Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

ډبلیو اېچ او: اېډز هر کال شاوخوا ۶۳۰،۰۰۰ کسان وژني

0
په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو پر اېچ ای وي او اېډز بحث کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اېچ او) هر کال د ډېسېمبر لومړۍ د اېچ ای وي او اېډز په اړه د اګهۍ خپرولو او د وایرس د انتقال مخنیوي د لارو چارو عملي کولو ته ځانګړې کوي. په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا حکومت وویل چې په هغه صوبه کې په تېرو اووه کلونو کې په اېچ ای وي د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ سلنه لوړ شوی دی. ډاکتران وايي، پر وخت د اېچ ای وي درملنه اړینه ده او که داسې و نه شي نو ناروغ په اېډز اخته کېدای شي چې بیا یې علاج نه کېږي. نن په خپرونه کې اورئ چې اېچ ای وي څه ډول جراثیم دي؟ څنګه وجود ته داخلېږي او خلک څنګه ورڅخه ځان ساتلای شي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب په خپرونه کې درکوو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *