نړیوال جام؛ د لیګ پړاو سیالۍ د هندوستان په یوې بلې اتلولۍ سره پای ته ورسېدې
د کرکټ نړیوال جام د لیګ پړاو وروستۍ سیالي د نومبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د هندوستان په بري سره تمامه شوه. هندۍ لوبډلې د ۱۶۰ منډو په توپیر نیدرلینډ ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د لیګ پړاو پرته له کومې ماتې بشپړ کړ. نن هند د شریس ایر او کیل راهول د سلیزو پر مټ ۴۱۰ منډې کړې وې. نیدرلینډ بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړې. شریس ایر د دې لوبې د غوره او اغېزمن لوبغاړي جایزې وګټلې. هند په روان نړیوال جام کې یوازینۍ لوبډله شوه چې په لیګ پړاو کې یې ټولې لوبې وګټلې. ټاکل شوې چې لومړنۍ... Читать дальше...