Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2024

Новости за 23.03.2024

مسکو ته نژدې مرګونې حمله؛ داعش ولې روسیه په نښه کړه؟

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکي وايي، مسکو ته نژدې د تېرې شپې د مړو شمېر له ۱۳۰ کسانو واوښت او اټکل دی چې له دې به ډېر شي. د روسیې ولسمشر ادعا وکړه چې بریدګرو غوښتل چې اوکراین ته پناه یوسي، خو په وینا یې چې ونیول شول. خو اوکرایني چارواکو د پوتین دغه ادعا په کلکه رد کړه. د یادې حملې مسوولیت داعش ډلې منلی دی. خو ولې داعش په روسیه کې داسې اهداف په نښه کوي؟

مثلث: د اسلام اباد او کابل اړیکي د نویو تحولاتو په رڼا کې

Pa.azadiradio.com 

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه مرکز حمله وشوه، په پکتیکا او خوست کې پاکستاني الوتکو بمبارۍ وکړې، په کندهار کې ځان مرګی برید وشو، په ډیره اسماعیل خان کې پر پوځیانو ځان وژونکی برید وشو. طالبان وایي پاکستان دې خپله ستونزه په خپله حل کړي موږ دې نه ملامتوي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، له پولې ها خوا نور ترورزم ورته د زغم نه دی. دلته د دغو تحولاتو په رڼا کې بحث لیدلی او اوریدلی شئ

د پکتیا اوسېدونکي وايي چارواکي دې د خوړو بیې کنټرول کړي

Mashaalradio.com 

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي چې د ګردېز ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې دې د روژې په روانه میاشت کې د خوراکي توکيو بیو ته زیات پام وکړي. دوی زیاتوي چې اقتصاد يې کمزورۍ او نه شي کولای چې ګران خوراکي توکي واخلي. چارواکي وايي چې د نرخونو کنټرولو ته جدي دي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي. ویډيويي رپورټ.

اسلامي دولت وسلوالې ډلې د مسکو بريد مسوليت منلی دی

Mashaalradio.com 

د روسيې چارواکي وایي، د مارچ پر ۲۲مه مسکو ته نېږدې د يو کنسرټ پر مهال د وسلوالو په برید کې د وژل شویو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی دی. د روسیې د پلټنو کمېټۍ د مارچ پر ۲۳مه ویلي چې په دې پېښه کې ټپي شوي ۱۱۵ کسان په روغتون کې داخل کړل شوي دي. د مسکو په جنوبي څنډه کې د کنسرټ پر مهال د شوي دې برید مسوليت اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلی دی. ويډيو رپورټ.

په مسکو کې پر کنسرټ برید لږترلږه ۶۲ کسان وژلي دي

Mashaalradio.com 

د روسيې چارواکي وایي، د مارچ پر ۲۲مه د مسکو سره نېږدې د کراسنوګورسک په کروکس سټي هال کې د کنسرټ پر مهال د وسلوالو په برید کې لږترلږه ۶۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي. د مسکو په جنوبي څنډه کې د کنسرټ پر مهال د شوي دې برید ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې ده



شامي کردان د نوروز پر مهال ځانګړې جامې اغوندي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د روان کال د مارچ پر ۲۰مه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د نوروز خوشالۍ ولمانځل شوې، د شام کردانو د نوي کال د جشنونو پر مهال دودیز فېشن ته مخه کړې وه. د ایران، افغانستان، ترکیې، عراق او شام په ګډون په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۰۰ مېلیونه خلک په دغه ورځ یو بل ته د نوي کال مبارکي ورکوي او په ځانګړو دودیزو غونډو کې برخه اخلي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

د روسیې یوه سالون کې ډزې؛ لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پلازمېنې مسکو ته نژدې د کنسرت په یوه سالون کې لږترلږه ۴۰ تنه په ډزو وژل شوي دي. ایتارتاس خبري آژانس د روسیې د استخباراتو د ادارې "ایف‌ایس‌بي" FSB په حواله خبر ورکړی چې په پېښه کې له ۱۰۰ زیات نور کسان ټپیان دي. د بریدکوونکو شمېر د درېیو او پنځو کسانو ترمنځ و. داعش د پېښې مسووليت منلی دی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *