Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

Новости за 14.12.2025

تهران کې د افغانستان په اړه غونډه، ګډونوالو یې د همغږۍ او دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د منظمو خبرو اترو د میکانیزم رامنځته کول ستراتیژیکه اړتیا ده. عباس عراقچي دا خبرې نن په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هیوادونو د استازو په ناسته کې وکړي.

په پاکستان کې جرمني ته د تلو په انتظار ناست افغانان وايي د ويزو د ردولو ځواب ورکړل شوی

Mashaalradio.com 

هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د جرمني د کډوالۍ او حقوقي (MRL) دوسیې لري وايي چې په وروستیو کې یې د پناه غوښتنې د ردولو یا د منلو د پروسې د بندېدو په اړه بریښنالیکونه ترلاسه کړي چې دې اقدام سخت اندېښمن کړي دي.یو شمیر دغو پناه غوښتونکو مشال رېډیو ته وویل چې هغه نوي بریښنالیکونه چې دوی د جرمني د کډوالو اړوند بنسټونو ترلاسه کړي، ښیي چې له هېڅ ډول دلیل پرته یې قضیې رد شوي یا یې د لیږد پروسه ځنډول شوې ده. د جرمني د کډوالۍ یوې دوسیې لرونکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې شاوخوا یوه نیم کال مخکې... Читать дальше...

په اسټرالیا کې وسلوالو لږ تر لږه ۹ کسان وژلي دي

Mashaalradio.com 

د اسټرالیا د سېډني ښار په سېلانۍ سيمه بونډي کې وسلوالو په ډزو لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) رپورټ ورکوي چې دا برید د یهودانو د هانوکا په نوم د اختر، چې په عربۍ کې عیدالانوار بلل کېږي، پر مهال شوی دی. پولیس وايي، په ځوابي ډزو کې يې یو وسلوال وژلی او بل یې زخمي شوی چې حالت يې نازک دی. د نیو ساوت وېلز ریاست د پولیسو د یوه بیان له مخې په ټپیانو کې دوه پولیس افسران هم شامل دي. انلاین خپره شوې یوه ویډیو چې ویل کېږي په بونډي ساحل کې ثبت شوې او په خپلواکه... Читать дальше...

په خوست کې د پولیو وایرس د مخنيوي واکسیني کيمپېن پرانیسته شوې

Mashaalradio.com 

په خوست کې د ډېسېمبر پر ۱۴مه د پولیو یا ګوزڼ ناروغی ضد د واکسیني کیمپېن پرانیسته شوې ده.د ډېسېمبر له ۱۵ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې روان دې کيمپېن پر مهال به يوازې په خوست کې له پينځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۳۵۰۰۰ ماشومان واکسینېږي. د افغانستان د ځینو نورو سیمو په شان په خوست کې به هم رضاکاره ډلې کلیو، جوماتونو، جمو او نورو هغو ټولنیزو ځایونو ته چې خلک پکې غونډېږي، ځي او ماشومانو ته به د پولیو وایرس ضد څاڅکي ورکوي. د کيمپېن پرانیست غونډې پر مهال د عامې روغتیا مرستیال شیرا ګل ځدراڼ له مخورو او کورنیو وغوښتل چې د واکسیني ډلو سره مرسته وکړي. Читать дальше...



خوست کې څه باندې درې لکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د یکشنبې په ورځ په خوست کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسینو د څلور ورځني کمپاین پرانیسته وشوه. یاد کمپاین، چې د ډېسمبر  له ۱۵ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې څلور ورځې دوام پیدا کوي، یوازې په خوست کې به شاوخوا درې لکه ۳۵ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

سیدني کې د ډزو تازه جزییات، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا د سیدني ښار په یوه ساحل کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي. رویټرز د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې دوه تنه یې توقیف کړي دي. استرالیایي رسنیو ویلي، یو برید کوونکی هم په وژل شویو کې شامل دی. ډزې په ځایي وخت نن یکشنبه ماښام مهال د حنوکا په نوم د یهوادنو په مذهبي مراسمو کې شوې دي. د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز پیښه ( بوږنونکې او دردونکې) بللې ده. د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ ویلي " ترهګرو " هغه یهودان وژلي چې غوښتل یې د هنوکا مراسمو لومړنۍ شمعې بلې کړي. پیښه د سیدني په بوندي... Читать дальше...

حماس ومنله چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې غزه کې وژل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د حماس مشر خلیل الحیه نن یکشنبه تایید کړه چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې راېد سعد په غزه کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی. امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګریزه ډله بولي. فرانس پریس لیکلي، الحیه د حماس اړوند (الاقصی) تلویزیون ته په وینا کې د سعد وژنه تایید کړې. اسراییل د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر دغه هېواد یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې حملې یو طراح راید سعد وژلی دی. د حماس په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول. دا برید پر غزې د اسراییل د خونړي برید لامل شو.

د تخت بايي اوسېدونکي وايي د څکلو د پاکو اوبو د نیشتوالي له امله ځینو کورنیو کډې کړې دي

Mashaalradio.com 

د مردان تخت بایي ځینې سیمو اوسېدونکي وايي چې د د څکلو د پاکو اوبو د نیشتوالي له وجې ځينو کورنیو نورو سيمو ته کډې کړې دي. دوی وايي چې د اوبو د وروړلو لپاره یې دوه ټانکران اخیستې دي چې کور پر کور اوبه وېشي چې د دوی په خبره، بیا هم یې ضرورت نه پوره کوي.

د سیدني په یوه مشهور ساحل کې ډزې، لږ تر لږه ۱۳ تنه روغتونونو ته انتقال شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د سیدني په بوندي ساحل کې د ډزو پیښې څو تنه ټپيان کړي دي. د استرالیا د یهودانو ټولنې اعلان کړی چې په ځایي وخت نن ماښام دا ډزې د دوی په دودیزو مراسمو کې شوې دي. پولیسو ویلي، لږ تر لږه دوه تنه یې توقیف کړي او له خلکو یې غوښتي چې له دغه مشهور ساحل څخه ځانونه لرې وساتي. د سوټ ویلز سیمې پولیسو ویلي چې د ډزو له ځایه ۱۳ تنه روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د جرمني خبري اژانس د هغې ویډیو په حواله چې لا تایید شوې نه ده لیکلي چې ډزې د دوو کسانو له خوا شوي دي.

په تهران کې سیمه ییزه غونډه پیل شوه، عراقچي د افغانستان امنیت د ګاونډیو له ګټو سره تړلی وباله

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي د افغانستان امنیت " په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو له ګټو سره تړل شوی دی". عراقچي دا څرګندونې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۲۳مه) د افغانستان-روسیې د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډې ته په تهران کې وکړې. هغه د افغانستان د ګاونډیو ترمنځ د منظمو اړیکو او خبرو اترو په رامنځته کولو ټینګار وکړ. په غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو برخه اخیستې ده. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی ته غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون یې نه دی کړی.

سوریه کې پر امریکایي پوځیانو ډزې، ټرمپ د غچ اخیستنې ګواښ کړی

Pa.azadiradio.com 

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني هغه برید غندلی چې پرون شنبه یې دوه امریکایي سرتیري ووژل. د راپورونو له مخې د داعش په غړیتوب مشکوک کس پرون شنبه د سوریې په مرکزي سیمه پالمیرا کې د امریکایي او سوریایي سرتیرو پر ګډه ګزمه ډزې وکړې. ډزو کې دوه امریکایي پوځیان او یو ملکي ژباړن وژل شوی دی. شیباني پر خپله ایکس پاڼه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ " د جدي غچ اخیستنې" ژمنه کړې ده.

د امریکا برون پوهنتون برید کې ۲ کسان وژل شوي او ۹ زخمیان دي

Mashaalradio.com 

د امريکا د روډ ايلنډ ايالت په برون پوهنتون کې د ډزو په پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۹ ژوبل شوي دي.رويټرز او د فرانس پرېس اژانسونو د ډېسېمبر پر ۱۴مه د سیمې د پولسو مرستیال ټېم اوهارا له قوله لیکلي چې بریدګر تورې جامې اغوستې وې او تر حملې وروسته تښتېدلی دی. نوموړي زیاته کړې چې د پلټنو فيدرالي ادارې ډلې د پېښې په ځای کې دي او د بریدګر د نيولو هڅې روانې دي. د پوهنتون انتظامیې په سمدستي توګه د برید خبر خپور کړ او زده کوونکو ته یې د خپلو کوټو د دراوزو تړلو او د پټ پاتې کېدو امر وکړ. د پوهنتون چارواکو ويلي... Читать дальше...

مصنوعي پښې لرونکی سپی اوکرایني سرتېرو ته ډاډ ورکوي

Mashaalradio.com 

د اوکراین په سرښار کییف کې په جګړه کې د ژوبلو سرتېرو د بیارغونې په مرکز کې یو سپی هم شته چې مصنوعي پښې لري. د هغه سپي پښې اورګاډي لاندې کړې وې. د "لاور" په نوم هغه سپی اوس د اوکراینیو سرتېرو لپاره د همت او حوصلې علامت ګرځېدلی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *