Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 09.03.2022

ارزګان کې د کرونا وېروس د درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه ۲۰ بستریز روغتون پرانېستل شو.  د دغه ولایت د عامې روغتیا ریيس ډاکټر محمد الله روحاني د یاد روغتون د پرانېستې پر مهال وویل، دې روغتون کې به د کرونا تشخیصه لابراتوار هم فعال کړي. دی وايي: "دا چې نړۍ د کووېډ-۱۹ د نوې بڼې 'اومېکرون' له ګواښ سره مخ ده، نو اړ شو چې د کرونا پر ویروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیزو، ددې روغتون ټول پرسونل پوره دي."  نوموړی وايي، دغه ولایت کې یې په درېیو ورځو کې د کرونا... Читать дальше...

په غزني کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت مرکز اړوند په قره باغي سیمه کې د هاوان د يوې ناچاودې مرمې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د اطلاعاتو او کلتور سرپرست حبیب الله مجاهد ازادي راډیو ته د سې شنبې په ورځ وویل: "دغه پېښه وړمه شپه رامنځته شوې، د غزني مرکز څلورمې حوزې اړوند په قرباغي سیمه کې ماشومانو په یوناچاودې مرمۍ لوبې کولې چې چاودلې او درې ماشومان یې وژلي، یو بل یې ټپي کړی هم دی." ښاغلی مجاهد د دغه ماشومانو عمرونه د لسو کالو شااوخوا یادوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه... Читать дальше...

چین کې ځینې بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه راټولېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د روانې مارچ میاشتې په پای کې په چین کې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون د دې غونډې په تړاو په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د چین له غونډې به ښې نتیجې ترلاسه شي.

افغان کرکټ بورډ: تر نړیوال جامه به ډېر لوبغاړي لوبډله کې شامل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ژمنه کوي چې تر راتلونکي نړیوال جام پورې به ډېر ځوان لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړي. د کرکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان په یوه ویډیو پیغام کې وویل: "په دې هڅه کې یوو چې تر ۲۰۲۳ پورې یوه پنځه ویشت کسیزه یا دیرش کسیزه ډله جوړه کړو. په همدې ډلې کار وکړو او مخته ولاړ شو." ټاکل شوې ده چې په دوه زره درویشتم کال کې د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په هند کې ترسره شي.

چارواکي: د سالنګونو لویه لار به د واورې د ورښت تر درېدو بنده وي

Pa.azadiradio.com 

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وایي، دا لویه لار به تر هغو بنده وي او موټرو ته به د تیریدو راتیرېدو اجازه نه وي چې د واورې ورښت نه وي دریدلی او سخت توپان نه وي غلی شوی. د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې رییس عبدالله عبید وایي، د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره به د سالنګ لویه لار له دواړو لوریو تر هغو بنده وي چې هوا ښه شوې نه وي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې په بیان کې چې تېره شپه خپور شو، راغلې دي چې هڅې روانې دي چې د چهارشنبې د ورځې په ترڅ کې لاره پرانیستل شي. د ازادي راډیو د خبریال... Читать дальше...

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو د یوې پرېکړې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو له لوري د دې پرېکړې هرکلی کړی دی چې د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي. د دې بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب د برخې مشر اتینا رایبورن پرون سې شنبه (د کب ۱۷مه) په یوه بیان کې وویل، په راتلونکو ورځو کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ خبر ډېر ښه خبر دی. د طالبانو د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د وري په میاشت کې به نجونې هم ښوونځيو ته ولاړې شي. د ماشومانو د ژغورنې د کمېټې په وینا د اوس لپاره شااوخوا اته میلیونه ماشومانې او ماشومان دې ته اړتیا لري چې ملاتړ یې وشي چې ښوونځيو ولاړ شي.

یونېسکو: اوکراین کې دې کلتوري میراثونه خوندي شي

Pa.azadiradio.com 

یونېسکو په اوکراین کې د کلتوري میراثونو د ساتنې غوښتنه وکړه. د یونېسکو عمومي مشره ادري ازولي په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ وویل: "موږ باید په اوکراین کې د فرهنګي میراثونو د خوندي کولو غم وخورو." له دوو اونیو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، یونېسکو د سټلایټ په مرسته د اوکراین د فرهنګي میراثونو څارنه کوي چې د جګړې په ترڅ کې ویجاړ نه شي.

امریکايي ولسمشر بایډن د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه.ولسمشر جوبایډن وویل، د تیلو د وارداتو بندیز د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پویتن ته د اوکراین د جګړې په خاطر سخته ضربه ده. په سپینه ماڼۍ کې پرون ولسمشر بایډن امریکایانو ته خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه چې له ازادۍ څخه دفاع خپل قیمت لري. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي څو ځله له لویدیځه غوښتي دي چې له روسیې څخه د انرژۍ پر وارداتو بندیز ولګوي. ولسمشر بایډن وویل چې د پوتین د جګړې په خاطر به بیې لوړې شي، خو ده ژمنه وکړه چې پر... Читать дальше...

هند کې سکوټر د خورما دنګو ونو ته ختل اسانه کړي

Mashaalradio.com 

د هند د کرناټکا ایالت یو اوسېدونکی وایي چې ده یو داسې مشین (سکوټر) جوړ کړی چې د هغه په واسطه د خورما (کجورو) د دنګو ونو سر ته خېژي او کجورې راشکوي.ګانا پتي بټ وایي له نوموړي سره په دغه کار کې د هغه مېرمن او ماشومان هم مرسته کوي. ګانا پتي وایي د دې مشین په جوړولو سره يې د ورځو کار دقيقو ته را لنډ شوی دی. فرخنده اسد په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيو پښتو کړې ده.

د اسیا پراختیایي بانک د ټاپي پروژې د تمویل چارې درولي

Pa.azadiradio.com 

د اسیا پراختیایي بانک چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد د پروژې تمویلونکی دی، په داسې وخت کې د ټاپي له تمویله د لاس اخېستو خبر ورکوي چې طالبانو تازه هیله ښکاره کړې وه چې ډېر ژر به د دې پروژې عملي چارې پيل شي. د ټاپي پروژې د تمویل چارې اسیا پراختیایي بانک درولی دی. علت یې دا یاد شوی دی چې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو په رسمیت نه دی پیژندلی. د ټاپي پروژې ستره برخه د افغانستان له خاورې تیریږي. د پاکستان د انرژي وزارت یوه چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې د اسیا... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار ډله: افغان ښځو سره د طالبانو چلند دوه مخی دی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیدربار له افغان ښځو سره د طالبانو چلند دوه مخی وباله. اغلې بار وروسته تردې دا خبره وکړه چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته د مارچ د اتمې ورځې په مناسبت وویل، د افغانستان د ښځو حقوق خوندي دي، دوی ته څوک زیان نه شي رسولی او حق یې نه شي خوړلی، خو هیدر بار ازادي راډیو ته وویل: "دا بیان ډېر دوه مخی دی، افغان ښځې خپل قانوني حق غواړي چې په دې کې هغه اعتراضونه هم شامل دي چې دوی لارو کوڅو ته راوځي، خو د طالبانو غبرګون دا دی چې دوی وهي،... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *