Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2024

Новости за 22.04.2024

د بې اولادۍ لاملونه څه دي او علاج یې څنګه کېږي؟

Mashaalradio.com 

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر بې اولادۍ غږېدلي یو. اورئ چې د بې اولادۍ وجوهات څه دي او سړي او ښځې باید کوم ډول ډاکترانو ته د تشخیص او علاج لپاره ورشي. له دې پرته د علاج پر لارو چارو او د اولاد پیدا کولو پر نویو طریقو هم غږېدلي یو. بشپړه خپرونه واورئ.

د پکتیا کروندګر وايي د اوبو کمښت له وجې یې ځمکې شاړې شوې دي

Mashaalradio.com 

د پکتیا د مرکز ګردیز د مهلن (مهلند هم بلل کېږي) کروندګر وايي چې حاصلخېزې ځمکي لري خو د اوبو له کمښت له سره مخامخ دي. دوی وايي، ان د خلکو په کورونو کې په کوهیانو کې د څښاک د اوبو سطح هم ټیټه شوې ده. کروندګر وايي د اوبو کمښت له وجې د مهلن ډېرې ځمکې شاړې پرتې دي. د طالبانو د حکومت چارواکي د هغوی ستونزه سمه بولي او وايي چې په پکتیا کې بندونه جوړوي. نور په دې رپورټ کې.

د غیر حتمي نتیجو له مخې مسلم لیګ (ن) په ضمني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي

Mashaalradio.com 

د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبایي اسمبلیو د ۲۱ څوکیو ډکولو لپاره رایې اچونه وشوه. په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په یوه حمله کې د یو نوماند تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.

ایرانی ولسمشر ابراهیم رییسي د پاکستان په سفر دی

Mashaalradio.com 

ایرانی ولسمشر پر داسې مهال پاکستان ته تللی دی چې د سږ کال په پیل کې د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا پیدا شوه او داراز، په وروستیو اوونیو کې د ایران او اسراییلو ترمینځ د تاوتریخوالي له وجې په منځني ختیځ کې وضعیت کړکېچن دی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *