Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2024

Новости за 28.04.2024

فریډم نېټورک: په پاکستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت لا خراب شوی دی

Mashaalradio.com 

فریډم نېټورک د اپرېل پر ۲۸مه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تېر یو کال کې د انټرنېټ له لارې د "مخالفه نظرونو لپاره زغم کمېدو، د انتخاباتو پر مهال د موبایل ټېلېفوني شبکو بندولو، د بېلابېلو ټولنیزو شبکو ځنډولو، انټرنېټ تړلو او د څلورو خبریالانو

هند کې انتخابات: رايه ورکوونکي پر اوښانو مرکزونو ته تللي دي

Mashaalradio.com 

د هند په صحرايي ایالت راجستان کې رايه ورکوونکو د رايو اچولو مرکزونو ته پر اوښانو تګ راتګ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشنونو د اپرېل پر ۲۶مه په ټول هېواد کې د انتخاباتو د دویم پړاو په ترڅ کې په ګجرات ایالت کې د زړو خلکو لپاره کور په کور رايه اچونه ترسره کړه. د رويټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تازه ورښتونو او سېلابونو نوره مرګژوبله اړولې ده

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د وروستیو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونوکې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.

ضیا الرحمان: پاکستان او ایران پخوا هم د ترهګرۍ ضد د ګډو هڅو ژمنه کړې خو نتیجه یې نه ده ورکړې

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او شنونکی ضیا الرحمان مېلمه کړی دی. دی په کراچۍ کې اوسي او د پاکستان او له نړیوالو رسنیو سره کار کوي. ضیا الرحمان داراز پر امنیتي موضوع مقالې هم لیکي. دی وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې امنیتي حالات خراب شوي دي. ضیا الرحمان وايي پاکستان ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي د وروستي سفر یوه موخه دا هم وه چې وښيي چې هېواد یې یوازې نه دی. دی البته وايي چې د دواړو هېوادونو چارواکو تر دې مخکې هم د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو هوکړې کړې دي، چې نتیجه یې نه ده ورکړې. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *