دا تر هغه وروسته ده چې د اسلام اباد های کورټ شپږو قاضيانو د مارچ پر ۲۵مه قاضي فایز عیسا ته ليک استولی وو چې پکې غوښتنه شوې وه چې په "عدالتي چارو کې دې د استخباراتي ادارو د مداخلې" په اړه پلټنې وشي.
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې یو ۸۵ میټره اوږد وړوکی بند جوړ شوی دی. د سیمې اوسېدونکي وايي چې اوبو ته زیاته اړتیا لري او د وروستیو وچکالیو له وجې یې د سیمې ډېرې ویالې وچې شوې او په څاه ګانو کې اوبه کمې شوې دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.