د کراچۍ ښار په منګو پیر سیمه کې د غلا، شوکو او مخدره موادو د استعمال او خرڅلاو خلاف له تیرو څو ورځو راهیسې د مسید قام جرګه روانه وه چې د اپریل پر ۲۶مه پای ته ورسېده.
د جرګې مشرانو مشال راډيو ته وویل د ځوانانو د اصلاح، له بدو لارو د هغوی د مخنیوي او د ټولنې مثبت لوري ته د وړلو په موخه یې ځینې پرېکړې کړې دي. دوی وايي، دا ګام یې ځکه پورته کړی دی چې د غلا او شوکو په ځینو پېښو کې د مسید قام د هلکانو نومونه هم مخې ته راغلي دي چې وروسته یې د ګرفتارۍ لپاره چاپې وهل شوي دي.
بل پلو د سیمې لوړ رتبه چارواکو... Читать дальше...