له هغو څلورو ګوندونو پرته هم په بلوچستان کې د انتخاباتي نتیجو بدلېدو پرضد تازه احتجاجونه شوي دي. د عوامي نیشنل ګوند غړو او پلویانو په چمن کې پرلت وهلی دی او د کوټې او چمن ترمینځ یې لویه لاره تړلې ده.
په خوست کې یو شمېر خصوصي بنسټونه هغو سیمو ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه او درمل لیږي چې خلک يې په خپلو نږدې سیمو کې روغتیايي اسانتیاوې نه لري. دا ځل د خوست یعقوبیو ښارګوټي ته یوه ډله روغتیاپالان ورغلي او هلته يې د شکرې، زړه، لوړ فشار لرونکو او رواني ناروغیو ۳۵۰ ناروغانو کتنه کړې او هغوی ته يې وړیا درمل ورکړي دي. خلک د دې کار هرکلی کوي او له نورو بشرپالو ټولنو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې مرستې ورسره وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.