Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Январь
2024

Новости за 14.01.2024

پي ټي اېم له حکومته د منظور پشتین خوشې کولو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه مشرانو، فعالانو او پلویانو د جنورۍ پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا په بنو کې احتجاجي لاریون او جلسه وکړه او پر حکومت یې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو او په صوبه کې د امنیت ټینګښت غوښتنې وکړې. د پي ټي اېم مشرانو مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د ښار په دوه ځایونو کې د جلسې اجازه ور نه کړه خو وروسته یې د خبریالانو مرکز مخې ته غونډه وکړه. پولیس وايي، انتظامیې د امنیت وضعیت ته په کتو په ښار کې پر غونډو بندیز لګولی وو نو ځکه یې پي ټي اېم ته د جلسې اجازه نه ورکوله خو وروسته یې د هغوی د امنیت دنده ترسره کړه. Читать дальше...

د بلوچستان هنرمندانو د خپلو حقونو لپاره مظاهره کړې ده

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د بلوچستان یوشمېر هنرمندانو د کلتوري چارو د صوبايي ادارې پرضد مظاهره کړې ده او تور یې پورې کړی چې چارواکي له بودیجې څخه د هنرمندانو په نوم ترلاسه کړې پیسې نه ورکوي او ژوند او اړتیاوو ته یې پام نه کوي. خو د بلوچستان د کلتوري چارو اداره وايي چې ګڼو هنرمندانو ته هره میاشت ۳۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او بېلابېلو ځایونو ته یې د خپل هنر ښوولو لپاره بیايي. ویډیويي رپورټ.

د خوست د خرڅینو اوسېدونکي روزګار او د ژوند اسانتیاوې نه لري

Mashaalradio.com 

د خوست د غرییزې سیمې خرڅینو اوسېدونکي وايي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي او د روزګار موقع هم نه لري. دوی وايي، د بېکارۍ له لاسه د تعمیراتي چارو لپاره له غرونو او غونډیو څخه د تیږو ایستلو ته اړ دي، خو هغه یې هم د کورنیو ضرورتونه نه پوره کوي. د خرڅینو سیمه د خوست په سوېل ختیز کې له مرکزه شاوخوا ۲۰ کېلومیټره لیرې پرته ده. ویډیويي رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *