Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

Новости за 26.12.2025

جاپان د زیانګالو افغانانو د ملاتړ لپاره ۳ میلیون ډالره نوره مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د جاپان حکومت د افغانستان د زیانګالو قشرونو د ملاتړ لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي. د دې ادارې د پرونۍ خبرپاڼې له مخې، دا مالي مرسته به د افغانستان د بشري وضعیت ښه‌والي او لومړنیو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتولو په هدف ولګول شي. ویل شوي چې دا پروژه به په ځانګړي ډول د میندو، نوزېږو، ماشومانو او ځوانانو لپاره روغتیايي خدمتونه پیاوړي کړي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې مرستې یوه برخه به د هغو کورنیو او کسانو د روحي ـ ټولنیز ملاتړ د برابرولو... Читать дальше...

د سوریې د حمص په امام علي جومات کې چاودنې ۸ کسان وژلي او ۱۸ نور یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د سوریې روغتیايي چارواکي وايي، د جمعې په ورځ د حمص په امام علي جومات کې چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي. دا د سوریې د اوږدې مودې واکمن بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته پر یوه جومات د برید لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي. د سوریې دولتي خبري اژانس سانا په حواله، د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي چې په چاودنه کې اتلس نور کسان ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت دا "ترهګریز بمي برید" وباله او ویې ویل چې د عاملینو د تعقیب لپاره یې پلټنې پیل شوې دي. یوې اسلامپالې وسله والې ډلې د جمعې په ورځ د سوریې د حمص په دې... Читать дальше...

حضوري چمن؛ د کابل زړه کې له لسیزو سپیره ورزشي میدان چې اوس پکې کراچي وانان دیره شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د حضوري چمن چې له اوږدو کلونو راهیسې د ځوانانو او ځلمکیو لپاره د فوټبال او په را وروسته کې د کرکټ د تمرینونو او سیالیو ځای و، اوس د واټونو د سر پلورونکو او استفاده شویو توکو پلورونکو په بازار بدل شوی دی. د واټونو د سر یو شمیر پلورونکي وايي، له کومه وخته چې د دوی کراچۍ حضوري چمن ته لیږدول شوي، پلور یې کم شوی او دوی له ډیرو ستونزو سره مخ دي. په کابل کې یو شمیر وزرشکارانو او هم عامو خلکو د کابل ښاروالۍ په دې اقدام نیوکه کړې او ټینګار کوي چې حضوري چمن یو تاریخي او تفریحي ځای دی او باید په خپل اصلي حالت سره وساتل شي. Читать дальше...

د مې نهمې بلوو قضیې: د لاهور یو عدالت د تحریک انصاف یوشمېر سیاستوالانو ته د بند سزاګانې واورولې

Mashaalradio.com 

عدالت د ډېسېمبر پر ۲۶مه خپله تفصیلي لیکلې پرېکړه خپره کړې چې له مخې یې د لاهور په ګلبرګ کې د ګاډو او ودانیو سوځولو په قضیه کې د پي ټي ای میا محمود الرشید ته د ۳۳ کلونو د بند او ۶۰۰،۰۰۰ روپیو جرمانې سزا اورولې ده.

په غیرحکومتي موسسو کې د افغان ښځو پر کاربندیز د هغوی پر ژوند څنګه اغېز کړی؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار د طالبانو د حکومت لخوا له بندیزه درې کلونه اوړي، له دندو راګرځول شوې ځینې ښځې او نجونې وایي له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.

زیلنسکي: له ډونالډ ټرمپ سره د مهمې کتنې پلان لرم

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وايي چې په لنډ وخت کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ده د کتلو پلان جوړ شوی دی. ولودیمیر زیلنسکي پرون (پنجشنبې) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کتنه د کي‌یف او مسکو ترمنځ د سولې د هوکړې د ترلاسه کولو په هڅو کې مهم رول لرلی شي. ده، په خپل پیغام کې، چې أه ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړی، همداراز لیکلي، دا پرېکړه د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا د منشي، رستم عمروف، له هغه راپور وروسته شوې چې پکې له امریکايي چارواکو سره د وروستیو اړیکو په اړه معلومات ورکړل شوي وو. سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. Читать дальше...



د روغتیا نړیوال سازمان: د شري له امله مړینې ۸۸ سلنه کمې شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي دي چې د شري له امله مړینې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۸۸ سلنه راکمې شوې دي، او د واکسیناسیون هڅو په همدې موده کې نژدې ۵۹ میلیونه انسانان له مرګه ژغورلي دي. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، (د ډسمبر په ۲۵مه) په په خبرپاڼه کې وویل، سره له دې اوږدمهالو لاسته راوړنو، د شري ناروغي یو ځل بیا په نړیواله کچه د زیاتېدو په حال کې ده او دا چاره د ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د تېرو کلونو پرمختګونه له ګواښ سره مخامخ کوي. د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د... Читать дальше...

امریکا: د نایجریا په غوښتنه مو د داعش پر مورچلو هوايي بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدایالتونه وایي چې د نایجریا د حکومت په غوښتنه یې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د «اسلامي دولت» ډلې (داعش) پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي په څلورمه) اعلان وکړ چې د امریکا پوځ د نایجریا د سوکوتو ایالت په قلمرو کې د داعش پر وسله والو پوځي عملیات کړي دي. د هغه په وینا، دا عملیات د سیمې د مسیحیانو پر وړاندې د دې ډلې د بریدونو د مخنیوي په هدف شوي دي. د امریکا د پوځ د افریقا قوماندانۍ (افریکام) هم تایید... Читать дальше...

د استانبول پولیسو د داعش د احتمالي بریدونو د مخنیوي په لړ کې ۱۱۵ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د استانبول پولیسو د پنجشنبې په ورځ په امنیتي عملیاتو کې د «داعش» ترهګرې ډلې د غړیتوب په شک ۱۱۵ کسان نیولي دي. دا عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې د کرسمس د مراسمو او د نوي کال د لمانځنو پر مهال د احتمالي بریدونو په اړه خبرداري ترلاسه شوي وو. د استانبول د عمومي څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، د ۱۳۷ شکمنو کسانو پر ضد د نیولو حکم صادر شوی و، چې تور پرې لګېدلی و د کال د پای د جشنونو په ترڅ کې د بریدونو د تنظیم هڅه یې کوله. پولیسو د استانبول په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۲۴ ځایونو چاپې ووهلې، چې په پایله کې... Читать дальше...

اسراییلي امنیتي چارواکي له ایران سره د همکارۍ په تور یو کس نیولی

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو اسراییلي وګړی یې د ایران له استخباراتي ادارو سره د همکارۍ په تور نیولی دی. د د اسراییل د پولیسو او داخلي استخباراتو، شین‌بت د ګډې خبرپاڼې له مخې، دا کس تورن دی چې د ایراني عناصرو په لارښوونه یې د حساسو سیمو نقشې او عکسونه اخیستل، چې پکې د اسراییل د پخواني صدراعظم نفتالي بنت د استوګنې ځای هم شامل دی. د خبرپاڼې له مخې، نوموړي وروسته اخیستي تصویرونه د پیسو په بدل کې بهرنیو لورو ته لېږلي دي.

د ترکیې یوه کرنیزه سیمه کې لویې کندې ولې جوړېږي؟

Mashaalradio.com 

په تېرو کلونو کې د ترکیې په مرکزي زراعتي سیمو کې کروندګر له یوې بلې لویې ستونزې سره مخامخ شوي دي. د قونیې ولایت د کاراپینار په پټیو کې سلګونه لویې او ژورې کندې جوړې شوې دي. ځمکپوهان وايي، د دې کندو جوړېدو لامل اوږدمهاله وچکالي، د ځمکلاندې اوبو سطحې ټیټېدل او د کرنې لپاره له قانوني حده د زیاتو څاګانو (کوهیانو) کیندل دي. دوی وايي، دا کندې د اب و هوا یا اقلیمي بدلون یوه څرګنده نخښه ده چې کروندګر یې زښت اندېښمن کړي دي. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيو په جوړ رپورټ کې.

امریکایي الوتکو د نایجریا په شمال کې بمباري وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونو د نایجریا په شمال کې د اسلامي دولت( داعش) پر وسوله والو د نایجریا د حکومت په غوښتنه هوایي برید ترسره کړ. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې داعش په سیمه کې پر عیسویانو بریدونه کول. ولسمشر ټرمپ په « تروت سوشل» کې په یوه پيغام کې وویل، د اعلی قوماندان په توګه د ده په لارښووه، متحد ایالتونو د نایجریا په شمال لویدیځ کې د اسلامي دولت ډلې( داعش) پر ترهګرو یو پياوړی او وژونکی برید کړی او دا هغه کسان و چې په ځانګړي ډول یې بې ګناه عیسویان په نښه کول او هغوی یې په بیرحمي وژل. Читать дальше...

په افغانستان د بریښنا له پارچوۍ یوشمیر خلک شکایت لري

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې په هرات ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش ۹ پروژې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوې او یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې ، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ځیني اوسېدونکي په دې هېواد کې د برېښنا د کمښت له ستونزې شکایت کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون غړی محمد حامد میوند وفات شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر او د تدریساتو د برخې مسوول محمد حامد میوند د پنجشنبه په ورځ په کابل کې ومړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه بیان کې د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې محمد حامد میوند کلونه کلونه د افغانستان د فوټبال د روزونکو او حکمانو په روزونه کې مهمه ونډه لرله. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د محمد حامد میوند د مړینې علت نه دی څرګند کړی، خو یوشمیر کورنیو رسنیو لکه طلوع نیوز یوازې دومره ویلي دي چې نوموړي په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هرات کې د نژدې څلور میلیارډه افغانۍ په ارزښت پروژې پرانیستل شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د بریښنا د لیږد او ویش څلور پروژې پيل او پنځه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پرروژې چې نژدې څلور میلیارډه افغانۍ لګښت لري، پرون پرانیستې. د پرانیستو په غونډه کې ښاغلي برادر وویل چې د دې ټولو پروژو له بشپړیدو سره به د هرات صنعتي پارکونو او صنعت کارانو ته څلرویشت ساعته بریښنا چمتو شي. افغانستان خپله لویه برخه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي او په ژمي کې چې د بریښنا لګښت ډیریږي د کابل په شمول په لویو ښارونو کې د بریښنا پارچوي زیاتیږي.

د افغانستان او پاکستان له ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلو سیالي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه وکړي. دا لوبه به د زیمبابوې په پلازمېنې هرارې کې ترسره شي. د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې له نولس کلونو کم عمره لوبډلو په خپلو کې یو لړ مسابقې پیل کړې دي چې پرون یې لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ وه. په دې لوبه کې افغان بالرانو د زیمبابوې ټول لوبغاړي د (۹۰) منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځول او په ځواب کې یې د افغانستان لوبغاړو اته شپیته منډې کړې وې، یو لوبغاړی... Читать дальше...

هه نګاو: ایران سږ کال ۶۵ افغانان اعدام کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران د نذیر په نوم یو افغان اعدام کړ. د بشري حقونو سازمان ( هه نګاو) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوه افغان په ګډون د ایران په څو زندانونو کې دولس بندیان اعدام شول. د بشري حقونو موسسې له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د اعدام پر سزاګانو نیوکې کوي او وایي چې نه محکمې عادلانه دي او نه هم شفافې. د هه نګاو د راپور له مخې د کال له پیله تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه یو زر دوه تنه اعدام شوې دي چې پنځه شپیته یې افغانان دي.

اسراییل په لبنان کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وژلی

Pa.azadiradio.com 

اسراییل وایي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو مهم غړی یې په لبنان کې وژلی دی. د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې حسین محمود مرشد الجوهري د استخباراتو او داخلي امنیت د ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د لبنان په نصریه سیمه کې ووژل شو. د اسراییل د پوځ په وینا الجوهري له سوریې او لبنان څخه د اسراییل پرضد پلانونه جوړل. ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *