Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Январь
2024

Новости за 28.01.2024

د چمن پرلتوال وايي د لارې بندېدو له وجې سوال کولو ته اړ شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد. د پاخه عمر لرونکی محمد غني هم له هغو بېروزګاره شویو څخه دی او وايي چې د لارې تړل کېدو اوس سوال کولو ته مجبوره کړی دی.

ایران کې د وژل شویو پاکستانیانو کورنۍ په ویر دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان پولې ته نېږدې د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت په سراوان کې د جنورۍ پر ۲۷مه د وسلوالو په برید کې د وژل شويو نهو پاکستانیانو کورنیو له حکومته غوښتي چې جسدونه دې ژر هېواد ته ولېږدوي. د هغې پېښې پېښه ذمه واري چا نه ده منلې او بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچستان لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ايران او پاکستان ترمینځ تر ترینګلتیا وروسته سفارتي اړیکې بیا پر ځای شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

مسید وايي د امنیت ناسمه وضع انتخاباتي هلې ځلې اغېزمنوي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او څېړونکی احسان الله ټيپو مسيد مېلمه کړی دی. نوموړی د خراسان ډایرۍ په نوم د یوې رسنۍ د مدیرانو له ډلې دی. مسید له کلونو راهیسې د امنیتي حالاتو په اړه خبریالي او څېړنې کوي او له نړیوالو رسنیو سره یې هم کار کړی دی. دی وايي، اسلام اباد دا فکر کاوه چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره به په پاکستان کې امنیت ښه شي، خو داسې و نه شول. مسید وايي چې په داسې حال کې چې انتخاباتو ته کمې ورځې پاتې دي، په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ اندېښنې پیدا کوي. بشپړه مرکه واورئ.

کوټه کې د بلوڅانو د جبري بې درکیو پرضد احتجاجي جلسه شوې ده

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ په بلنه د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد احتجاجي جلسه شوې ده. د جنورۍ ۲۷مې جلسې ته ګڼ داسې کسان ورغلي ول چې د کورنیو غړي یې ورک دي. له هغو څخه یې ځینو مشال راډیو ته وویل چې کلونه تېر شول خو د خپلوانو او عزیزانو یې هېڅ درک نه لګي. بلوڅانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان حکومت وايي، د ماورای عدالت وژنو پلټنې کوي، د ککړو کسانو پرضد اقدامات کوي او د ورکو کسانو... Читать дальше...

اسلام اباد په ایران کې د ۹ پاکستانیانو وژنه "وحشتناکه عمل" بللی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر هم هغه ورځ په بیان کې د پېښې غندنه کړې ده."موږ له ایرانیو چارواکو سره په تماس (رابطه) کې یو او د پېښې د سمدستي څېړلو او په دې ناوړه جرم کې د ښکېلو کسانو د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار کوو."

هند کې د اهلي ځناورو ساتلو شوق په زیاتېدو دی

Mashaalradio.com 

په هند کې د ځناورو د اېل کولو او ساتلو شوق زیات شوی دی او ځینې خلک یې کاروبار هم کوي. د هغه هېواد په ګڼو برخو کې مېلې کېږي چې خلک ورته اهلي ځناور ورلېږدوي او پکې د ځناورو د ښکلا، سینګار او خوړو په اړه هم معلومات ترلاسه کېدای شي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *