دا پرېکړه د پاکستان لنډمهالې کابينې د قبایلو او سرحدونو د چارو وزارت (سيفران) په غونښتنه کړې ده. د پريکړې له مخې په پاکستان کې د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو موده د روان کال د مارچ مياشتې تر ختمېدو پورې غځول شوې ده.
د مقدمې اوريدنه د فبرورۍ په دویمه په اډیاله جيل کې جج قدرت الله وکړه ۔ د اوريدنې پر مهال د وکيلانو لخوا په شاهدانو جرح وشوه او وکيلانو خپل حتمي دلايل هم مکمل کړل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فرورۍ پر دویمه پر ټویټر لیکلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځلو لپاره بېلا بېلې غونډې کوي.
په کوټه کې د پاکستان د اورګاډو د ادارې چارواکو د فبرورۍ په درېیمه مشال راډیو ته وویل، په همدې ورځ جعفر ایکسپریس له کوټې پېښور ته روان شوی دی.
په بلغاریا کې هر کال د ښه فصل کېدو، د پسرلي د هرکلي او د بلاګانو او بدو ارواګانو د شړلو لپاره ځانګړې مېله کېږي چې پکې موسیقي غږېږي او خلک ځانګړې نڅا کوي. د هغې دودیزې مېلې ګډونوال د پسونو له وړۍ جوړې جامې اغوندي او تمبوزکونه (ماسکونه) په مخ کوي. د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي چارو ادارې (یونېسکو) هغه مېله یو نړیوال میراث بولي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
" بیګم " بنسټ چې فرانسه کې د یوې مېرمنې لخوا تاسیس شوی، په افغانستان کې مېشتو نجونو ته په انلاین ډول له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو زمینه برابروي.