کابل؛ کوټه سنګي کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي
د کابل په کوټه سنګي کې نن شپه د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د طالبانو یوه مخالفه جبهه ادعا کوي چې په کوټه سنګي کې یې څلور طالبان وژلي او درې نور ژوبل کړي دي. د سیمې څو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د ډزو او چاودنو غږ یې اورېدلي دي. د ازادۍ جبهې پر خپله اېکسپاڼه یوه ویدیو خپره کړې چې د ډزو ږغونه پکې اورېدل کېږي. تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.