Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

سږکال د تیر پرتله پاکستان کې امنیتي پېښې شل سلنه زیاتې شوي

0

په پاکستان کې د شخړو او امنیت څیړنیز مرکز وايي، په ۲۰۲۵کال کې په دې هېواد کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.دغه مرکز په خپل کلني راپور کې چې د ډیسمبر په ۲۹مه خپور شوی ویلي چې د تیر کال پرتله په امنیتي بریدونو کې اوښتې مرګژوبله ۷۳سلنه لوړه شوې او له ۲۰۱۵کال راهیسې دا کال تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی.په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵کال کې تر ټولو ډیر ځانمرګي بریدونه شوي او ډیر مرګژوبله يې ملکیانو ته اړولې ده.د راپور له مخې، اکثره دغه امنیتي پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.په راپور کې وړاندې راغلي چې سږکال په ټول پاکستان کې څه باندې زر امنیتي پېښې ثبت شوي، خو په ۲۰۲۴کال کې د ورته پېښو شمیر ۹۰۸ ته رسیده.د راپور په ټکو، دغو امنیتي پېښو کې له ۳۳زرو ډیر کسان وژل شوي دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *