Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 18.09.2023

هند افغان ځوانانو ته زر بورسونه اعلان کړل

Pa.azadiradio.com 

هند د افغان ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو ۱۰۰۰ بورسونه اعلان کړي. په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې تایید کړې چې د هند حکومت د انلاین پورتال له لارې د لسانس او ماسترۍ د کچې دا تحصیلي بورسیې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو په مخه افغان ځوانانو ته ورکوي. د سفارت د بیان په اساس، د دغو بورسیو لپاره نوملیکونه د سپتمبر له ۱۶مې پيل او تر ۲۲مې دوام کوي. که څه هم هند په انلاین توګه د دې بورسیو اعلان کړی، خو اخوا سلګونه هغه افغان ځوانان لا هم هند ته په تلو او د خپلو درسونو په پيلولو نه دي بریالي... Читать дальше...

خوړو نړيوال سازمان: افغان اړمنو ته يو ميليارد ډالر په کار دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یو ځل بیا میلیونونو افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی نه شي کولای دا هېواد یوازې پریږدي. WFP پرون په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د سخت ژمي په درشل کې د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري. د دغه سازمان په وینا ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی دی. تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د بودیجې د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له لسو میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي. Читать дальше...

د ناټو عمومي منشي: د روسیې جګړه به ژر ختمه نه شي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه به ژر پای ته ونه رسېږي. سټولټنبرګ دا خبره د Funke Mediengruppe په نوم له یوې جرمن ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې چې پرون خپره شوه. هغه ټینګار وکړ، چې د ناټو ټول غړي هېوادونه په اوکراین کې د سمدستي سولې غوښتونکي دي، خو د ناټو د عمومي منشي په وینا که اوکراین جګړه ودروي، د یوه هېواد په توګه به نور موجود نه وي. د سټولټبرګ په وینا،که روسیه خپلې وسلې کېږدي، سوله به تامین شي. هغه په ناټو کې د اوکراین د شاملیدو د غوښتنې په اړه وویل... Читать дальше...

امریکا او چین پر بېلابېلو مسایلو د رغنده خبرو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن او بیجینګ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ترمنځ د لیدنې اعلان وکړ. دا غونډه د سپټمبر په ۱۶ او ۱۷ په مالتا کې وشوه. ویل شوي، چې دواړو لورو د بحثونو په ترڅ کې بنسټیزې او رغنده خبرې اترې کړې دي. سپینه ماڼۍ وايي، په دغو خبرو کې د اوکراین پر ضد د روسیې پر جګړې هم خبرې وشوې. دا غونډه د چين او امريکايي چارواکو ترمنځ د لوړې کچې خبرو اترو په لړ کې تر ټولو وروستۍ ده، چې کولای شي د روان کال په پای کې د امريکا د ولسمشر جوبايډن او د هغه د چینايي سیال شي جين پينګ د کتنې لپاره لاره هواره کړي.

د معاشونو له نه تر لاسه کولو شکايت؛ يوناما: د افغان معلولیت لرونکو وګړو ملاتړ په کار دی

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس یو اوسیدونکی چې سترګې یې نه ویني شکایت لري، چې د طالبانو حکومت د معلولینو او معیوبینو د معاشونو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. نوموړی وايي: "تنخواه هېڅ شی یې رانه کړل. وعده یې کړې وه. ټولو خلکو ته مرستې وشوې. خو معیوب همداسې خبرو لاندې پاتې دي. د خدای لپاره زموږ چاره وکړئ. موږ هم غریبانان یو کورنۍ راپسې دي. " د بادغیس دا اوسیدونکی چې خپل نوم یې نه دی اخیستی، وايي ان د جمهوریت په وخت هم دوی ته تنخواه سمه نه ورکول کېده او د طالبانو په راتګ سره یې په دوو کلونو کې څه نه دي ترلاسه کړي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *