له بودجې څخه تمویلیږي. د اعلامیې له مخې، د کونړ روغتیايي مرکز به شاوخوا ۱۵۰ زرو، د کندهار به ۴۵ زرو او د دایکندي روغتیايي مرکز به ۲۴۰ زرو کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ولري. Читать дальше...

د پاکستان PIA ملي هوايي شرکت خصوصي سکتور ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د سه‌شنبې په ورځ خپل ملي هوايي شرکت (پاکستان انټرنشنل اېرلاینز یا (PIA) خصوصي سکتور ته وسپاره. دغه شرکت په ۱۳۵میلیارده پاکستاني کلدارو چې (۴۸۲میلیونه ډالر) کیږي خرڅ شوی دی. د پاکستان دغه ملي هوايي شرکت وروسته له هغه د خصوصي سکتور له خوا واخیستل شوي چې دوه پاکستاني شرکتونه د ازاد لیلام په پروسه کې د ګډون لپاره واجد شرایط وپېژندل شول. دا داوطلبي په ژوندۍ بڼه خپره شوه او دواړو لورو د دې شرکت د ۷۵ سلنه ونډو د پېرلو لپاره له یو بل سره سیالي وکړه. د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، حکومت... Читать дальше...

ایران خپل دوه اتباع په مازندران ولایت کې اعدام کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران پرون سه شنبې پر خپلو دوه اتباعو د دې هېواد په شمال کې د اعدام حکم تطبیق کړی دی. د ایران په قضاییه قوې پورې تړي میزان خبري اژانس لیکي، دا کسان په ۲۰۲۲کال کې په مازندران ولایت کې په جنسي تیري محکوم شوي وو. د اعدام شویو کسانو د هویت په اړه څه ویل شوي نه دي. ایران میاشت وړاندې په سمنان ولایت کې دوه تنه چې په جنسي تیري محکوم شوي وو، په علني توګه اعدام کړل. د بشري حقونو د ساتنې او د بښنې نړیوال سازمان د راپورونو له مخې ایران په نړۍ کې له چین وروسته دویم هېواد دی چې تر ټولو ډیر اعدامونه په کې ترسره کیږي.

د لیبیا لوی درستیز په ترکیه کې د الوتکی د لوېدو په پېښه کې وژل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا لوی درستیز محمد علي احمد الحداد او د دې هېواد څلور نور لوړپوړي پوځي چارواکي د سه‌شنبې په ماښام له انقرې څخه د یوې الوتنې له پورته کېدو لږ شیبه وروسته د سوداګریزې جټ الوتکې د لوېدو له امله وژل شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خبره، د الوتکې پاتې شوني د ترکیې د امنیتي ځواکونو له ‌خوا انقرې ته نږدې د هایمانا ولسوالۍ کې موندل شوي دي. په دې پېښه کې د الوتنې درې تنه عمله هم وژل شوې ده. د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه دا موضوع پر خپله فېسبوک پاڼه تایید کړې. محمد الحداد تر پېښې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *