Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 08.03.2022

د سالنګونو لویه لار د درنو واورو او توپانونو له امله وتړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګونو لویه لار د درنو واورو او توپانونو له امله نن سهار د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه. د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې رییس عبدالله عبید ازادي راډیو ته تایید کړه چې دغه لار د سهار له ۴ بجو د ټولو ټرافیکو پرمخ تړل شوې او له ټولو مسافرینو او موټر چلونکو غواړي چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دې پردې لارې له سفر کولو ډډه وکړي. له دې مخکې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړمه ورځ د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د واورو او بارانونو وړاندوینه کړې وه او له خلکو یې غوښتي و چې د احتمالي برف کوچونو او سیلونو لپاره دې تدابیر ونیسي.

امریکا، فرانسه، جرمني او بریتانیا به پر مسکو نور بندیزونه ولګوي

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحدو ایالاتونو، فرانسې، جرمني او بریتانیا مشرانو ژمنه وکړه چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر به پر مسکو نور بندیزونه ولګوي، خو داسې نه ښکاري چې له روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز به هم په کې شامل وي. د امریکا د کانګرس یو شمېر غړیو فشارونه زیات کړي چې د روسیې پر تیلو دې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رژیم یوه مهمه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي، بندیز ولګول شي.  د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر بایډن پرون دوشنبې د ویډیو کنفرانس له لارې له خپل فرانسوي ساري ایمانویل مکرون... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د افغان ښځو له ګډون پرته ناممکنه ده چې ثبات ټینګ شي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، په ټولنه کې د افغان ښځو له فعال ګډون پرته به ناممکنه وي چې په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.  دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه ټینګ باور لري چې که افغان ښځې، په خپل هېواد کې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي چارو کې فعال ګډون ونه لري ناممکنه به وي چې افغانستان رغونې او یوې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.  یوناما ویلي چې ملګري ملتونه د افغان... Читать дальше...

ښځې په هنزه کې (مستند فلم)

Mashaalradio.com 

د ګلګت بلتستان د هنزې سیمې ښځو په تېرو کلونو کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه زیات کړي دي. د خیبر پښتونخوا په شمال کې په پرتې هغې سیمې کې د نجارۍ (ترکاڼۍ) یو داسې ورکشاپ دی چې ټولې کارکوونکې یې ښځې دي. په هنزه کې د تعلیم او سواد کچ خورا لوړ دی خو امنه وايي، څه د پاسه یوه لسیزه مخکې یې چې د نجارۍ کار پیل کړ نو د ټولنې له سخت فشار سره مخامخه شوه. سنیلا بېګ د هنزې بله اوسېدونکې ده چې څو کاله مخکې چې یې د موسیقۍ زده کړې پیلولې نو خپلوانو یې مخالفت کړی وو. د نوموړې په وینا، اوس د موسیقۍ په ښوونځي کې یوشمېر نجونه زده کړې کوي. Читать дальше...

چارواکي: ارزګان کې پر ۴۶۵ هکټاره ځمکه نوي د انځرو بڼونه جوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې بزګران وايي، دغه ولایت کې د انځرو باغونو جوړولو ښه پایله ورکړې او زیات شمېر وزګارو ځوانانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې. ۳۷ کلن رفیع الله چې د ترینکوټ ښار اړوند ده یک سیمه کې یې په خپل پنځه جریبه ځمکه د انځرو بڼ جوړ کړی وايي، پخوا یې په دې ځمکه کوکنار کرل. دی وايي: "د انځرو باغونه ښه حاصل ورکوي، ترې لاسته راغلې پیسي حلالې دي، د کوکنارو هغې حرامې او ځوانان تباه کوي. د راتلونکي کال لپاره هم نیت لرم چې پر لس جریبه ځمکه د انځرو بڼ جوړ کړم." دا یوازې زین الله نه دی چې له... Читать дальше...

روسیه اوکراین کې د ملکیانو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیزي

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن سې شنبه وویل چې د اوکراین د پلازمېنې کیف په ګډون یې له ګڼو ښارونو د ملکیانو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیستي دي.   اوکراین په دې اړه شک څرګند کړی، ځکه مسکو تر دې مخکې دا ډول ژمنه کړې وه چې خلکو ته اجازه وه یوازې روسیې او د هغې  نږدې متحد بېلاروس ته ووځي.    د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه دهلېزونه نن سهار د مسکو پر وخت لس بجې پرانیستل شوي دي.  دغه دهلېزونه په چرني هیف، سمي، خارکیف او ماریوپول ښارونو کې پرانیستل شوي دي.   د انټرفاکس خبري اژانس په حواله، د روسیې دفاع وزارت ویلي، د... Читать дальше...

امنیسټي انټرنېشنل: نړۍ کې د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل وایي، په تېر یوه کال کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب شوی دی. د امنیسټي انټرنېشنل عمومي منشي اګنیس کالامارډ د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې او د ۲۰۲۲ کال د لومړنیو میاشتو پېښو د میلیونونو ښځو او نجونو حقونه او وقار کمزوری کړی دی. اغلې کالامارډ په تېرو ۱۲ میاشتو کې د کرونا وبا ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو په شاتګ هغه مهمې پېښې بللي چې د ښځو او نجونو پر حقونو یې زښت زیات اغېز کړی دی. ... Читать дальше...

'۸م د مارچ' د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ؛ افغانې ښځې راتلونکې ته نه‌هیلې دي

Pa.azadiradio.com 

پاکیزه ارزو د ښځو د حقونو فعاله او د مېرمن بهیر غړې ده چې له کلنو راهیسې یې د ښځو د بشري او اساسي حقونو د تامین او دغه شان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مبارزه کړې. اغلې ارزو وایې، په دې موده کې یې د عدالت ټینګښت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې دلودلې. خو د دې په خبره د طالبانو په بیا راتګ او د محدودیتونو په رامنځته کېدو سره، د فعالو مېرمنو غږ د غلې کېدو په حال کې دی. نوموړې زیاتوي:" د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو لپار کار کول ډېر ستونزمن دی، لومړی دلیل یې دا دی چې طالبانو... Читать дальше...



د کندهار په یوه لوی پخلنځي کې ۵۰ مېرمنې ډوډۍ پخوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې یوه خصوصي سهامي شرکت لسګونو بې وزله مېرمنو ته کاري فرصتونه پیدا کړي. په کندهار ښار کې په یوه لوی پخلنځي کې لسګونه مېرمنې هره ورځ شااوخوا پنځه زره کورنۍ ډوډۍ پخوي. انځوریز راپور یې دلته وګورئ

کندهار کې بې وزله مېرمنو ته کاري زمینې؛ ۵۰ مېرمنې یوه لوی پخلنځي کې ډوډۍ پخوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې یوه خصوصي سهامي شرکت لسګونو بې وزله مېرمنو ته کاري فرصتونه پیدا کړي. په کندهار ښار کې په یوه لوی پخلنځي کې لسګونه مېرمنې هره ورځ شااوخوا پنځه زره کورنۍ ډوډۍ پخوي. رازمه یوه له دغه مېرمنو څخه ده. هغه چې کونډه ده، د خپل کور د ۱۴ غړو سرپرستي په غاړه لري وايي، هره ورځ سهار وختي د کار لپاره دې پخلنځي ته راځي او تر غرمې پورې تر ۱۶۰ پورې ډوډۍ پخوي. رازمه زیاتوي، دې کار ته یې سخته اړتیا درلوده او د کور د کرایي په شمول خپل ورځنی ژوند مخته وړي: "ما کرایه نه شو پیدا کولی، که کرایه پیدا... Читать дальше...

نېکلسن: افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېسته ښه خبر دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نېکلسن د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېستل کېدا ښه خبر وباله او ویې ویل چې دا د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت ګام دی.   ده وویل، اوس هیله شته چې په افغانستان کې بشري وضعیت هم ښه شي.   ښاغلي نېکلسن په عین حال کې له طالب چارواکو وغوښتل، داسې هلې ځلې وکړي چې په نتیجه کې یې نړیواله ټولنه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

چین غواړي چې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي

Pa.azadiradio.com 

چین غواړي چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه کړي.   د چین د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، په دې غونډه کې به د افغانستان د بشري ناورين له کمېدو سره د مرستو ترڅنګ په سيمه کې د امنيتي اندېښنو د حل په اړه خبرې وشي.  تردې مخکې په ايران کې د افغانستان د ګاونډيانو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ورته غونډه جوړه شوې وه.

د بدخشان مرکز فیض اباد کې چاودنې ۲ طالب ساتونکي ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې پرون دوشنبې(د کب ۱۶) د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې چاودنې لږ تر لږه دوه طالب ساتونکي ټپیان کړي دي.  د پېښې شاهدان وايي چې چاودنه د فیض اباد په درېیمه امنیتي حوزه کې وشوه.  طالبانو د دې پېښې په اړه سمدستي څه ونه ویل.

د روسیې او اوکرایني مرکچیانو ۳م پړاو خبرې پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او اوکرایني مرکچیانو درېیم پړاو خبرې پرون پای ته ورسېدې خو روسي پلاوی وايي څه چې یې تمه وه هغه یې په خبرو کې نه ده ترلاسه کړې.  په همدې حال کې اوکرایني پلاوي د دوو خواوو درېیم پړاو خبرې مثبتې بللې دي.

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ نړۍ کې د تېلو بیه تر ټولو لوړ حد ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په نړۍ کې د تېلو بیه په تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته ورسېده.  پرون د برنټ هر بېرل تېل۱۰ ډالره لوړ شول او نژدې ۱۴۰ ډالرو ته ورسېدل، خو وروسته بېرته یو سلو دېرش ډالرو ته راکښته شول.   دا د ۲۰۰۸ م کال له دوبي راپه دې خوا د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده.   د تېلو بیه په داسې حال کې لوړېږي چې امریکا او متحدان یې د روسیې د تېلو پر وارداتو د بندیز په لټه کې دي.

د روسیې د پیسو'روبل' ارزښت مخ په کمېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پیسو، روبل ارزښت مخ په کمېدو دی. پرون هر ډالر په څه باندې ۱۳۸ روبله تبادله شو. له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی دی، د ډالر او نورو اسعارو پر وړاندې د روبل ارزښت په ټیټېدو دی.  د سږ کاله له پیله هم د روبل ارزښت په کمېدو و. راپورونه وايي چې تېرو دوو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې د روبل ارزښت په سلو کې ۴۰ ټیټ شوی، خو پر اوکراین د روسیې یرغل او ورسره جوحت پر مسکو د لوېدیځو هېوادونو بندیزونو د روبل لوېدا نوره هم زیاته کړې ده.

واشنګټن پوسټ: ندیمه ولې نیول شوې او طالبان یې په اړه ولې چوپ دي؟

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کاناډايي الاصله افغانې ندیمې د لادرکه کېدو په اړه لیکلي دي. د مقالې په پیل کې لولو چې یو شمېر کسانو چې ځانونه یې د طالبانو غړي معرفي کړي وو، ندیمې ته ویلي چې په کوڅه کې ولاړ موټر ته وخیژي او کله چې دې دا خبره ونه منله، هغوی د دې د همکارانو د وژلو تهدید وکړ او دا اړه شوه چې خبره یې ومني.   د ندیمې ورور واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې له هغه راهیسي شا او خوا یوه میاشت کېږي او د ندیمې ځیني همکاران بیرته راخوشي شوي دي. ندیمې په افغانستان کې یوه خیریه موسسه درلوده. Читать дальше...

ملګري ملتونه: تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې کابو ۴۰۰ ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې پرون دوشنبې (د کب ۱۶مه) وویل، د ۲۰۲۱م زیږدیز کال د اګسټ په نیمايي کې د طالبانو له واک ته رسېدو را وروسته په افغانستان کې نژدې ۴۰۰ ملکیان وژل شوي دي.  د ملګرو ملتونو پر اساس، د دغو کسانو اکثره د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې وژل شوي دي.  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې 'مېشل باچه لې' په جنیوا کې د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، د داعش یا اسلامي دولت په غړیتوب ۵۰ تنه تورن کسان هم وژل شوي چې د ځینو سرونه غوڅ کړای شوي او جسدونه یې غورځول شوي دي. Читать дальше...

د ښځو نړیواله ورځ؛ خلک: د طالبانو په واکمنېدو دا ورځ نه نمانځل کیږي

Pa.azadiradio.com 

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په تېرو کلونو کې په افغانستان کې هم نمانخل کېده، خو سږ کال چې طالبان واک ته رسېدلي، دا ورځ د تېرو کلونو په شان نه نمانځل کېږي.  خو د بشري حقونو مدافعان او د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو اکثره ښځې له کاره منع کړي دي.  مدني فعاله ماریا توتاخېله وايي، طالبان د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو کوم پروګرام نه لري، عملاً داسې هېڅ شی نه لیدل کېږي چې دوی یې نړیوالو ته ثابت کړي چې ښځو یا یې حقونو ته یې درناوی لري.  دې د خپلو خبرو په دوام کې وویل: "د حکومت له... Читать дальше...

'WFP': پیسې مو په خلاصېدو دي، خو د افغانستان اقتصادي بحران په ډېرېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د دوی پیسې په خلاصېدو دي، خو اقتصادي بحران په ډېرېدو دی. تقریباً هېڅ کورنۍ کافي خواړه نه لري او بشري اړتیاوې ممکن داسې حد ته ورسېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام یې د برابرولو وس ونه لري.    د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړنیو چارو رییسې مارګوت فان ویلدین چې کندهار کې کار کوي وویل، کوم وضعیت چې دوی په دې ولایت کې ورسره مخامخ دي، خورا نه هیلوونکی دی.   په درست افغانستان کې ۲۳ ملییونه خلک د خوراکي موادو د نه مصؤنیت له شدید حالت سره مخامخ دي.  په افغانستان... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *