Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 16.02.2024

مولانا فضل الرحمان وايي د جنرال باجوه او جنرال حميد په خوښه یې عمران خان له واکه ليرې کړی وو

Mashaalradio.com 

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د حکومت مخالفه ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې کړل شوی وو. د ګوندونو د هغه اتحاد (پي ډي اېم) مشري مولانا فضل الرحمان کوله.



پاکستان کې ګڼو ګوندونو په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د فبرورۍ پر ۱۵مه پر خيبر پښتونخوا سربېره د بلوچستان په يوشمېر سيمو او کراچۍ کې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وشول. احتجاج کوونکو تور پورې کړ چې امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ د خپلې خوښې نوماندان بریالي کړي دي. د پاکستان پوځ تر انتخاباتو وروسته د ګوندونو د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. له دې پرته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مشر په ګډون نورو... Читать дальше...

خوست: د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند اساسي اسانتیاوو پوره کېدل غواړي

Mashaalradio.com 

د خوست ولایت د یوشمېر نورو سیمو په شان د قلندر د غرییزې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو بې برخې دي. دوی د څښاک پاکې اوبه، د ښوونځيو ودانۍ، د عمومي او فرعي سړکونو رغونه او د روغتیايي مرکزونو اکمال او تجهیزول د خپلو مهمو اړتیاوو په توګه یادوي. پخوا د قلندر ولسوالي ناامنه سیمه وه چې پکې ملي او نړیوالو بنسټونو د رغنیزو پروژو پلي کېدو ته زړه نه ښه کاوه. ویډیویي راپور.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *