د پاکستان د هندوانو شورا (پاکستان هندو کونسل) د جنورۍ پر اوومه په کراچۍ کې د ۱۲۲ هندوانو اجتماعي ودونه کړي دي. هغه ناحکومتي سازمان هر کال د بې وزله هندوانو ډله ییز واده کوي او ورته د کور سامان او پیسې هم ورکوي. د شورا مشر وايي، د ګرانۍ له وجې هر کال د بې وزله هندوانو شمېر زیاتېږي. ویډیويي رپورټ.
بیان کاږي چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو د حکومت وزیراعظم او نورو لوړپوړو چارواکو ته وویل چې هغه له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې پرضد د "احتجاج غږ پورته" کړی دی او دا ډول "چلند د دواړو هېوادونو ترمینځ د ستونزو لامل" بولي.
د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو اړوند په خلبیسات بازار کې ځايي شاعرانو او فرهنګیانو مشاعره وکړه چې پکې د خواوشا سیمو شاعرانو او د ادب مینه والو برخه واخیسته. خلبیسات د خوست مهمه کاروباري او ګڼ میشته سیمه ده چې د صبریو، باک، ځاځي میدان او تریزیو خلک د خپل ژوند اړتیاوې له دې ځایه پوره کوي. ویډیویي راپور.