د ایران په واټونو کې افغان کډوال د مهارتونه ننداره
جمشید نعیمي دوه کاله مخ کې ایران ته کډوال شو. هغه په فري سټايل فوټبال کې خاص مهارتونه لري چې وخت نا وخت یې نندارې ته وړاندې کوي.
جمشید نعیمي دوه کاله مخ کې ایران ته کډوال شو. هغه په فري سټايل فوټبال کې خاص مهارتونه لري چې وخت نا وخت یې نندارې ته وړاندې کوي.
قاضي کیاني زیاته کړه چې که حکومت ورک کسان پیدا نه کړل نو بیا باید د هغوی د کورنیو د خوراک څښاک لګښتونه پوره کړي او دا چې عدالت به د هغو لوړپوړو چارواکو تنخاګانې ورڅخه وګرځوي چې د هېواد د وګړو د امنیت مسوولیت لري.
فېنلینډ وايي، د افغانانو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو څخه کډوال ورروان دي چې د مخنیوي لپاره یې له روسیې سره خپله پوله په بشپړه توګه تړي. فېنلینډ په دې وجه تېره اوونۍ هم له روسیې سره پر پوله درې لارې وتړلې. هېلسېنکي زیاتوي چې پر هغو لارو به اوس یوازې مال وړونکي ګاډي تګ راتګ کوي. په دې هکله تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د هند په اتراکنډ ایالت کې تر ۱۷ ورځو وروسته له یوه سرنګه ۴۱ مزدوران ایستل شوي دي. هغه مزدوران د سرنګ د ودانۍ په چارو بوخت ول چې یوه برخه یې ونړېده او هغوی پکې بند پاتې شول. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په زور د طالبانو د حکومت د نه نسکورولو په اړه د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي څرګندونو د مدني فعالانو او مېرمنو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې چې د 'کیودو' جاچان خبري اژانس سره په مرکه کې یې ویلي، د طالبانو حکومت باید په زور ړنګ نه شي، د مدني فعالانو او ښځو د حقونو د فعالانو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. نوموړي په دې مرکه چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه ویلي چې د طالبانو حکومت باید د زور له لارې ړنګ نه شي، بلکې د سولهییزو بین الافغاني مذاکراتو له لارې یې په پالیسیو کې اصلاحات راوړل شي.
د نومبر ۲۹مه د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر دې ستونزمنې لارې تېرېدل د ښځو د حقونو د مدافعینو لپاره اسانه نهده. د بشري حقونو د سازمان د راپورونو لهمخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، د طالبانو د حکومت لهخوا د بشري حقونو یو زیات شمېر مدافعین په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو مدافعین ګواښل شوي، شکنجه شوي او بندیان شوي دي. د طالبانو د حکومت ځینو ویاندویانو دغه ادعاوې رد کړې دي. دا مهال یو... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وایي، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د مالونو د بندو کانټینرونو د ازادېدو کار پیل شوی او له څو سوه کانټینرونو پرته نږدې درې زره نور به په څو راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدول شي. د دې خونې سرپرست محمد یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته له افغانستانه د تللي پلاوي د سفر او پاکستاني چارواکو سره د شوې موافقې له مخې د کراچۍ له ګمرکه د دغو بندو کانټینرونو د خلاصون کار له پرون سې شنبې راهیسې پیل شوی او هر کانټینر به چې له ګمرکه وځي، په ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي. Читать дальше...
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې عمومي پارکونو ته د ښځو په ورتګ له بندیز وروسته د دې ښار یو شمېر اوسېدونکې مېرمنې وايي، طالبانو دغه پارکونو ته د هغه ډېر عمر لرونکو ښځو په ورتګ هم بندیز لګولی چې بېلابېلې ناروغۍ لري او په همدې پارکونو کې د سهار له خوا ورزش کوي. ۴۲ کلنه ګل ونه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکې ده. هغه وايي، د لوړ شکر ناروغي لري او د ډاکتر د توصیې له مخې اړ ده چې هر سهار ورزش وکړي، خو په خبره یې طالبانو تازه د دوی پر وړاندې عمومي پارکونو ته په ورتګ بندیز لګولی دی او اوس د ورزش لپاره بل ځای نه لري. Читать дальше...
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د وسلوالو ډلو په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د شتون لاملونه بحث شوي دي.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم نن وویل چې ترکیې سویډن ته ویلي چې په ناتو تړون کې د سویډن غړیتوب به چې څو اوونۍ یې ځنډولی، تصویب کړي. سویډن او فنلنډ پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناتو تړون کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل. د فنلنډ غړیتوب هم چې ترکیې او هنګري یې د یوې مودې لپاره ځنډولی و، په دې تړون کې منل شوی، خو د سویډن له غړیتوب سره تراوسه ترکیې مخالفت کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې هېواد یې د ناټو غړی دی، پر دغو هېوادونو تور پورې کړی و چې د هغو ډلو ملاتړ او ساتنه کوي چې انقره یې ترهګرې ډلې بولي. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په غزه کې د موقت اوربند د پای ته رسېدو لپاره یوه ورځ پاتې ده، نړیوال منځګړي هڅه کوي چې هغه نور هم وغځوي. نړیوالو منځګړیو چې نن چهارشنبې یې په غزه کې د اوربند د غځولو لپاره کار وکړ، هیله من دي چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور یرغمل شوي ازاد کړي او هم به نور مهلت ترلاسه کړي چې اسراییل پرې هوايي او ځمکنی بریدونه ونه کړي. د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره هڅو کې قطر او مصر منځګړیتوب کوي. Читать дальше...
دا اوونۍ مو مشال مرکه د هغو افغان کډوالو ژوند او مشکلاتو ته ځانګړې کړې چې د پاکستان حکومت هېواد ته ستانه کړي دي. په نننۍ خپرونه کې مو له سیف افغان سره خبرې کړې دي. نوموړی په پاکستان کې زېږېدلی او هم هلته یې زده کړې کړې دي. دی وايي، د پاکستان حکومت یې د کورنۍ ۱۱ غړي پر اسنادو لرلو سربېره هېواد ته ستانه کړي دي. ۲۲ کلن سیف افغان وايي له پاکستانه د کډوالو ستنولو خواشینی کړی دی. دی زیاتوي چې په خپل هېواد کې د کرکټ اکاډمي پرانیزي. بشپړه مرکه واورئ.
پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې دې هېواد د طالبانو له حکومت غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان یو مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او دوی ته یې وسپاري. په بنو کې د نومبر په ۲۶مه په پاکستاني ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر احضار کړی او د دې پېښې په اړه یې خپل سخت اعتراض ورسره شریک کړی دی. پاکستاني حکومت ادعا کړې چې دا برید د یوه افغان تبعه لهخوا شوی، داسې مهال چې مسوولیت یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی. Читать дальше...
د سریلانکا کرکټ بورډ ادارې نن د نومبر په ۲۹مه نېټه د خپل راتلونکي کال لوبیز پلان رسنیز کړ. په یاد پلان کې ویل شوي چې د نورو هېوادونو ترڅنګ به سریلانکا د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې له افغان لوبډلې سره درې لوبلړۍ ولوبوي. که څه هم د یادو سیالیو دقیقې نېټې نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې په دې لوبلړیو کې به یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ شاملې وي. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو یادې سیالۍ به د سریلانکا په کوربتوب ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده... Читать дальше...
د فنلنډ صدراعظم پټري اورپو خبرداری ورکړی، که روسیه د پناه غوښتونکو لېږلو ته دوام ورکړي نو دوی به له روسیې سره د تېرېدو وروستۍ لاره وتړي.
نړیوالو منځګړیو چې نن چهارشنبې یې په غزه کې د اوربند د غځولو لپاره کار وکړ، هیله من دي چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور یرغمل شوي ازاد کړي او هم به نور مهلت ترلاسه کړي چې اسراییل پرې هوايي او ځمکني بریدونه ونه کړي. د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره هڅو کې قطر او مصر منځګړیتوب کوي. که په دې اړه یو توافق ترلاسه نه شي، اوربند به یوه ورځ وروسته پای ته ورسېږي. اسراییل په وروستیو ورځو کې د لسګونو... Читать дальше...
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي، د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو ۴۰۰ هغه کانټینره، چې د پاکستان چارواکو په ټکو د تور لېست توکي پهکې شامل دي، د انتقال اجازه نه ده ورکړې. که څه هم د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د پاکستان له کراچۍ بندر نه د افغان سوداګرو د کانتینرونو لېږد ته اجازه ورکړل شوې، خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي، ۴۰۰ هغه کانټینره، چې د پاکستان حکومت په ټکو د تور لېست توکي پهکې شامل دي، اجازه نه ده ورکړل شوې. Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، د اقلیم د بدلون بحران په افغانستان کې په میلیونونه کورنۍ ګواښي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې د اقلیم د بدلون بحران لیرې نه دی بلکه همدا اوس په افغانستان کې د میلیونونو کورنیو لپاره په رښتینې ګواښ بدل شوی. دې پروګرام ویلي چې وچکالي او د حاصلاتو کموالي ټولنې د زیانونو له خطرسره مخ کړي او لوږه زیاته شوې. یاد پروګرام د اقلیم د بدلون د کنفرانس د ګډونوالو له غونډې مخکې د دې یادونه کړې چې دا مهمه... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د هرات له ۲۷۵ زره زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ټولټال ۱۷۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، خو تراوسه پورې یوازې ۲۷ نیم میلیون ډالره ترلاسه شوي دي. اوچا نن چهارشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په هرات کې له شوې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د شپږو اوونیو په تېرېدو سره بشري مرستندویه ټولنو د ۲۴۲ زره او ۴۰۰ اغیزمنو کسانو لاسنیوی کړی دی. خو اوچا ویلي چې د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره په بودیجه... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ګوزڼ پر وړاندې کیمپېن روان دی، په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې د ماشومانو پر واکسینونو بندیز لګولی دی. انتظامي چارواکي وايي، د جرګې ډېرې غونډې یې منلې دي او د مسلو د هواري هڅه کوي. په تېر کال کې په پاکستان کې د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۱۷ د شمالي وزیرستان وې. د کرښې پر غاړه خپرونه مو دا ځل همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.
د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د روسیې لخوا پر اوکراین تر حملې وروسته ګڼ خلک بې ځایه شوي وو. وویل کېږي چې په دې کې یو شمیر ماشومان هم روسیې ته وړل شوي وو. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د یوې اوکراینۍ کډوالې پولېنا کېندرا کیسه را اخیستې چې پر اوکراین تر برید وروسته یې لمسی ورک شوی او بیا څو میاشتې وروسته په روسیه کې موندل شوی دی. انیسه اجمل په دې اړه د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ وړاندې کوي.
د لاتویا د بهرنیو چارو وزیر کریشیانیس کارینش د ناټو د عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، دا ټلواله داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې د اجماع جوړولو توان ولري، لویو دفاعي لګښتونو ته ژمن وي او له روسیې سره د مقابلې لپاره یو واضح نظر ولري. کارینش پرون په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې خبریالانو ته وویل ناټو داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې له غړو هېوادو سره د جلا او ګډ کار وړتیا ولري او وکولای شي چې ټول یوه تګلوري ته سم کړي. دا احتمال شته چې ناټو د راروان کال په جولای میاشت کې به واشنګټن... Читать дальше...
تمه ده چې د امریکا سنا به د ولسمشر جوبایډن له خوا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې د نوې بستې د طرحې په اړه راتلونکې اونۍ بحث وکړي. د سنا د اکثریت مشر چک شومر پرون په خپله اونیز خبري غونډه کې وویل، دا موضوع به راتلونکې اوونۍ په سنا کې یاده کړي او هیلهمن دی چې دواړه ګوندونه به یې ملاتړ وکړي. ولسمشر جوبایډن تېره میاشت له کانګرس څخه د ۱۰۵ میلیارد ډالره پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۶۰ میلیارد او د اسراییل لپاره د ۱۴،۳ میلیارد ډالره مرستې طرح هم پهکې وه، خو دا غوښتنه په کانګرس کې تراوسه بلاک شوې ده. Читать дальше...
د اوکراین چارواکي وايي، د دې هېواد د شمال ختیځې سیمې سومي پر سیري دینا کلي د روسیې توغندويي حملو ۳ کسان وژلي دي. د سومي سیمه ایزو چارواکو پرون وویل، په وژل شویو کې یو اوه کلنه ماشومه چې له خپل پلار سره په موټر کې وه، هم شامله ده. د دې چارواکي په وینا، په دې حمله کې د استوګنې پنځه کورونه ویجاړ شوي دي. د سومي د څارنوالۍ دفتر ویلي، په دې اړه یې څېړنې پیل کړي چې آیا روسیې د دې حملې په وسیله د جګړې قوانین تر پښو لاندې کړي دي که نه. د دنیپروپیتروفسک سیمې والي سیرهي لیساک وايي، په جنوبي نیکوپول... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو اړوند یونېسف په هلمند کې د جګړو له کبله تخریب شوي روغتیايي مرکزونه رغوي. یونېسف وايي، د جګړو له امله په هلمند ولایت کې ګڼ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او د سیمې خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې دي. د دې ادارې مسووولان وايي، تر دا مهاله د شاوخوا ۵۰ روغتیايي مرکزونو د ترمیم چارې روانې دي. د سیمي خلک خوښ دي او وايي چې په مرکزونو کې دې ورته ښځینه او نارینه مسلکي ډاکتران وګمارل شي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: