Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025

عبدالنافع جان: پاکستان او افغانستان له يو بله رغېدل نلري، لارې دې خلاصې کړي

0

د بلوچستان د سوداګرۍ خونې يا چيمبر اف کامرس مشران اسلام اباد ته تللي دي. دوی له حکومتي چارواکو سره په ملاقاتونو کې ويلي چې که له افغانستان سره د چمن – سپين بولدک، تورخم او نورې لارې خلاصې نه شي نو د سوداګرو روان د ميليونونو ډالرو نقصان به لا ډېر شي. د هغه پلاوي مشر عبدالنافع جان وايي چې پاکستاني سوداګرو ته د افغانستان مارکيټ پکار دی نو ځکه بايد لارې ژر پرانیستل شي. د هغه په وينا د لارو بنديدل د افغانستان په نسبت پاکستان ته ډير زیان رسوي.

اسلام اباد د اکتوبر په مياشت کې تر هغه وروسته دا لارې وتړلې چې پاکستاني پوځيانو په افغانستان کې یې د طالبانو د حکومت سره نښتې وکړې. له عبدالنافع جان سره زموږ همکار، طاهر خان مرکه کړې. دلته یې وګورئ.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *