په هرات کې د نارینه وو تر څنګ یو شمېر ښځې او نجونې هم پر نشه یي توکو معتادې دي چې الهامه هم له دې ډلې یوه ده. هغه چې ۱۳ کاله عمر لري، د سړکونو غاړه کې ژوند تېروي. دا راپور د الهامې د ژوند په اړه دی:
دا خبره د ګوادر پولیسو لخوا خبریالانو ته په لېږل شوي هغه یو بیان کې شوې ده چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی.
دا تر هغه وروسته ده چې د اسلام اباد های کورټ شپږو قاضيانو د مارچ پر ۲۵مه قاضي فایز عیسا ته ليک استولی وو چې پکې غوښتنه شوې وه چې په "عدالتي چارو کې دې د استخباراتي ادارو د مداخلې" په اړه پلټنې وشي.
د ټاکنو کمېشن د مارچ پر ۳۰مه، په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د سېنېټ انتخاباتو مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې د ۴۸ خالې څوکيو ډکولو لپاره د اپريل په دوېمه نېټه انتخابات وشي. د انتخاباتو لپاره ۱۴۷ نوماندانو کاغذونو جمع کړي ول.
د پېښور په حیات اباد کې د تاترې تاڼې د پولیسو یوه افسر د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پيښور او شاوخوا سیمو کې یې د افغان سیټیزن کارډ لرونکو کډوالو د استوګن ځایونو نقشې جوړول او د دوی تفصیلات راغونډول پیل کړي دي.
اروپا ته تلونکي بې اسناده کډوال تور پورې کوي چې د سربیا سرحدي ځواک سرتېري ورڅخه په سخته یخنۍ کې جامې (کالي) باسي. له هغو کډوالو څخه یې زیاتره د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ هېوادونو وګړي دي. په سربیا کې د بشري حقونو فعالان هم وايي چې له هغه هېواده د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د هغوی د بشري حقونو سرغړونې کېږي. خو د سربیا پولیس او پوله ساتي دا تورونه ردوي او وايي چې د هغو کډوالو د ایستلو لپاره یې هېڅ ناقانونه کاروايي نه ده کړې. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.
په هرات کې د نارینه وو تر څنګ یو شمېر ښځې او نجونې هم پر نشه یي توکو معتادې دي چې الهامه هم له دې ډلې یوه ده. هغه چې ۱۳ کاله عمر لري، د سړکونو غاړه کې ژوند تېروي. دا راپور د الهامې د ژوند په اړه دی: