Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

Новости за 11.12.2025

فيض حميد: د ای اېس ای له مشرۍ تر زندانه

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ یو عدالت د استخباراتي ادارې ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فيض حميد ته د ۱۴ کلونو بند سزا اورولې ده. هغه لومړی پاکستانی لوړپوړی چارواکی وو چې ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د افغان جمهوري حکومت تر چپه کېدو او کابل ته د طالبانو تر ننوتو وروسته هلته ورغلی وو. ځينۍ ملتپال ګوندونه پر هغه او پخواني وزيراعظم عمران خان په قبايلي سیمو کې د وسلوالو د مېشتولو د پلان جوړولو تور هم پورې کوي. د پاکستان پوځ وايي، فیض حميد له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې او په سیاست کې یې لاسوهنه کوله. خو پوځ دا نه دي ويلي چې نوموړي... Читать дальше...

اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتو د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې یې له افغانانو سره پنځه ویشت میلیونه یورو مرسته کړې ده. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل چې دا مرسته له افغانانو سره په ځانګړې ډول له ښځو، ماشومانو او نورو زیانګالو سره د اروپایي ټولنې دوامداره ژمنتیا ښیي. د راپور له مخې د دې مرستو لویه برخه به د اوبه خور په چارو ولګول شي او یوه برخه به یې په ښوونځیو کې نجونو او هلکانو ته د مغذي خوړو پر چمتو کولو مصرف شي. په افغانستان کې د خوړو د نړیوال... Читать дальше...

په غزه کې ښایي د نړیوال ځواک قومانده امریکایي جنرال ته وسپارل شي

Pa.azadiradio.com 

رویټرز اژانس نن د اکسیوس رسنۍ په وینا خبر ور کړ چې د ولسمشر ټرمپ اداره غواړي په غزه کې د نړیوالو ځواکونو قومانده یوه امریکایي جنرال ته وسپاري. د ملګرو ملتو امنیت شورا د نومبر په اوولسمه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې په غزه کې د ثبات ټینګیدو لپاره نړیوال ځواکونه ځای پرځای شي. اکسیوس د پنجشنبې په ورځ د دوو امریکایي او دوو اسراییلي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره پلان لري چې په غزه کې د نړیوال ثبات ځواک د قوماندې لپاره یو امریکایی دوه ستوری جنرال وټاکي. اکسیوس رسنۍ وایي چې په ملګرو... Читать дальше...

پیکنګ: طالبان دې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو لپاره د چین استازي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د تاجیکستان او افغانستان پولې ته نژدې د چینایي اتباعو د وژلو د پېښې تحقیقات وکړي. فو ګونګ په ورته وخت کې تیره شپه په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي. د تاجکستان حکومت ویلي دي چې د نومبر په شپږ ویشتمه او دیرشمه د دغه هیواد پر شمس الدین شاهین او دوراز ولسوالیو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي. تاجکستان وایي چې پر دغو چینایانو د افغانستان له خاورې دننه بریدونه شوې دي. Читать дальше...

د افغانستان یو هنري سبک د یونسکو په فرهنګي میراث کې داخل شو

Pa.azadiradio.com 

د کمال الدین بهزاد د میناتوري هنري طرز د ملګرو ملتو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان( یونیسکو) د نړیوالو میراثونو په لست کې شامل شو. دا پریکړه د یونیسکو د هغې درې ورځنۍ غونډې په ترڅ کې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې پای ته ورسیده. په دې غونډه کې د اته اویا هیوادونو په لسګونه فرهنګي میراثونه وارزول شول چې ځیني یې د یونسکو د فرهنګي میراث برخه شول. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خواله رسنیو کې په یوه پيغام کې وویل چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی چې یونسکو د کمال... Читать дальше...

د ناټو د سرمنشي سخت خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي د خپل تړون له غړیو هیوادو وغوښتل چې دفاعي هڅې زیاتې کړي چې د روسیې د تیري مخه ونیسي. مارک روټه د جرمني په پلازمینه برلین کې د ډسمبر په یولسمه دا خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې کیدای شي چې داسې جګړه ونښلي چې زموږ پلرونو او نیکونو لیدلې او زغملې وه.

خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه خپرونه کې مو دا ځل د پېښور او د اسلام اباد د عصري ژبو ملي پوهنتون (نمل) د خبریالۍ څانګې له استاد ډاکتر خالد سلطان سره خبرې کړې دي. هغه له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې هم د خبریال په توګه کار کوي او هم یې درس ورکوي. دی وايي، د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ترمینځ خراب اړیکي او اختلافات د دواړو خواوو ولسونه ځپي. دی وايي، دواړه حکومتونه دې خپلې مسلې د خبرو له لارې هوارې کړي. له سلطان سره بشپړه مرکه واورئ.

پاکستان د افغانستان د دیني عالمانو پریکړې ته محتاطانه خوشبیني څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د افغان دیني عالمانو د دې پریکړې چې ، هیڅ افغان ته د پوځي فعالیت لپاره بهر ته د تګ اجازه نشته، مشروط هرکلی کړی. طالبانو د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو سلګونه دیني عالمان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې راغونډ کړي و او په هغې غونډه کې دې عالمانو دا پریکړه وکړه.



د پاکستان پوځي عدالت د ای اېس ای پخواني مشر جنرال فیض حمید ته د "۱۴ کلونو د بند سزا" اورولې ده

Mashaalradio.com 

ای اېس پي ار کاږي، پوځي عدالت قضیه له "ټولو قانوني احکاماتو سره سمه" پر مخ لېږدولې، جنرال حمید ته یې "د مدافع ډلې په ګډون ټول قانوني حقونه" ورکړي ول او "مجرم د پرېکړې پرضد د درخواست ورکولو حق" لري.

د دیني عالمانو پرېکړه لیک: "هېڅ افغان" له هېواده بهر د "نظامي فعالیت" اجازه نه لري

Mashaalradio.com 

په کابل کې دیني عالمانو په خپل پینځه نکاتي یا ماده يي پرېکړه لیک کې ویلي چې که پر افغانستان بهرنی "تجاوز" او پر "حریم" یې "تېری" کېږي نو د هېواد د "نظام، خاورې او ارښتونو دفاع فرض عین" دی او دا ډول دفاع "مقدس جهاد بلل کېږي."

د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فيض حميد په ۱۴ کاله بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ د خپلې استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال فيض حميد په ۱۴ کاله بند محکوم کړی دی ۔ دا لومړی ځل دی چې د ( ای-ایس-ای) يوه پخواني مشر ته په پاکستان کې سزا ورکول کیږي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای- ایس-پي- ار) د يوې خبرپاڼې ترمخه پر فیض حمید په سياسي فعاليتونو کې د ښکيلتيا، د پوځ له قانون څخه د سرغړونې او فساد تورنه لګيدلي وو ۔ د هغه په ضد په کال ۲۰۲۳ کې په اسلام اباد کې د يو شخصي ښارګوټي "ټاب سيټې" مالک معز خان عريضه ورکړې وه چې له دفتر او کور نه يې پيسې ، سره زر او نور قيمتي توکي... Читать дальше...

فیض حمید په څوارلس کاله بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید نن په څوارلس کاله بند محکوم شو. د ده محکمه پروسږکال د اګست په دولسمه پوځي محکمې پیل کړه. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې نن پر فیض حمید د لګیدلو تورونو په اړه وویل چې ده په سیاسي فعالیتونو کې مداخله کوله او د پاکستان رسمي رازونه یې افشا کړي وو. دا قضیې په پاکستان کې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو څخه سرغړونه بلل کیږي. وروسته تر دې چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې طالبان بیا ځلي واکمنان شول، فیض حمید کابل ته ولاړ او د سرینا په هوټل کې یې داسې عکس... Читать дальше...

نوي دلي کې پر فیلانو د تشدد ضد احتجاج شوی دی

Mashaalradio.com 

د هند په پلازمېنه کې د ځناورو د حقونو مدافعینو پر فیلانو (هاتیانو) د سپرلۍ او په سیلګرۍ او تفریحي صنعتونو کې یې د کارولو پرضد مظاهره کړې ده. د ډېسېمبر نهمې د احتجاج ګډونوالو وویل، فیلان د سپرلۍ لپاره نه دي جوړ او د دې موخې لپاره یې کارول خورا ناوړه عمل دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

زلنسکي له لوړپوړو امریکایي چارواکو سره له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې پر پلان خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، د ډونالد ټرمپ له زوم جارد کوشنر او نورو امریکایي چارواکو سره یې، له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې د پلان پر مهمو ټکو هوکړه وکړه. رویټرز لیکلي چې زلنسکي پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۹مه) په انلاین بڼه پر کوشنر سربیره د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بیسنټ او نورو چارواکو سره پر " یوه اقتصادي سند" خبرې کړې دي. له جګړې وروسته د اوکراین بیارغونه او دغه هېواد ته امنیتي ضمانتونه نن سبا د اوکراین په اړه د جوړېدونکو بحثونو اصلي ټکي دي. د اوکراین اوسنۍ جګړه په اروپا کې تر... Читать дальше...

د حزب الله پر سر د تهران او بیروت کړکېچ، د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د سفر بلنه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي ایران ته د سفر په موخه د خپل ایراني سیال عباس عراقچي بلنه رد کړې، خو ویلې یې دي، دا د خبرواترو د رد په معنا نه ده. د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۱۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي، رجي دا مهال ایران ته د سفر بلنه نه ده منلې او برعکس یې وړاندیز کړی چې یوه دریم او بې پلوه هېواد کې به خبرې وکړي. عباس عراقچي تیره اونۍ خپل لبناني سیال ته د تهران د سفر بلنه ولیږله او له هغه یې وغوښتل چې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ییزو تحولاتو د ارزونې په پار دا سفر وکړي. Читать дальше...

جرمني وايي، اسلام اباد کې دغه هېواد ته د تګ په تمه د یوشمېر افغانانو پناغوښتنې به رد کړي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، دولت یې هوډ لري چې د یوشمېر هغو افغانانو د پنا غوښتنې په رسمي ډول رد کړي چې اوسمهال پاکستان کې منتظر دي. د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) تېر ماښام د دغه وزارت په حواله لیکلي، دغه شمېر افغانانو ته به، چې کره شمېر یې اعلان شوی نه دی، وویل شي چې " د منلو لپاره یې هیڅ سیاسي لیوالتیا نشته". که څه هم معلومه نه ده چې جرمني ولې دغه شمېر افغانان نه مني، خو وړاندې تر دې جرمن چارواکو ویلي، اسلام اباد کې جرمني ته د تګ په تمه د میشتو افغانانو امنیتي شالید څیړي او که چیرته شک ورته پيدا شي، غوښتنلیک یې ردوي. Читать дальше...

ملګرو ملتونو اسلام کلا بندر کې د کډوالو د لاسنیوي د ځنډول شوي ماموریت یوه برخه بیرته پيل کړه

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان او ایران پر پوله یې د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي د ځنډول شویو چارو یوه برخه بیرته پېل کړه. دا چارې هغه مهال وځنډول شوې چې طالبانو په اسلام کلا بندر کې د راستنیدونکو د هرکلي په یوه مرکز کې د نژدې ټولو ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله. د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر تېر ماښام د امنیت شورا غونډې ته وویل، دوی توانیدلي چې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو یوه وړه ډله اسلام کلا ته ولیږي چې ژوند ژغورونکي خدمتونه وړاندې کړي. اسلام کلا له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو اصلي... Читать дальше...

امنیت شورا: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د (شدیدې اندیښنې) وړ دی، طالبان دې تګلارې بدلې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او بشري کړکیچ د شدېدې اندېښنې وړ وباله او د طالبانو د سیاستونو د بدلون غوښتنه یې وکړه. په دې ځانګړې ناسته کې چې تېره شپه ترسره شوه، ټینګار وشو چې له طالبانو سره د نړېوالې ټولنې تعامل یوازې هغه وخت ممکن دی چې دوی خپلې نړېوالې ژمنې پوره کړي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *