Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 25.02.2024

د پیپلز ګوند نوماندانو د سیند اسمبلۍ سپیکر او د مرستیال سپیکر انتخابات ګټلي دي

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر ۲۵مه د اسمبلۍ ۱۴۷ غړو خپلې رایې وکارولې چې ورڅخه یې ۱۱۱ د پیپلز ګوند له لوري د سپیکر دندې ته د نومول شوي سید اویس قادر شاه او ۳۶ یې د متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) د نوماندې صوفیې سعید شاه په حق کې رایې وکارولې.

محمد ریاض وايي پاکستان کې مفاهمتي سیاست کمزوری کېږي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د خيبر پښتونخوا خبريال او شنونکی محمد رياض مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو درو لسيزو راهيسې د خبریال په توګه کار کوي او پر پاکستاني سیاست ژور نظر لري. دی وايي، په هېواد کې بیا اېتلافي حکومت جوړېږي خو اکثر داسې حکومتونه په سم ډول کار نه شي کولای. ریاض وايي، د فبرورۍ اتمې تر انتخاباتو وروسته په پاکستان کې مفاهمتي سیاست د کمزوري کېدو په حال کې دی. بشپړه مرکه واورئ.



کراچۍ کې د ۳ ګوندونو غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهره کړې ده

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف، جماعت اسلامي او لوی جمهوري اتحاد (ګرینډ ډېموکریټېک الاینس یا جي ډي اې) غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره کړې ده. دوی دا مظاهره تر هغې وروسته وکړه چې پولیسو د فبرورۍ پر ۲۴مه د سیند اسمبلۍ مخې ته د احتجاج پر مهال یوشمېر کسان ونیول. په هغه وخت کې په سیند اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند او متحده قامي موومېنټ ۱۴۷ غړو د خپلې دندې لوړه وکړه. پولیس وايي، هغه کسان یې د قانون ۱۴۴مې مادې د سرغړونې په تور نیولي دي. د هغې دفعې له عملي کېدو سره... Читать дальше...

د کردستان خلک پر کورک غره واورې ته خوشاله دي

Mashaalradio.com 

د عراق د کورواکه سیمې کردستان پر کورک غره تر ډېرې مودې وروسته واوره ورېدلې نو ځکه ګڼ سیلانیان ورغلي دي او هلته مېلې کوي. د کورک غره ته به پخوا هم د بغداد په ګډون له لیرې ځایونو سیلانیان ورتلل. له ښاري سیمو ورغلي سیلګري وايي چې طبیعي منظرې، واوره او غرونه خلکو ته سکون ورکوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *