Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 18.02.2024

د پردې تر شا د دوحې غونډه او مهم بحثونه یې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې دوه ورځنۍ غونډې، لومړنۍ ورځ، د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په سلامشورو د تړلو دروازو تر شا پیل شوه. په دې غونډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د شاوخوا ۲۸ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی.

د بلوچستان ۴ ګوندونو د انتخاباتي درغلیو ضد کاربندیز کړی دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) اتحاد د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د ټګۍ پر ضد د کوټې په ګډون د بلوچستان په نورو برخو کې کاربندیز کړی دی. د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۸مه تر مازیګره په پښتون او بلوڅ مېشتو سیمو کې لوی سړکونه تړي ول. د مال وړونکو ګاډو ډرېوران وايي چې د لارو تړلو ورته ډېر تکلیف رسولی دی. هغه ګوندونه وايي چې په انتخاباتو او تر هغې وروسته په نتیجو کې ټګي شوې، خو انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي او وايي ټول بهیر شفاف وو. Читать дальше...

د بریتانیا پخوانی ډيپلومات: د افغانستان لپاره د م.م د ځانګړي استازي ګمارل به "ښه پرمختګ" وي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پخوانی ډيپلومات: د افغانستان لپاره د م.م د ځانګړي استازي ګمارل به "ښه پرمختګ" وي په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کې وایي، د دوحې له غونډې هیله مندي زیاته ده او په خبره یې د طالبانو له مخالفت سره سره که په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ګمارنې هوکړه وشي، ښه پرمختګ به وي.



بلوچستان کې د انتخاباتي درغلیو پرضد احتجاجي کاربندیز دی

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل، د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره پرلتوالو ته ويناوې وکړې.

الکسي ناوالني ژوند او مبارزې ته کتنه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اپوزیسون مخکښ سیاستوال الکسي ناوالنی ددې هېواد د یمالو نینتس سیمې په زندان کې د جمعې په ورځ ومړ. د کرملین دې 47 کلن منتقد دغلته د هغو تورونو له کبله په بند محکوم و چې ګومان کېږي تر ډیره یې سیاسي انګیزې درلودې.

په دوحه کې د افغانستان په اړه ۲ ورځنۍ نړیواله روانه ده

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویاند سټېفان دوجارېک ویلي دي چې د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه په ناست کې د افغانستان لپاره د هغه سازمان د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او ځینې افغان ښځې ګډون کوي.

د اب و هوا بدلون د کوچیو ځناورو ژوند ګواښي

Mashaalradio.com 

د حیواناتو د ژغورنې ادارې وايي، د اب و هوا یا اقلیم بدلون له وجې د کوچیو ځناورو شمېر کم شوی دی. په نړۍ کې داسې ځناور او مارغان شته چې د موسم له بدلېدو سره له خپل ټاټوبي څخه بلې سیمې ته ځي او چې په خپله سیمه کې یې موسم ښه شي، نو بیا ورستنېږي. ادارې وايي چې د واورینو سیمو د پړانګانو شمېر هم کم شوی دی. هغو ادارو پر حکومتونو د اب و هوا بدلون د مخنیوي په ترڅ کې د کړو ژمنو پوره کولو غږ کړی دی. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *