د بلوچستان حکومتي کابینه لا ولې نه ده جوړه شوې؟
په بلوچستان کې دا وخت پاکستان پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن)، بلوچستان عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې شریک دي. تر دې وړاندې هغه حکومتونه زياتره وخت د خپل واک تر مودې بشپړه کېدو وړاندې مات شوي چې بېلا بېلو ګوندونو په شريکه جوړ کړي ول.