د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پاکستان له امريکا سره خپلو اړيکو ته ارزښت ورکوي.
د هند په جېپور ښار کې یوې مسلمانې کورنۍ په خپل کور کې د قران مجيد يوه تر ټولو لویه نسخه نندارې ته وړاندې کړې ده . دغه کورنۍ وایي د قران شریف دا نسخه ۱۰ فټه او پینځه انچه اوږده او اووه فټه او شپږ انچه پلنه ده او په دوو کلونو کې تیاره شوې ده چې هره ورځ یې خلک لیدو ته ورځي.
د عراق د کورواکه کردستان اکره (اقره) ښار د نوروز سر ښار بلل کېږي چې ورته د کلني جشن لمانځلو لپاره د خوا او شا سیمو خلک په ګڼ شمېر کې ورځي. سږکال هم په اکره کې د مارچ پر ۲۱ مه نوروز ولمانځل شو چې پکې ښځو، ماشومانو او سړيو ګډون وکړ.
په کندهار کې سرچینې وايي چې په نننۍ ځان وژونکې حمله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹ او د ټپیانو ۱۸ ته رسېدلی دی. ځايي اوسېدونکي له طالبانو د امنیت ټینګښت غواړي. نور په ویډیو کې:
پاکستان دریز لري چې په هغه هېواد کې د ناامنۍ په وروستیو پېښو کې هغه وسلوالې ډلې لاس لري چې په افغانستان کې دا مهال موجودې دي خو بل خوا د طالبانو حکومت ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو پېژندلی سندرغاړی سردار يوسفزی دی. نوموړي ګڼې سندرې ويلي چې د کېسټونو او انټرنېټي ويډيګانو له لارې خلکو ته رسېدلې دي. د يوسفزي ځينې سندرې مشهورې شوې هم دي. خو نوموړی وايي چې له تېرې څه مودې راهيسې يې د روزګار غمونه سېوا او هنري کارونه ټکڼي شوي دي. د سردار يوسفزي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولادیمیر پوتین بیا بریا نیوکې او غبرګونونه راپارولي دي. اروپايي ټولنې ویلي، دا ټاکنې ازاده او عادلانه نه وې. نور په راپور کې:
خواجه اصف د مارچ پر ۲۰مه له امریکا غږ ته په یوه مرکه کې دړکه ورکړه"پاکستان حق لري چې د افغانستان پر مخ لاره (هند سره د تجارت) وتړي."
د ترکیې د هوايي ډګر منتظمینو یوه پروژه پیل کړې چې پکې یو کس له سپیو سره ګرځي او د پروازونو په انتظار د ناستو خلکو د ساعت تېرۍ او اعصابو ارامولو هڅه کوي. منتظمین وايي، اوږده سفرونه د خلکو د ذهني پرېشانۍ سبب کېږي او د انسانانو او ځناورو ترمینځ رابطه د راحت باعث کېږي، نو ځکه یې دا کار پیل کړ. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.