د سپټمبر ۹مه د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود تلین سره برابره ده
نن د سپټمبر نهمه د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود تلین دی. مسعود ۲۲ کاله مخکې په همدې ورځ د دوو عربانو له لوري چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالي کې ووژل شو. هغه وخت ده د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت په نوم د وسلهوالې جبهې مشري کوله. د جمهوریت په وخت احمد شاه مسعود ته د ملي قهرمان خطاب کېده او د سنبلې اتلسمه به چې د سپټمبر له نهمې سره سمون خوري، عمومي رخصتي وه. په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان واکمنان دي، دا ورځ د افغانستان دننه په دولتي کچه نه نمانځل کېږي.