Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2024

Новости за 02.03.2024

د عمران خان پلويانو د پاکستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته محمود خان اڅکزی نومولی دی

Mashaalradio.com 

د مارچ په دویمه د اصف علي زرداري اسناد د پيپلز پارټۍ يو مشر فاروق اېچ نايک او د محمود خان اڅکزي اسناد د تحریک انصاف مخکښ لطیف کوسه په اسلام اباد هايي کورټ کې د پريزايډنګ افسر سره جمع کړل.

ساحل اداره: پاکستان کې ۲۰۲۳ز کال کې تر ۴،۰۰۰ زيات ماشومان ځورول شوي دي

Mashaalradio.com 

ساحل دا راپور د ۸۱ ورځپاڼو د راپورونو او له پولیسو څخه د اخیستو معلوماتو په اساس ترتیب کړی دی او شمیرې یې ښايي چې په پاکستان کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۱ ماشومان ځورول کیږي. د راپور لپاره د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون د ادارې سره مرسته کړی ده.

د هند مشهور غزلبول 'پنکج ادهاس' ولې د افغانانو ترمنځ ډېر شهرت لري؟

Pa.azadiradio.com 

د هند مشهور غزلبول پنکج ادهاس چې تېره اوونۍ ومړ، په افغانستان کې زیات مینه‌وال لري. یو شمېر افغان سندرغاړي د ادهاس سندرې په خصوصي محلفونو کې اجرا کوي. یو له دغو هنرمندانو څخه محبوب الله محبوب دی چې د ادهاس سندرې وايي. نور په ویډیو کې:

په افغانستان سړې هوا، واورې، بارانونو او سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د روانې کب میاشتې له لومړۍ نېټې تر دولسمې نېټې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سړې هوا، واورې، بارانونو او سېلابونو له امله ٢٠ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. نور په ویډیو کې:



پاکستان کې ورښتونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د مارچ په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د یادې صوبې په ډېرو سیمو کې د ورښتونو لړۍ روانه ده او د دوی ادارې په ټولو ضلعو کې له خلکو سره د مرستو لپاره په هلو ځلو لاس پورې کړی

خوست کې ځوانانو د ساتېري لپاره دمه ځایونه جوړ کړي دي

Mashaalradio.com 

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د زمبر په غرییزو سیمو کې یو شمېر رضاکارو ځوانانو د خلکو د ساتېري لپاره دمه ځایونه جوړ کړي دي. د صبریو سیمې ځوانان وايي خلک هڅوي چې د تفریح او دمې لپاره د یادې سیمې شنو او ځنګلیزو سیمو ته ورشي. هغه شنې او ځنګلیزې سیمې د خوست له ښاره شمال لور ته پر شاوخوا ۴۰ کیلوميټره پرتې دي. ويډيو رپورټ





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *