Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2024

Новости за 06.04.2024

جنید اکبر: پوځ د خیبر پښتونخوا کابینه روژه ماتي ته دعوت کړې وه

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی جنید اکبر وایي، د خیبر پښتونخوا د کابېنې غړي د پېښور د قول اردو قومندان (کور کمانډر) کور ته د غونډې لپاره نه ول ورغلي، بلکې هلته روژه ماتي ته دعوت شوي ول. د جنید اکبر په وینا، د پاکستان پوځ د قوت مرکز دی او د ګوندونو ګټه په دې کې ده چې ښې اړېکې ورسره ولري. دا په داسې حال کې ده چې د یاد ګوند رهبر عمران خان پر پوځ سختې نیوکې کوي. له جنید اکبر سره د مشال راډیو خبریال طاهر خان مرکه کړې چې تفصیل یې په دې ویډیو کې کتلی شئ.

د عربي نړۍ لومړۍ ستورمزلې له ناسا فارغه شوه

Mashaalradio.com 

د متحده عربي اماراتو نورا المطروشي لومړۍ عرب مېرمنه شوه چې د امريکا د خلايي ادارې ناسا له خوا د ستورمزلې جوړېدو له روزنيز پروګرامه فارغه شوه. نوموړې وايي چې د خپل ژوند ډېره برخه يې ستورو ته په کتلو او سپوږمۍ ته د الوت په خوبونو تېره کړې وه خو اوس به په عملي توګه سپوږمۍ ته خېژي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ

روغتیا نړیواله ورځ: مریض کوم حقونه لري؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو دا ځل د صحت نړیوالې ورځې په مناسبت د مریض پر حقونو او په روژه کې د صحت ښه ساتلو په اړه بحث کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اپرېل اوومه د صحت نړیوالې ورځې په توګه لمانځي چې موخه یې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی باوري کول دي. له دې پرته مو د روغتیا په اړه عمومي پوښتنې هم ځواب کړې دي. بشپړه خپرونه واورئ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *