Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 05.11.2023

کرکټ نړیوال جام؛ هند جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې هند نن جنوبي افریقا ته د ۲۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. هند د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره جنوبي افریقا ته د ۳۲۷ منډو هدف ټاکلی و، خو جنوبي افریقا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۸۳ منډې وکړې. هند چې د دې جام کوربه دی، د جډول په سرکې ځای لري او هیڅ یوه لوبه یې تراوسه نده بایللې. ټاکل شوې چې سبا بنګله دېش له سریلانکا سره د سیالۍ ډګرته ووځي. په دې جام کې د افغانستان اتمه لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ له استرالیا سره ده. افغانستان څلورلوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.

اوکراین د خپلو ۲۰ سرتېرو د وژل کیدو په اړه څېړنې پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د روسیې د میزائیلو په حمله کې د اوکراین څو سرتېري ووژل شول، د اوکراین چاراکو د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته څېړنې پیل کړې دي. پرافدا خبري رسنۍ د اوکراین د چارواکو په وینا راپور ورکړی، چې د نوامبر پر درېیمه په جنوبي سیمه زاپوریژیا کې د هغې حملې له کبله د اوکراین ۲۰ سرتېري وژل شوي وو. د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې د دغې حملې شرایط او څرنګوالي نه شي تاییدولی. د اوکراین دفاع وزیر رستم عمروف دا یوه غمیزه بللې او د بشپړو څېړنو غوښتنه یې کړې ده. د اوکراین پوځ نه دي ویلي په هغه پېښه کې یې څوک سرتېري وژل شوي دي.

ملا برادر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وکتل. د ملا برادر دفتر په په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي او نورو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وشوې. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان غواړي چې د ایران له لارې خپل صادرات او واردات زیات کړي او په دې برخه کې یې له ایرانه د ملاتړ غوښتنه کړې ده. ملا عبدالغني... Читать дальше...

منزه کاکړ: پاکستان اسناد لرونکي افغان کډوال هم په زوره باسي

Pa.azadiradio.com 

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منزه کاکړ ادعا کوي چې پاکستاني پولیس هغه کډوال هم افغانستان ته ستنوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له‌خوا ورته کارتونه ویشل شوي دي. هغې په خپله اېکس‌پاڼه د یو شمېر افغان کډوالو ویډیوګانې او د هغوی دا ډول کارټونه هم خپاره کړي دي. په یوې ویډیو کې چې اغلې کاکړ خپره کړې لیدل کېږي چې یو افغان کډوال وايي، مېرمن یې سره له دې چې د کډوالۍ کارت درلود، بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوې ده. اغلې کاکړ ازادي راډیو ته وویل، د پاکستاني پولیسو... Читать дальше...

کولي له ټنډولکر سره خپلې سلیزې برابر کړې

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ پخواني لوبډلمشر ویرات کولي د نړیوال جام په ۳۷مې سیالۍ کې د سویلي افریقا پر وړاندې سلیزه ووهله. دا په یو ورځنیو سیالیو کې د ویرات کولي ۴۹مه سلیزه وه. تر نوموړي وړاندې د هند بل لوبغاړي سچن ټنډولکر په یو ورځنیو سیالیو کې ۴۹ سلیزې وهلې وې. تر یادو لوبغاړو پرته د کرکټ په نړۍ کې تر دې دمه په یو ورځنیو سیالیو کې په دې تعداد سلیزې هېڅ لوبغاړي نه دي وهلي. ښاغلي کولي نن د هند د کلکتې ښار په اېډن ګاډن لوبغالي کې ۱۲۱ توپونه ولوبول، لس څلوریزې یې ووهلې او ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې یې وکړې. ... Читать дальше...



په افغانستان کې د بې کارۍ له زیاتوالي شکایتونه؛ یو رنگمال: په یوه اوونۍ کې هم کار نه پیدا کیږي

Pa.azadiradio.com 

شماری از کسبه‌کاران در شهر کابل می‌گویند، در حالی که وضعیت اقتصادی خوبی ندارند، رسیدن زمستان و بازگشت ده‌ها هزار مهاجر افغان به مشکلات بیکاری در کشور خواهد افزود.

افغان محصلانو ته د پاکستان د تعلیمي بورسونو اعلان؛ غبرګونونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر محصلانو او د پوهنتون استادانو د پاکستان له‌خوا افغان محصلانو ته د لوړو زده‌کړو برخه کې پر تازه اعلان شويو بورسونو غبرګون ښودلی. دوی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، پاکستان له یوې خوا پر افغانانو بده ورځ جوړه کړې او هره ورځ سلګونه او زرګونه افغانان په بد وضعيت له خپل هېواده باسي او بل پلو بيا افغانانو ته بورسونه اعلانوي. نورکمال ارشاد چې تازه يې کابل پوهنتون کې ماسټري بشپړه کړې او د نورو زده کړو د بشپړولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته د بورسيو په لټه کې دی وايي، پاکستان په ايستل شويو کډوالو کې... Читать дальше...

د غزې جګړه کې د وقفې غوښتنې؛ د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلو برید کې ۳۸ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو پر یوه کمپ د اسرییل په تازه حمله کې د ۳۸ کسانو د مړینې خبر داسې وخت ورکول کېږي، چې له اسراییل غوښتل شوي، چې په جګړه کې وقفه راولي. د امریکا متحدو ایالتونو هم اړو ملکیانو ته د مرستو رسېدو لپاره په جګړه کې د وقفې غوښتنې کړې دي. د فلسطیني ادارې د مشر ویاند ویلي، محمود عباس د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره په کتنه کې د فوري اوربند غوښتنه کړې، چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږد ته زمینه برابره شي. بلېنکن نن په ناڅاپي سفر اشغال شوې سیمې لوېدیځې غاړې ته لاړ،... Читать дальше...

له پاکستانه زرګونه نور بې اسناده کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي

Mashaalradio.com 

چارواکي وايي، ځينې افغان کډوال د لواړګي (لنډي کوتل) لنډمهالي کیمپ ته لېږدول کېږي او ځینې یې بیا مستقیماً تورخم ته استول کېږي. اخوا په چمن کې چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې یې تر ۵۰،۰۰۰ پورې افغانان سپین بولدک ته لېږدولي دي.

د پکتیا د مڼو فصل سږکال اغېزمن شوی

Mashaalradio.com 

پکتیا د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې مڼې يې د خوند، رنګ او کیفیت له اړخه په داخل او له هېواده بهر مینه وال لري خو بڼوال وایي، سږ کال هلته د مڼو فصل د پخوا په شان نه دی شوی. دوی د ولایت له اړونده ادارو او نړیوالو بنسټونو څخه د مڼو باغونو ته د اوبو د دایمي سیسټم غوښتنه کوي. تفصیل په ویډیو کې

نیپال: له مرګونې زلزلې وروسته تېره شپه زرګونه تنو په سړه او خلاصه فضا کې تېره کړه

Pa.azadiradio.com 

د نیپال د شمال لوېدیځ په یوه غرنۍ سیمه کې زرګونو کلیوالو تېره شپه، چې هوا هم ډېره سړه وه، په پرانیستې فضا کې تېره کړه. دا وروسته له هغې چې یوې زلزلې لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه کړل او ګڼ کورونه یې یا تخریب، یا هم ویجاړ کړل. د جمعې ناوخته زلزلې له کبله زیاتو کورونو ته په ججارکوټ ولسوالۍ کې زیان اوښتی دی، حتی ځینې کانکرېټي کورونه هم په ښارګوټو کې زیانمن شوي دي. محلي رسنۍ وايي زیات کسان د کورونو نړېدو په پېښه کې مړه شول، دغه کورونه له ډبرو او چهارتراشونو جوړ وو، چې د زلزلې شدت ونړول.

جرمني: د یرغمل نیونې د وضعیت مهارولو لپاره هامبورګ هوایي ډګر نن هم تړلی دی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني چارواکي وايي، د هامبورګ ښار هوايي ډګر نن هم تړلی دی، چې هلته د یرغمل نیونې له کبله راغلی وضعیت مهار شي. د شنبې پر ماښام دغه هوايي ډګر د الوتکو د الوتو او کښېناستو پرمخ وروسته له هغې وتړل شو، چې هلته یوه ۳۵ کلن سړي له موانعو تر اوښتو وروسته له خپلې ۴ کلنې لور سره تر یوې الوتکې لاندې خپل موټر ودراوه. د پولیسو یوه ویاند ویلي، د دوی عملیات لا هم دوام لري او له هغه کس سره مذاکرې روانې دي. د جرمني پولیسو ویلي چې د ماشومې مور ورته ویلي چې د ماشوم پلار له هغې سره د پېښې پر مهال په تماس کې و. Читать дальше...

د روسیې پوځ: اوکراین مو په کریمیا کې د کښتۍ جوړولو پر سیمې برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پوځ وايي د اوکراین له خوا یوه توغول شوي میزاییل په الحاق شوې سیمه کریمیا کې د کښتیو جوړولو په یوه ساحه کې د روسیې یوه کښتۍ زیانمنه کړې ده. د روسیې دفاع وزارت پرون ناوخته ویلي، چې د اوکراین ځواکونو په کرچ کې د زالیف په نوم د کښتیو جوړولو پر ساحه ۱۵ کروز توغندي ویشتلي دي. د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د دوی د هوايي مدافع دستګاوو ۱۳ میزاییل نسکور کړي، نور یې پر دې ساحه لګېدلي او یوې کښتۍ ته یې زیانونه اړولي دي. وزارت د دې کښتۍ او د زیانونو د اندازې په باب څه نه دي ویلي.

افغانستان مېشتي وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوال وايي چې پر څه باندې نهه کلونو تېرېدو سربېره یې حکومت لا هم خپلو کلیو ته نه ستنوي. هغه خلک په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال افغانستان ته کډه شوي ول چې څه باندې ۹،۰۰۰ کورنۍ یې لا هم په خوست او پکتیکا کې مېشتې دي. کډوال وايي چې حکومت دې یې خپلو کلیو ته ستانه کړي. پاکستانیو چارواکو په تېرو کلونو کې شاوخوا ۱۱،۰۰۰ کورنۍ ستنې کړې دي. چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې ځینې سیمې لا هم له وسلوالو پاکې شوې نه دي نو ځکه هغه کورنۍ سیمې ته نه شي ستنولای. Читать дальше...

روغتیایي چارواکي: د غزې د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلو برید لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییل جنګي الوتکو نن سهار په غزې تړانګه کې د کډوالو پر یوه کمپ حمله کړې او لږ تر لږه ۳۸ کسان یې وژلي او ۴۲ نور ټپیان کړي دي. دا حمله داسې وخت کېږي، چې اسراییل ویلي، تر هغو چې پر غزه د حماس ډلې واکمنان ختم شوي نه وي، د دوی عملیات به دوام کوي. دا ټینګار داسې وخت کېږي، چې د امریکا متحدو ایالتونو اړو ملکیانو ته د مرستو رسېدو لپاره په جګړه کې د وقفې غوښتنې کړې دي. د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې د مرګ ژوبلې زیاتېدو په نړیواله سطحه غوسه پارولې... Читать дальше...

د طالبانو د حکومت پلاوي د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمیسیون په غونډه کې برخه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت یو هیئت تهران ته له رسېدو وروسته، تېر مازیګر د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ. د ایران د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم، د سوداګرۍ، ټرانزیت، انتقالاتو، ګمرک او چاپېریال په برخو کې د ګډو کاري ډلو ایجاد په دې غونډه کې د بحث عمده ټکي وو. د طالبانو ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیئت پرون شنبه تهران ته لاړ. طالبانو ویلي، چې دغه سفر د ایران په رسمي بلنه شوی دی. د ایران په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست... Читать дальше...

پاکستان: تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۱۵ زره نور افغان کډوال هم ووېستل

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان چارواکو نن ویلي، چې ۱۵زره نور افغان کډوال یې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته اخراج کړي دي. د پاکستاني حکومت د شمېرو له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څلورو ملیونو او څلور سوه زره کسانو ته رسېږي، چې یو ملیون او اووه سوه زره یې قانوني اسناد نه لري. پاکستان د اکتوبر تر ۳۱مې دغو بې اسناده کډوالو ته مهلت ټاکلی و، چې له پوره کېدو سره یې افغانستان ته د دوی د اخراج پروسه ګړندۍ شوه. د پاکستان پر دغه اقدام ګڼو لوېدیځو حکومتونو او د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي دي. د پاکستان... Читать дальше...

ملګري ملتونه: پر کوکنارو بندیز افغان بزګرانو ته څه باندې یو میلیارد ډالره تاوان اړولی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یو راپور وايي، په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د طالبانو له بندیز وروسته افغان بزګرانو د کوکنارو د خرڅلاو له درکه څه باندې یو میلیارد امریکايي ډالره زیان ګاللی دی. د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNODC) نن یکشنبه په یوه راپور کې ویلي، کله چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبان واک ته ورسېدل افغانستان د نړۍ په سطحه د تریاکو عمده تولیدوونکی و. د دې ادارې په وینا، طالبانو ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د مخدره موادو د کښت او تولید صنعت ختموي... Читать дальше...

ملګري ملتونه: موږ سره ثبت کډوال له پاکستان څخه نه اېستل کیږي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ویستو په اړه د پاکستاني حکومت د عملیاتو په پنځمه ورځ په دې هېواد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د ثبت" "POR او د افغانستان د تابعیت "ACC"کارټ لرونکي د په زوره ستنونې  پلان څخه معاف دي. په پاکستان کې د UNHCR دفتر دا خبر نن په خپله رسمي فیسبو‌ک‌پاڼه خپور کړی او ترڅنګ یې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دې سند لرونکو ته ډاډ ورکړي چې د دوی د ځورونې سره مخ نه‌دي. په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري داسې مهال دا خبر... Читать дальше...

نېمروز؛ د انساني قاچاق ګرم بازار

Pa.azadiradio.com 

د نېمروز ولایت مرکز زرنج ښار، د انساني قاچاق د بازار مسیر دی. قاچاقبران هره ورځ پر دغه ښار لسګونه کسان پر کږلېچنو او خطرناکو لارو ایران ته بیایي. په دې راپور کې مو څو داسې ځوانان غږولي، چې په دې خطرونو خبر دي، خو بیا هم د سر په بیه ایران ته قاچاقي روان دي.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هند او جنوبي افریقا یو بل ته مخامخ شوي دي

Mashaalradio.com 

د ۵۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې هند او جنوبي افریقا یو بل ته مخامخ شوي دي.  د نومبر پر پینځمه د هند د کلکتې په عدن ګارډنز (باغونو) لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه هند وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.  تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې پاکستان او بله یې اسټرالیا وګټله. په بنګلور کې په لومړۍ سیالۍ کې پچه پاکستان وګټله خو نیو زیلینډ ته یې د بیټېنګ بلنه ورکړه. نیو زیلینډ په ټاکلیو ۵۰ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۱ منډې جوړې کړې. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *