د ملګرو ملتو یوشمیر مرستې د پاکستان لورته په تورخم کې د لارې پرانیستو ته انتظار دي
د پاکستان د ګمرک چارواکي وایي، نن د خوړو نړیوالې ادارې له لورې شاوخوا نهه موټر تورخم ته رسیدلي دي او د اداري کارونو له خلاصیدو وروسته به اجازه ورکړي چې د افغانستان لور ته واوړي.
په دې موټرو کې خوراکي مواد بار دي.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي صدیق اکبر نن( د ډسمبر ۳۱ مه) د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې له لورې دوی ته ویل شوې دي چې تر هغو دا موټر مه پریږدئ چې د افغانستان د لورې اجازه یې نه وي ترلاسه کړې.
د افغان طالبانو له لورې تر اوسه د دې موټرو د ورپریښودو په اړه څه نه دې ویل شوي.
پاکستان په اکتوبر کې له افغانستان سره تر جګړې وروسته دا لارې بندې کړې، بیا افغان طالبانو وویل چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغو بندې وي چې اسلام اباد بشپړ تضمین نه وي ورکړی چې دا لارې به بیا د سیاسي شخړو له امله نه تړي.
