Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26
27
28
29
30
31

د سوریې د حمص په امام علي جومات کې چاودنې ۸ کسان وژلي او ۱۸ نور یې ژوبل کړي

0

د سوریې روغتیايي چارواکي وايي، د جمعې په ورځ د حمص په امام علي جومات کې چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.دا د سوریې د اوږدې مودې واکمن بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته پر یوه جومات د برید لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي.د سوریې دولتي خبري اژانس سانا په حواله، د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي چې په چاودنه کې اتلس نور کسان ټپیان شوي دي.د کورنیو چارو وزارت دا "ترهګریز بمي برید" وباله او ویې ویل چې د عاملینو د تعقیب لپاره یې پلټنې پیل شوې دي.یوې اسلامپالې وسله والې ډلې د جمعې په ورځ د سوریې د حمص په دې اکثریت علوي میشته سیمه کې د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.د سرایا انصار السنه ډلې په ټیلګرام کې په یوه بیان سره ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو په علوي سیم کې د امام علي بن ابي طالب په جومات کې "یو شمیر چاودیدونکي توکي وچول".دا ډله د واکمن بشارالاسد له لرې کېدو وروسته جوړه شوې.دې وسله والې ډلې د جون په میاشت کې د دمشق په یوه کلیسا کې د بمي چاودنې مسؤلیت هم په غاړه اخیستی و.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *