Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Январь
2024

Новости за 17.01.2024

ایا پاکستان کې به پر ټاکلي وخت انتخابات وشي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه په داسې حال کې عام انتخابات اعلان شوي دي چې پخوانی وزیراعظم عمران خان په زندان کې دی، ګوند یې په عدالتونو کې په یوشمېر مقدمو کې مصروف دی او نور ګوندونه هم پر ټاکلي وخت د انتخاباتو کېدو یا نه کېدو په اړه شکونه لري. په همدې حال کې امنیتي وضع هم د ډاډ وړ نه بلل کېږي. په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو پر همدې موضوع بحث کړی دی.

پاکستان بلوچستان کې د ایران بریدونو غبرګون کې له تهرانه خپل سفیر هېواد ته غوښتی دی

Mashaalradio.com 

ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته کړې ده چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.

بنګلادېش کې د رنګارنګو بایسېکلي رکشو استعمال کم شوی دی

Mashaalradio.com 

په بنګلادېش کې له کلونو راهیسې پر بایسېکلي رکشو رنګارنګ انځورونه جوړېږي او لیکنې ورباندې کېږي. خو د رکشو چلوونکي وايي چې له وخت تېرېدو سره پر رکشو د نقاشۍ کار کمېږي او پر ځای یې نوې مشیني رکشې استعمالېږي. دا چې هغه رکشې ولې هنري نمونې بلل کېږي، په اړه یې د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *