Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2024

Новости за 19.04.2024

کراچۍ کې د جاپانيانو پر ګاډي بريد کې يو ساتونکی وژل شوی دی

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي بريد کې د هغوی يو پاکستانی ساتونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. د کراچۍ پوليس وايي چې د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي د جاپانیانو ګاډی د ښار په لانډي سيمه کې اقتصادي زون ته روان وو چې ځانمرګی بريد او وروسته ډ‌زې ورباندې وشوې. پوليس زیاتوي چې جاپاني وګړي په مرمۍ ضد (بولېټ پروف) ګاډي کې سپاره ول ځکه له حملې روغ ووتل. تر اوسه چا د هغه بريد ذمه واري نه ده منلې. نور حال د نياز علي په ويډيويي راپور کې وګورئ.

راپورونو وايي چې اسراییلو پر ایران برید کړی دی

Mashaalradio.com 

امریکايي رسنیو د حکومتي چارواکو له خولې ویلي دي چې اسراییلو د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي پر ایران بريد کړی دی. داسې ښکاري چې دا د هغه بې ساري هوايي برید ځواب دی چې تهران د اپرېل پر ۱۳مه شپې ناوخته پر اسراییلو کړی وو. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ورښتونو او سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰ اوښتی دی

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په هغه صوبه کې ۳۶ کسان وژل شوي چې پکې ۲۰ ماشومان، اته ښځې او اته نارینه دي.

حکومت وايي د ټولنیزو شبکو په اړه قوانین سختوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو فعالانو پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، پر محدودیتونو اندېښنې ښوولې دي. په هغه هېواد کې حکومت پخوا هم پر مختلفو ټولنیزو شبکو محدودیتونه لګولي دي. خو دا ځل حکومت د ټولنیزو شبکو او رسنیو لپاره د قوانینو د سختولو خبره کړې ده. د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په وروستیو کې وویل چې پر ټولنیزو شبکو بندیز نه لګوي بلکې د کارونې لپاره یې قوانین سختوي. خو فعالان وايي چې ریاست د خپلو پخوانیو تګلارو په دفاع کې پاتې راغلی نو ځکه ټولنیزو شبکو ته لاسرسی محدودوي. نور په دې رپورټ کې.

روسیه کې بندي خبریاله السو کورماشېوا وايي یوه ورځ به بې ګناه ثابته شي

Mashaalradio.com 

په روسيه کې د ازادې اروپا راډیو بندي خبریالې السو کورماشېوا ویلي دي چې یوه ورځ به بې ګناه ثابته شي. کورماشېوا، چې د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري، د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د روسيې پولیسو په دې تور ونیوله چې د روسیې د امنيتي ځواکونو په اړه یې درواغ خپاره کړي دي خو د نوموړې وکيلانو، ازادې اروپا راډيو او د امريکا حکومت دا تور بې بنسټه او په پراګ کې د خبریالۍ له امله سزا ګڼلې ده. د نوموړې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین پر خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه بې اساسه بللي او ويلي‌ يې دي چې هغه ځکه نيول شوې چې "خبریاله او امريکايۍ" ده. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *