Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Январь
2024

Новости за 10.01.2024

د تحریک انصاف پلویانو د خپلې انتخاباتي نخښې بحالېدل لمانځلي

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د پېښور های کورټ پر هغه پرېکړه خوشالي کړې ده چې له مخې یې هغه ګوند د فبرورۍ پر اتمه کېدونکو انتخاباتو لپاره د کرکټ د بیټ (بلې) نخښه کارولی شي. د جنورۍ پر ۱۰مه دوه کسیزه جرګګۍ د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته امر وکړ چې پي ټي ای ته دې خپله پخوانۍ انتخاباتي نښه ورکړي. کمېشن په ډېسېمبر کې ویلي ول چې د هغه ګوند داخلي انتخابات له قانون سره سم نه ول نو ځکه د کرکټ بیټ نخښه نه ورکوي. ویډیويي رپورټ.

پېښور کې یخنۍ او لړې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی

Mashaalradio.com 

په پېښور کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د سړو څپې او لړې (په اردو کې دهند بلل کېږي) د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. د موسمي چارو پوهان وايي چې یخني او وچکالي دواړه د لړې لامل کېږي. روغتیاپالان وايي چې لړه عموماً صحت ته تاوان نه رسوي خو چې د دوړو یا ګرد او لوګي ذرې پکې شاملې شي نو د تنفس د نظام او سترګو د ناروغیو سبب کېدای شي. روغتیاپالان د لړې پر وخت د تمبوزک یا ماسک په مخ کولو سپارښتنه کوي. د پېښور د لړې په اړه د رویټرز اژانس دا انځورونه وګورئ.

افراسياب خټک: د پاکستان پوځ نه غواړي چې انتخابات پر ټاکلي وخت وشي

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات وشي خو د دې ترڅنګ هلته د انتخاباتو پر ټاکلي وخت د نه کېدو ګنګوسې هم دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د پاکستان له پخواني سېنېټر، سیاستوال، د بشري حقونو فعال او شنونکي افراسیاب خټک سره د پاکستان پر سیاست، جمهوریت، په هغه هېواد کې د پوځ پر رول او امنيتي حالاتو خبرې کړې دي. په دې اړه تفصیل په ویډیويي بحث کې وګورئ.

اصف ایوب: پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو پرېکړه ناسمه ده

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د اسلام اباد های کورټ وکیل اصف ايوب مېلمه کړی دی. نوموړي له تېرو شپږو کلونو راهيسې په اسلام اباد کې وکالت کوي او د صوابۍ د يار حسين سیمې دی. ایوب وايي، په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو اجازې ورکولو په اړه د سپریم کورټ پرېکړه ناسمه ده. د پاکستان د سترې محکمې یوې جرګګۍ د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو لغوه کولو په اړه خپله پخوانۍ پرېکړه وځنډوله چې د وکیلانو د ټولنو او ځینو سیاسي ګوندونو غبرګونونه یې وپارول. ایوب وايي، دا پرېکړه د عدلیې لپاره ښه مثال نه شي ثابتېدای.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *