Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2024

Новости за 16.04.2024

خیبرپښتونخوا د اقلیمي بدلون له جدي خطر سره مخامخ ده

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو سره په تړلو پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. پوهاند وايي، د اقلیمي بدلون له وجې د بې وخته بارانونو او سېلابونو لړۍ تېزه شوې او خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولې دي. دا اوونۍ د کرښې په غاړه خپرونه کې د چاپېریال ساتنې په موضوع له پوهانو سره خبرې کوو.

په خیبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د ورستیو بارانونو او سېلابونو له وجې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي. چارواکي وايي په تېرو څو ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له وجې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. دا راز دې بارانونو او سېلابونو ۳۳۰ کورونه زیامن کړي چې ۵۳ پکې په مکمله توګه ړنګ شوي دي. د پي ډي ایم اې په وینا، دا زیانونه د صوبې په ۲۱ ضلعو کې رسېدلي چې پکې سوات او دیر ډیر متاثره شوي دي. نور حال د اې پي او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو نه په جوړ شوي دې راپور کې:

یوه فعاله اروپا کې د معذورانو د جبري شنډولو ضد مبارزه کوي

Mashaalradio.com 

په یوشمېر اروپايي هېوادونو کې اوس هم میندې او پلرونه د ځینو معذوریو له وجې خپل بچي شنډېدو ته اړ باسي چې بیا ټول عمر ماشومان نه شي پیدا کولای. په هسپانیا کې یوه فعاله، چې مور و پلار همدې کار ته مجبوره کړې وه، دا عمل جنسیتي تاوتریخوالی بولي. ملګري ملتونه هم وايي چې دا کار د بشري حقونو سرغړونه ده. د هغې فعالې له مبارزې د خبرېدو لپاره د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *