Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

Новости за 22.12.2025

زرګونو بې روزګارو کسانو پر رن وې امتحان ورکړ

Mashaalradio.com 

د هند په اړیسه رياست کې په زرګونو کسانو د الوتکو د ځغاستې پر پټۍ يا رن وی امتحان ورکړ. د ازموينې لپاره ورغليو کسانو غوښتل چې د کورونو لپاره د امنيت ساتونکو يا سيکيوريټي ګارډ په حیث مقرر شي. د سيکيوريټي ګارډ د کار لپاره د دومره زياتو خلکو حاضریدل د بې روزګارۍ هغه ستونزه په ګوته کوي چې د هند او پاکستان ترڅنګ د جنوبي او منځنۍ اسيا په يو شمیر نورو هيوادونو کې موجوده ده. په دې اړه نور حال د احمد ميلاد نسيمي او داود خټک په دا راپور کې وګورئ.

خبري هایلایټ

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه

عبدالنافع جان: پاکستان او افغانستان له يو بله رغېدل نلري، لارې دې خلاصې کړي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د سوداګرۍ خونې يا چيمبر اف کامرس مشران اسلام اباد ته تللي دي. دوی له حکومتي چارواکو سره په ملاقاتونو کې ويلي چې که له افغانستان سره د چمن – سپين بولدک، تورخم او نورې لارې خلاصې نه شي نو د سوداګرو روان د ميليونونو ډالرو نقصان به لا ډېر شي. د هغه پلاوي مشر عبدالنافع جان وايي چې پاکستاني سوداګرو ته د افغانستان مارکيټ پکار دی نو ځکه بايد لارې ژر پرانیستل شي. د هغه په وينا د لارو بنديدل د افغانستان په نسبت پاکستان ته ډير زیان رسوي. اسلام اباد د اکتوبر په مياشت کې تر هغه وروسته دا لارې وتړلې... Читать дальше...

د سیند چارواکو د ۹ غلو د وژلو او ۸ تښتول شويو کسانو د خوشې کولو ادعا کړې

Mashaalradio.com 

د سیند صوبې چارواکي وايي رینجرز او پولیسو د دیسمبر پر ۲۲مه، په شريکو علياتو کې د کچې ۹ غله وژلي او له هغوی یې ۸ کسان خوشې کړې دي. د سیند رینحرز ویاند دفتر د ديسمبر پر ۲۲مه رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې هغه عمليات په ګوټکي کې د کراس بند خان ګړ چوک، داندهړ، لاټهاني، بخراني، شیخاني او مزاري ډلو پر ضد شوي دي. د بیان ترمخه، په عملیاتو کې مطلوب مشهور غله عبدالله دشتي، هزارا عرف لالا شیخاني، اذان عرف چھلو او نور وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د بیان ترمخه، دا عمليات د دیسمبر پر ۱۵مه له هغه وروسته... Читать дальше...

هسپانیه کې د کریسمسد ګلنۍ لاتړي د ګټونکو اعلان پیل شو

Pa.azadiradio.com 

هسپانیه کې د کریسمس د دودیزې لاتړۍ د ګټونکو کسانو د شمیرو اعلان نن په مدرید کې پیل شول. د سان ایلډ یفونسو ښوونځي زده کوونکو د شاهي تیاتر په تالار کې بریالۍ شمیرې اعلان کړې. په مجموع کې به ۲.۷ ملیارده یورو په ټوله هسپانیه کې وویشل شي. د ۴۰۰،۰۰۰ یورو لویه جایزه "ایل ګورډو" نومیږي. د دې کلنۍ لاټري چې تاریخ یې ۱۸۱۲ کال ته ستنیږي ، د ګټونکو اعلان هرکال د دسمبر په ۲۲ نیټه ترسره کیږي.

یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم کابل کې په درو ووهل شول

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د طالبانو حکومت نن یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم په درو ووهل. د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اعلامیه وايي دغه تعزیري سزا د کابل ولایت د نشه یې توکو او مسکراتو دمخنیوي د ابتدايی محکمې لخوا تطبیق او یاد کسان له ۷میاشتو تر۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي. سره لدې چې نور جزییات نه دی ورکړل شوي خو د طالبانو حکومت وروستیو کلونو کې د بدني سزا او اعدام ګڼ موارد علني تطبیق کړي دي. دافغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو خاص راپورتر ریچارډ بینیت په دې هکله اندیښنه... Читать дальше...

تحريک تحفظ ايين پاکستان: حکومت دې امن راولي، عمران خان دې خوشې او جبري لادرکۍ دې بس کړي

Mashaalradio.com 

د بېلابېلو اپوزیشن ګوندونو اتحاد، تحريک تحفظ ایین پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان خوشې کول، له افغانستان سره د لارو خلاصول، د رسنيوو ازادي خوندي کول او په سياست کې د پوځ د مداخلي بندول غوښتي دي.هغه اتحاد د دیسمبر پر ۲۱مه، تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په ۱۳ مادو مشتمله يوه اعلاميه جاري کړې ده چې پکې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امن په خرابېدو خفګان ښودل شوی دی. په اعلاميه کې راغلې چې زر تر زره دې امن راوستلو لپاره شفاف ګامونه واخیستل شي. هغه تحريک د پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف عمران خان... Читать дальше...

ایراني چارواکي: د دواړو هېوادونو پر پوله مو تر ۲۰۰۰ زیاتو افغانانو ژوند ژغورلی دی

Pa.azadiradio.com 

د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله د سخت یخ له امله د یو شمېر افغانانو د مړینې له راپورونو وروسته یو شمېر چارواکو خبر ورکړی چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله یې تر ۲۰۰۰ زیاتو افغانانو ژوند ژغورلی دی. د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار د عمومي څارنوال حجت صدیقي له قوله لیکلي، چې دغه ناقانونه افغان کډوال د ایران او افغانستان د پولې په شمال ختیځو سیمو کې د سختو واورو او توپانونو له امله بند پاتې شوي وو. د کندز ولایت یوه اوسېدونکې وایې د خور یو ځوان زوی یې د افغانستان او ایران پر پوله د سړې هوا له امله مړ شوی. Читать дальше...



افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو کمی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیه وايي افغانستان کې ۲۱ ملیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري. د اسیا- پاسیفیک لپاره د اتحادیې د بشري مرستو دفتر د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه ولیکل چې په افغانستان کې اوبه د کلونو جنګ او د اقلیم د خرابیدو له کبله ډیرې کمي شوي دي. اروپايي اتحادیه وايي اړمنو کورنیو سره د اوبو د راویستلو لپاره د لاسي پمپونو او د څاګانو په کیندلو کې مرسته کوي. مخکې تردې، یونیسیف یاد کوچنیانو لپاره دملګرو ملتونوصندوق خبرداری ورکړی وو چې په کابل کې د اوبو زیرمې امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پوري په پشپړه توګه پای ته ورسیږي. Читать дальше...

روسیه د سولې په خبرو کې خپل سخت دریځ باندې ولاړه ده ; اوکراین د ملکي وګړو د برمته کیدو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

کرملین په داسې حال کې چې په فلوریدا کې د امریکايي او روسي ،او امریکايي او اوکرایني چارواکو ترمینځ جلا جلا خبرې پای ته ورسیدې د اوکراین د سولې د توافق په ارتباط په خپل سخت دریځ ولاړ دی او د کیف او د هغه د اروپایي متحدینو وړاندیزونه یې رد کړي.

د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر: په افغانستان کې تر ۲۱ میلیونو زیات کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په اړه د اندېښنو په دوام، د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر وايي په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو ډېر کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. دغه دفتر دوشنبه د «ډسمبر ۲۲مه» په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې ویلي چې په دې هېواد کې د کلونو جګړو او د اقلیمي وضعیت د لاخرابېدو له امله اوبه کم یابه دي. د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د دفتر په بیان کې راغلي چې دوی په بېلابېلو سیمو کې د لاسي بمبو او ژورو څاه ګانو په کېندلو سره غواړي... Читать дальше...

افغانستان ته ستانه شوي کډوال په ژمي کې بې سرپناه دي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته یو شمېر تازه ستانه کړل شوي کډوال وایي، د ژمي په سړه هوا کې بې سرپناه او سختو شرایطو کې دي. دوی چې تازه له ایران او پاکستانه ستانه کړل شوي ازادي راډیو ته یې وویل چې له خپلو کورنیو، کوچنیو ماشومانو او مېرمنو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له هېڅ ډول مرستو پرته په بد حالت کې دي او د کورنۍ اکثره غړي ناروغان دي. د پاکستان له مردان نه د افغانستان ننګرهار ولایت ته ۵ ورځې وړاندې په زوره ایستل شوی ۴۰ کلن نعمت الله وایي له خپلې ۳۶ کسیزې کورنۍ سره په ډېر سخت او د ژمي په دې سړه هوا کې په یوه غیر... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان تجارتي لارو بندیدلو د مردان کروندګر خفه کړي

Mashaalradio.com 

د خیبرپښتونخوا په مردان کې کروندګر وايي چې له افغانستان سره لارې بندې نه وي نو د دوی فصلونو ښې پيسې کولې خو اوس دوی د مجبورۍ له مخې خپل حاصل په کمه بیه خرڅوي. په هغو حاصلاتو کې الوګان هم دي چې نرخ یې لویدلی دی. پاکستان د اکتوبر په میاشت کې تر هغه وروسته له افغانستان سره لارې وتړلې چې پوځيانو یې د افغان طالبانو د حکومني ځواکونو سره نښتې وکړې. کرندګر وايي هغه لارې بايد پرانیستل شي. په دې اړه د عظمت علي شاه راپور وګورئ.

روسی جنرال مسکو کې د بم چاودنه کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې چارواکو نن دوشنبې وویل ددغه هیواد یو جنرال په مسکو کې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی. د تحقیقاتي کمیټې چارواکو وویل ډګرجنرال فانیل سروروف دیوې منفجره وسیلې په چاودنه کې چې موټر پورې یې نصب شوې وه د پلازمینې په جنوب کې وژل شوی. ددغې ادارې ویاندې سویتلانا پیترینکو وویل چې د قتل د لامل د معلومولو لپاره تحقیقات پیل شوي او پیښه کې د اوکراین د استخباراتو دلاس لرلو امکان هم څیړل کیږي. ۵۶ کلن جنرال سروروف په دې وروستیو کې د روسیې د پوځ د درستیزوالي په یوې څانګې کې کار کاوه . د جرمني DPA خبري اژانس... Читать дальше...

اسلام اباد کې د نالوستو ښځو لپاره ځانګړی ښوونځی پرانیستل شوی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جونيير جناح ټرسټ په نوم یو خیریه بنسټ د بالغو نجونو او ښځو لپاره وړیا ښوونځی پرانیستی دی. په ښوونځي کې داسې ښځو ته د ځیرک موبایل په مرسته تعلیم ورکول کېږي چې په ټول ژوند کې ښوونځي یا سکول ته نه دي تللې. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.

کریملین: د کرسمس د رخصتیو پر مهال د سولې د هوکړې احتمال کم دی

Pa.azadiradio.com 

کرملین وایي، د کریسمس د رخصتیو پر مهال په اوکراین کې د سولې هوکړې ته د رسیدو احتمال کم دی. د روسیې د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، فلوریدا کې د سولې په تړاو له ترسره شویو خبرو باید د جدي پرمختګ تمه ونه شي. هغه په امریکا کې د کریسمس رخصتیو ته په پام وویل، دغه رخصتۍ کولای شي د چټک پرمختګ بهیر ټکنی کړي. متحده ایالتونو تېره میاشت د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په هدف ۲۸ ماده ییزه طرحه وړاندیز کړه. اوکراین په غبرګون کې دغه طرحه د روسیې په ګټه وبلله او له خبرو اترو وروسته یې د طرحې د مادو شمېر ۲۰ ته راټیټ کړ. Читать дальше...

امریکایي او اوکرایني مرکچیانو د فلوریدا خبرې ( رغوونکې او مثمرې) وبللې

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالتونو او اوکراین استازو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په چارو کې د فلورېدا خبرې " رغوونکې او مثمرې" وبللې. دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې د دغو خبرو هرکلی کړی، خو د جګړې د پای ته رسیدو د کوم ښکاره څرک خبره یې نه ده کړې. دغه خبرې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف په کوربه توب د د دریو ورځو په مخه د فلوریدا په میامي کې روانې وې. د خبرو پر مهال روسي او اوکرایني مرکچیانو له ویټکاف سره جلا جلا لیده کاته درلودل. دا په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو... Читать дальше...

بلوچستان کې ترافیکي پیښې لس افغانان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

لږ تر لږه لس افغانان د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ترافیکي پیښې مړه کړي دي. ځایي چارواکو د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې پېښه پرون یکشنبه په چاغي ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر او ټانکر د ټکر له کبله شوې. یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي، وویل چې دغه ازبک ټبره افغانان د ځایي قاچاق وړونکو په مرسته ایران ته پر لاره وو. تراوسه د پيښې ډېر جزییات معلوم نه دي او پاکستان کې د طالبانو د حکومت سیاسي استازو هم پر پیښه تبصره نه ده کړې.

سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو په مخ خلاصه شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د سالنګ لار پرون ماښام د مسافر وړونکو موټر په مخ خلاصه شوه. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سالنګونو کې لا هم د واورو د پاکوالي هڅې روانې دي څو لار د ترانسپورتي موټرو تګ ته هم چمتو شي. سالنګ لاره پرون یکشنبه سهار مهال د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ بنده شوه. سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي. دغه غرنۍ او له پیچومو ډکه لار د ژمي پر مهال ډېره زیانګالې ده او وخت نا وخت د ترافیکو په مخ بندېږي.

د څیلې لومړۍ ورځ، د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو خلک د برښنا له ډېرې پرچاوۍ شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې دوی د ترکمنستانه ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د انتقال لین بیا نښلولو باندې کار کوي. د دې شرکت اعلامیه کې چې تیره ورځ یې پر ایکس پاڼه خپره کړې، ویل شوي چې د شدیدو واورو او یخنۍ له امله د برښنا دا لین پرې شوی دی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *