د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو زده کوونکو ميندو پلرونو او فعالانو د هغوی نهم تلین لمانځلی دی. دوی د پېښور د ارشیفونو تالار (ارکایېفز هال) او په اسلام اباد کې د وژل شویو په یاد کې غونډې وکړې او شمعې يې بلې کړې. په غونډه کې مدني فعالانو، د پښتون ژغورني غورځنګ غړو او نورو خلکو هم ګډون وکړو. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول په وسلوال برید کې د ۱۳۲ زده کوونکو په ګډون ۱۵۲ کسان وژل شوي ول او شاوخوا ۱۲۰ تنه ژوبل شوي ول چې زیاتره یې د ښوونځي شاګردان ول. د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. Читать дальше...
په برتانیا کې پر اسونو د سپرو لوبغاړو د نېزه وهنې سیالۍ شاوخوا ۱،۰۰۰ کاله تاریخ لري. هلته د نېزه وهنې دا ځانګړې سیالۍ د ۱۷مې پېړۍ تر پیل پورې کېدې چې موخه یې د پوځیانو روزنه وه، خو اوس یې عام خلک کوي او ګڼ مینه وال د اتلولۍ لیدو ته ورځي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې د پښتنو په ښاري سیمو کې د سړيو تر څنګ يو شمېر ښځې هم د خپلو ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره کارونه کوي. دا چې د کور د کارونو ترڅنګ له کوره بهر کار کول د ښځو لپاره اسان دی او که ګران، په دې خپرونه کې يې واورئ.
په نړیوال جام کې دافغان کرکټ لوبډلې ځلېدو ډېر افغان ځوانان له دغې لوبې سره لېواله کړي دي. د افغان لوبغاړو دا ځلېدل کم ساری و، ځکه د انګلستان او پاکستان په شان ځواکمنې لوبډلې یې ماتې کړې. دغو پایلو ډېر نور افغان ځوانان هم کرکټ لوبې ته هڅولي.