د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې د شهباز شریف د نوي وزیراعظم جوړېدو وروسته د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر راتلونکي بحث شوی دی.
د پاکستان د چیف جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ نهه کسیزه جرګګۍ د مارچ پر شپږمه په خپل نظر کې ویلي دي چې د عدلیې کار خلکو ته انصاف ورکول دي او دا چې په تاریخ کې داسې ډېرې قضیې شته چې پکې سم قضاوت نه دی شوی.
د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل د راتلونکي ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی خپل نوماند ټاکلی دی.
په ازبکستان کې مېشت فارسي ژبې ويونکي (پارسیوانان) وایي چې هغوی خپل دودونه د خپل کلتور مطابق کوي. هغوی وایي زیاتره ځوانان یې روسیې ته د کار لپاره ځي او هلته چې پېسې وګټي نو د واده پر لګښتونو یې لګوي. هغوی زياتوي چې پر ودونو یې په زرګونه ډالره لګښت راځي. ویډیو رپورټ