Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 30.11.2023

په کندهار کې سړه هوا او د ماشومانو د تنفسي ناروغیو زیاتېدل

Pa.azadiradio.com 

د دې ولایت میرویس روغتون له هغو ماشومانو ډک دی چې په تنفسي ناروغیو اخته دي. ډاکتران وایي، د هوا په سړېدو سره د ناروغو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی. په دوی کې ډېر د بې‌وزلو کورنیو ماشومان دي چې یا سرپناه نه لري او یا د کورونو د تودولو امکانات ورسره نه شته.

په پټه محرومو افغان نجونو ته د زده کړو ورکول؛ یو الماني بنسټ د دې ښوونځیو مسوولانو ته جایزه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

اکسل اسپرينګر شرکت خپله د زړورتیا جایزه هغو ناپېژاندو اتلانو ته ورکړه چې په افغانستان کې د پټو ښوونځیو له لارې له زدکړو منع شویو نجونو ته زدکړې ورکوي. د اکسل اسپرينګر په نوم یوې آلمانۍ رسنۍ او د ټکنالوژۍ شرکت په افغانستان کې د پټو کورنيو ښوونځیو مسوولانو ته د دغه شرکت د زړورتیا جایزه ورکړه. د پنجشنبې په ورځ اکسل اسپرينګر په افغانستان کې د پټو ښوونځیو مسوولان ناپېژانده اتلان وبلل. ياد سازمان ویلي چې د اکسل اسپرينګر ازادۍ بنسټ د زړورتیا جایزه ګټونکي د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان... Читать дальше...

له عمران خان بغیر د تحریک انصاف مستقبل څه کېدای شي؟

Mashaalradio.com 

د ګوند په حیث د تحریک انصاف مشکلات تر هغې وروسته پیل شول چې کله په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شاملو ګوندونو د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې عمران خان د عدم اعتماد له لارې د وزیراعظمۍ له څوکۍ ګوښه کړ.

ځینې افغانان: پاکستاني پولیسو د لوېدیځو هېوادونو د کېس لرونکو افغانانو نیول هم زیات کړي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ له چټکېدا سره یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ادعا کوي چې پاکستاني پولیس لوېدیځو هېوادونو سره د کېس لرونکو افغانانو نیول هم زیات کړي دي. په پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال چې د اقامت اسناد او په لوېديځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې کېسونه لري، وايي چې د دغه هېواد د پوليسو له خوا ځورول شوي او نیول شوي دي. افغان کډوال زبیر الکوزی چې په اسلام اباد کې اوسېږي ادعا کوي چې د اوسېدنې اسناد او څو لوېدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتنې کېسونه لري، خو بیا هم د چهارشنبې... Читать дальше...

پولیسو ته د پاکستاني چارواکو نوی امر: له بلوچستانه په یوه ورځ ۱۰زره افغان کډوال وباسئ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، پولیسو ته یې امر کړی چې له دې ایالت څخه په یوه ورځ کې ۱۰ زره افغان کډوال وباسي. د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی جان اڅکزي نن وویل، چارواکو پولیسو ته ویلي چې بې اسناده افغان کډوال ونیسي او افغانستان ته یې واستوي. پاکستاني چارواکي وايي، ځینې بې اسناده افغان کډوال د پاکستان لېرې پرتو سیمو ته تللي چې ونه نیول شي. اټکل کېږي چې په پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو شمېر یو میلیون او ۷۰۰ زرو ته رسېږي، خو په تورخم او... Читать дальше...

سني خان ترک وايي د هنر هدف يې په ښکلې موسيقۍ کې ښه شعر ويل دي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې د اوګۍ کلي دی خو يوه موده وشوه چې له خپلې کورنۍ سره په کاناډا کې اوسي. ترک وايي، شاوخوا ۲۰ سندرې يې خپرې کړي چې زياتره ولسي دي. دی زياتوي اوسمهال کوښښ کوي چې غزل ويل زده کړي او د پښتو د نومياليو شاعرانو شعرونه ووايي. د سني خان ترک خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: پاکستان دې له خطر سره مخامخ افغانان نه باسي

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وایي، پاکستان دې د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی. یاد سازمان د نومبر پر ۳۰مه په دې اړه د خپلو موندنو راپور هم خپور کړ او و یې ویل چې د پاکستان چارواکو او پولیسو له افغان کډوالو سره په "پراخ کچ ناوړه چلند" کړی دی. د سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي مشال راډیو ته وویل، "د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې افغان پناه غوښتونکو ته د اخراج مهلت ختم کړي او اجازه ورکړي... Читать дальше...



له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو زور زیاتی؛ جینیوا کې پرې فعالانو اعتراض کړی

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالانو په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخته له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اعتراض وکړ. د دغه غورځنګ یوه فعال فضل الرحمان افریدي پرون چهارشنبې رسنیو ته وویل، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او باید پاکستان د افغانانو د ایستلو بهیر سمدلاسه ودروي. د بشري حقونو د څار سازمان هم په وروستي راپور کې پاکستاني پولیس د افغان کډوالو په ځورولو، بندیانولو او نورو زور زیایتو تورن کړي دي. پاکستان د اکتوبر په... Читать дальше...

د بدخشان په کشم بازار کې اورلګېدنه؛ عبدالصبور: ماته دوه میلیون افغانۍ زیان اوښتی

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې د اور لګېدنې له امله تر ۲۰ ډېر دوکانونه سوځېدلي دي. عبدالصبور د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د بازار یو دوکاندار دی چې د چهارشنبې په شپه یې دوکان سوځېدلی دی. نوموړي چې په دغه بازار کې د موبايلونو د پلور دوکان درلوده، ادعا کوي چې د دې اورلګېدنې په پايله کې شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زيان ور اوښتى او هېڅ ور پاتې نه دي. هغه ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي پر وخت د اور وژنې سیمې ته ور رسېدل، خو په خبره یې د اور د کنټرول لپاره یې امکانات او مسلکي کسان نه درلودل. Читать дальше...

اسلامیک ریلییف: له پاکستانه ستانه کړای شوي ۹۰ سلنه افغانان کورونه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د اسلامیک ریلییف نړیوال سازمان وايي، په داسې حال کې چې ژمی هم را روان دی، افغانستان ته له پاکستان څخه ۹۰ سلنه راستانه شوي کورونه نه لري. دې سازمان په هغه سروې کې چې د نومبر په ۲۹مه یې خپره کړې، ویلي چې ۳۲ سلنه تازه راستانه شوي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او ۶۸ سلنه یې روغتیايي ستونزې لري. په سروې کې ویل شوي، ډېرو هغو افغانانو چې په پاکستان کې یې خپل ژوند جوړ کړی و، وطن ته له راستنېدو وروسته له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شوي دي. د دې سروې په راپور کې د اسلامیک ریلییف د افغانستان څانګې د مشر... Читать дальше...

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: د نړۍ غوښتنې د منلو نه دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، د نړۍ غوښتنې ورته د منلو نه دي. په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د طالبانو حکومت پر نجونو او ښځو د کار او زده کړو د بندیز له امله له ګڼو انتقادونو سره مخ دی، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم یوځل بیا ویلي چې دوی به هیڅکله د نړۍ غوښتنې ونه مني. هغه د کابل طبي پوهنتون څخه د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د طالبانو حکومت به تل په افغانستان کې د اسلامي اصولو او افغاني دود او کلتور پر تطبیقولو ولاړ... Читать дальше...

اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس؛ د طالبانو حکومت پرې اعتراض کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په متحده عربي اماراتو کې د ملګروملتو د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې د دوی د استازو ته د بلنې نه ورکول، د افغانستان پر وړاندې لوی ظلم وباله. د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس نن په دوبۍ کې پیلېږي. د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په دې اعتراض کړی چې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته د دوی استازی نه دی بلل شوی. دې ادارې ویلي چې د اقلیمي بدلون ستونزه نړیوال اقدام ته اړتیا لری. پرون د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیمي بدلون د کنفرانس په درشل کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې په... Читать дальше...

په پکتیا، کونړ او ارزګان کې د درېیو خبریالانو د خوشې کېدو هرکلی وشو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز په پکتیا، کونړ او ارزګان کې د درې خبریالانود خوشې کېدو هرکلی وکړ. دغه مرکز نن ویلي چې دا درې خبریالان بې دلیله په اګست میاشت کې نیول شوي وو. د افغانستان د خبریالانو مرکز پر طالبانو غږ کړی چې ټول خبریالان خوشي کړي او د هغوی تعقیب او ځورول ودروي.

په ۹ ولایتونو کې د ورښتونو او احتمالي سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د ورښتونو او احتمالي سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده. د دې ادارې پر اساس، نن او سبا په لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، نورستان، کونړ، بدخشان، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو احتمال شته. د هواپېژندنې ادارې د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۰ میلي مترو پورې اټکل کړې ده.

د بشري حقونو څار سازمان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغانانو ایستل ودروي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، پاکستان دې د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي چې د دوی په باور ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی. دغه سازمان پرون چهارشنبې په دې اړه د خپلو ارزونو راپور هم خپور کړ او ویې ویل، د پاکستان چارواکو او پولیسو له افغان پناه غوښتونکو سره په پراخ ډول ناوړه چلند کړی دی. د یاد سازمان د افغانستان د څانګې څیړونکې فرشتې عباسي ازادی راډیو ته وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له دولته غوښتي چې افغان پنا غوښتونکو ته د اخراج مهلت له منځه یوسي او اجازه ورکړي... Читать дальше...

راشدخان له جراحي عملیاتو وروسته یو وار بیا تمرینونه پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان له جراحي عملیاتو وروسته یو وار بیا تمرینونه پیل کړي دي. د افغان ملي لوبډلې بل لوبغاړي رحمت شاه پر خپلو ټولنیزو پاڼو له راشد خان سره په جیم کې د ګډو تمرینونو تصویر خپور کړی دی. رحمت شاه لیکلي، راشد خان تر عملیاتو وروسته د نومبر په ۲۹مه نېټه په لندن کې په لومړي ځل تمرینونه وکړل. راشدخان د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د لندن په یوه روغتون کې د ملا عملیات وکړل. نوموړي تر عملیات وروسته ویلي و، ډاکترانو ورته ویلي چې له یوې نیمې تر دوو میاشتو پورې ارام وکړي. Читать дальше...

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي د حلقه بندیو وروستی فهرست خپروي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن یو ویاند وايي، د قامي او څلورو صوبايي اسمبلیو لپاره د حلقه بندیو د غیر حتمي فهرست په اړه د اعتراضونو او غوښتنلیکونو د اورېدو بهیر بشپړ شوی او اوس د سږنۍ برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنې پر اساس د حلقه بندیو وروستی نوملړ خپروي.  په پېښور کې د کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې ویاند سهېل احمد د نومبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل، "په حلقه بندیو کې چې رد و بدل وو [چې په اړه یې] الېکشن کمېشن اورېدنې وکړې، ډېر زیات اپیلونه (غوښتنلیکونه) ول، د هغې په رڼا کې به الېکشن کمېشن د قامي اسمبلۍ... Читать дальше...

د کویت امیر شېخ الصباح په روغتون کې بستر شوی

Pa.azadiradio.com 

د کویت دولتي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد امیر شېخ نواف احمد جابر الصباح په روغتون کې بستر شوی دی. د دې خبر خپرېدو د کویت د ۸۶ کلن امیر د روغتیا په اړه اندېښنه زیاته کړې ده. الصباح په ۱۳۹۹ لمریز کال د کویت امیر شو. د کویت دولتي خبري اژانس د امیر د ناروغۍ او بستر کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

ایران: افغانستان ته د سوداګریزو مالونو ترانزیت زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي چې د دغه هېواد د جنوبي خراسان ولایت د ماهي رود ګمرک له لارې افغانستان ته سوداګري مالونو ترانزیت ۱۱۰ سلنه زیات شوی دی. ایراني رسنیو د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو د عمومي رييس محمد کوهګرد په قول ویلي چې په تېرو ۸ میاشتو کې له دې لارې د سوداګري مالونو صادرات په کمساري ډول ډېر شوي دي. د پاکستان له لوري افغانستان ته په ترانزیت کې له بیا- بیا ستونزو وروسته افغان سوداګر اړ شوي چې متبادلو لارو ته مخه کړي. کوهګرد وايي چې په اتو میاشتو کې افغانستان ته ۱۵۶ زره ۹۳۵ ټنه مال ترانزیت شوی چې د وزن له نظره، په ترانزیت کې ۸۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د امریکا د ديپلوماتیکې دستګاه له مشرۍ د سولې نوبل جایزې تر ګټلو؛ د هنري کسینجر کار او ژوند ته کتنه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او جګپوړی دیپلومات هنري کسینجر پرون (چهارشنبې) په سل کلنۍ کې مړ شو. د هنري کیسینجرد مړینې خبر د هغه د مشورتي شرکت له خوا پرته له دې چې د مړینې علت ته یې اشاره وکړي ورکول شوی دی. کسینجر له ویتنامه د امریکا په وتلو، له چین سره په اړیکو کې د خنډونو په لېرې کولو او د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ کې مهم رول لوبولی و.  د ریچارد نکسن د ولسمشرۍ په موده کې په ۱۹۶۹ کال کې کسینجر د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار وګومارل شو. په دې وخت کې د امریکا په بهرني سیاست کې د ده نفوذ زیات شو. Читать дальше...

منظور پښتین وايي د ستونزو هواري لپاره د پښتنو ترمینځ د یووالي اړتیا ده

Mashaalradio.com 

پښتین د نومبر پر ۲۹مه په چمن کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې غورځنګ یې د "پښتنو د ورورګلوۍ ارمان" لري او د دې لپاره د پښتون ولس ترمینځ اعتماد جوړوي. "یوازې د چمن خلک نه دي غصه شوي، زه له سواته تر کوټې پورې کلي په کلي ګرځېدلی یم، ټول پښتانه ډېر تنګ دي او ستړي شوي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کسینجر ومړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او جګپوړی دیپلومات هنري کسینجر پرون (چهارشنبې) په سل کلنۍ کې مړ شو. کسینجر له ویتنامه د امریکا په وتلو، له چین سره په اړیکو کې د خنډونو په لېرې کولو او د امریکا په بهرنۍ پالېسۍ کې مهم رول لوبولی و. د ده په اړه ویل کېږي چې د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو ریچارډ نیکسن او جرالډ فورډ‌ د واک په موده کې یې د نړۍ په چارو کې د پردې شا ته خورا اغېز درلود. هنري کسینجر په ۱۹۷۳ م کال د نوبل د سولې جایزه وګټله.

طالبانو په نوي ډیلي کې د افغان سفارت د ژر پرانیستلو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، ژر به په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت پرانیزي. دا سفارت چې د افغانستان د جمهوري حکومت دیپلوماتانو اداره کاوه، تېره اوونۍ بند شو. د سفارت کارکوونکو د بندېدو دلیل د هند او طالبانو پر له پسې فشارونه بللي وو. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ملي تلویزیون ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ویلي چې په درېیو ورځو کې به په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شي. له بلې خوا هندي رسنیو ویلي چې د طالبانو حکومت په هند کې د افغانستان د سیاسي استازولیو کنټرول ترلاسه کړی دی. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *