Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 12.11.2023

په بولېویا کې خلک مړو ته په سازونو او نڅا ورځي

Mashaalradio.com 

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې هر کال د نومبر دویمه د مړو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې ورځ خلک په بېلا بېلو طریقو هدیرو ته ځي او د خپلو مړو خپلوانو قبرونه ښکلي کوي. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز خبري اژانس د ویډیو راپور وګورئ:

د 'محمد الیاس داعي' درېیم تلین؛ قاتلین یې لاهم محاکمه شوي نه دي

Pa.azadiradio.com 

نن د نومبر ۱۲مه په هلمند کې د ازادي راډیو د تکړه خبریال محمد الیاس داعي درېیم تلین دی. داعي د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پسې د وصل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د 'محمد الیاس داعي' درېیم تلین؛ قاتلین یې لا هم محاکمه شوي نه دي

Pa.azadiradio.com 

نن د نومبر ۱۲مه په هلمند کې د ازادي راډیو د تکړه خبریال محمد الیاس داعي درېیم تلین دی. د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د ازادي راډیو د تکړه خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو درې کاله پوره شول. محمد الیاس داعي په هلمند کې د رسنیو پر ډګر یو رسا غږ ګڼل کېده او راپورونو یې د ډېرو لپاره د دې ولایت د روان وضعیت یو روڼ تصویر وړاندې کاوه. داعي ته د خبریالۍ په ډګر کې د هغه د غوره کارونو له کبله د څو ادارو او سازمانونو له خوا څو ستاینلیکونه او جایزې هم ورکړل شوې وې. داعي د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۲مه... Читать дальше...

کرکټ نړيوال کپ کې پاکستان خپله اخري سیالي وبایلله، د سیمي فاينل لوبډلې معلومې شوې

Mashaalradio.com 

په هند کې روان پنځوس اووره کرکټ نړيوال کپ کې پاکستان خپله وروستئ لوبه وبایلله او د نیمه پايلوبې یا سیمي فاینل لوبډلې په رسمي ډول معلومې شوې. په نیمه پايلوبو کې به هند د نومبر پر ۱۵مه، د نيوزيلينډ او اسټرالیا به د جنوبي افریقې په وړاندې د نومبر پر ۱۷مه سیالي کوي. پايلوبه به د نومبر پر ۱۹مه وي. نن (د نومبر پر ۱۲مه) په پنځوس اووره کرکټ نړیوال کپ کې هند د نيدرلينډز سره سیالي لري. په بینګلورو کې کېدونکې دا سیالي د کابل په وخت په يوه او د پېښور په وخت په يوه نيمه بجه پيليږي چې د لومړي پړاو اخري لوبه ده. Читать дальше...

له پاکستانه ستنې شوې کورنۍ د خپلو لوڼو زده کړو ته اندېښمنې دي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه یو شمېر ایستل شوې افغانې کورنۍ، له زده کړو د خپلو لوڼو محرومیدو ته اندېښمنې دي. دغو کورنیو په تورخم کې ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو له حکومت څخه خپلو لوڼو ته د زده کړو برابرول غواړي.

هرات: ناڅرګندو وسله والو یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د شېر احمد احمدي په نوم یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی دی. دغو رسنیو پرون شنبه ویلي، چې دغه قوماندان اسماعیل خان ته له نږدې کسانو و، چې نامعلومو وسلوالو پرون له موټره له کښته کولو وروسته په ډزو وژلی دی. د دې پېښې انګېزه معلومه نه ده او چا د دې پېښې مسوولیت هم نه دی منلی. د طالبانو ویندویانو هم د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو روغتیا وزیر له نړیوالو د روغتیایي مرستو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر، قلندر عباد له نړیوالو ادارو له افغانانو سره د روغتیايي خدماتو په رسولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، پرون په خپله اېکس شبکه کې خبر ورکړی، چې ښاغلي عباد دا غوښتنه پرون د هېلټ نېټ موسسې له اجرایه مشر سره په کتنه کې وکړه. د هېلټ نېټ موسسې اجرایه مشر براین ترنن (Brian Ternan) د دې کتنې په باب څه نه دي ویلي. د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په فبروري میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې د بېوزلۍ له کبله د افغانستان روغتیايي نظام له زیاتو فشارونو سره مخامخ دی.

السیسي غزه کې د عاجل دایمي اوربند غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون شنبه په غزه کې له قید و شرط پرته، د فوري-دوامداره اوربند غوښتنه وکړه. هغه په خپلو خبرو کې ویلي، د غزې د اوسېدونکو د ډله ییزو مجازاتو پالیسۍ د منلو وړ نه دي او ځاني دفاع یا نورې ادعاګانې نه شي توجیه کولی. هغه په ریاض کې د عرب هېوادونو یوې سرمشریزې ته په وینا کې وویل، په غزه کې روانه جګړه باید سم د لاسه ودرول شي. اسراییل د حماس پر جنګي ډلې، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې، وروسته له هغې خپلې حملې پیل کړې،... Читать дальше...



د افغان کډوالو په زوره ستنول؛ پاکستاني ځواکونو یې پر کورونو چاپې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې افغانستان ته له پاکستانه د بې اسناده افغانانو ستنول ګړندي شوي، د پاکستان په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو پر کورونو د چاپې اچولو پېښې هم زیاتې شوې دي. د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د پروني راپور له مخې، په سند ایالت کې د دغو چاپو پر مهال افغان ښځې او ماشومان هم نیول کېږي. په سند ایالت کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادۍ راډیو ته وویل، دا ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده. نوموړې وایي: " افغان کډوال شکایت کوي، چې پولیس [تر ډېره په کراچۍ کې] دشپې له خوا چاپې اچوي، دغه افغانان... Читать дальше...

خیبر پښتونخوا؛ ټانک کې ۳ پاکستاني پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستان د پولیسو پر موټر په حمله کې ۳ پولیس وژل شوي دي. د ټانک سیمې د پولیسو ویاند، یونس خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، چې دغه پېښه پرون مازیګر شوې ده. نوموړی وایي: "د پولیسو یو SHO او دوه نور ټیټ رتبه پولیس وژل شوي، چې مړي یې دلته پراته وو. پنځه نور سپاهیان ټپیان شوي دي." پولیس وايي، تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د وسلوالو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي. د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د دې برید مسوولیت منلی دی. پخوا د پاکستان د ټروریزم... Читать дальше...

سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه؛ غزه کې د اسراییلو جګړه وغندل شوه

Pa.azadiradio.com 

د عرب هېوادونو او ایران رهبرانو پرون شنبه (د نومبر ۱۱مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې، د عربي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان په بېړنۍ غونډه کې په غزې تړانګه کې د اسراییل روان اقدامات وغندل. د حماس افراطي ډلې پر خلاف چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمان په توګه په خپل فهرست کې شامله کړې، د اسراییل جګړې، نورو هېوادونو ته هم د شخړې د لمن خپرېدو په باب اندېښنې زیاتې کړې دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا غونډه داسې وخت کېږي چې لومړی د حماس افراطي ډلې د... Читать дальше...

جرمني کې د فوټبال مینه والو شخړه؛ تر ۳۰ زیات کسان ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په هامبورګ کې پولیس وايي د فوټبالو د دوو ټیمونو د مینه والو ترمنځ په شخړو کې د فوټبال ۱۵ مینه وال او ۱۷ پولیس ژوبل شوي دي. پولیسو پرون شنبه وویل، دغه شخړه په شمالي ښار هامبورګ کې د سنټ پاولي او هانوور د لوبډلو ترمنځ له یوې مسابقې وروسته وشوه. په دې منځ کې ګڼ کسان نیول شوي هم دي، خو پولیسو یې شمېر په ډاګه کړی نه دی. د دې بلوا چې د جمعې ناوخته شوې دلیل روښانه شوی نه دی.

سپین بولدک؛ څه باندې ۲ زره نوي کډوال خپلو سیمو ته لېږدول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار له سپین بولدک څخه پرون شنبه نورو ولایتونو ته د ۲۲۴۰ کسانو چې ۴۷۱ کورنۍ کېږي، د لېږدولو خبر ورکړل شوی دی. باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، دغه کسان چې له پاکستانه اخراج شوي وو، په ۹۹ موټرو کې نیمروز، هرات، کابل، زابل، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د دوی اصلي سیمو ته لېږل شوي دي. د طالبانو د کډوالو د راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست تېره اوونۍ وویل چې د سپین بولدک او تورخم له لارې د راستنو کړل شویو افغانانو شمېر تر درېیو لکو زیات دی. پرون شنبه هم یوازې سپین بولدک ته له پاکستانه... Читать дальше...

" د شکونو او اندېښنو سربېره پاکستان افغانستان سره د تماس چینل ساتلی دی. "

Pa.azadiradio.com 

پاکستانۍ اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ څرګندونې خپرې کړې دي چې وايي اسلام اباد له کابل سره په تماس کې دی. دا څرګندونې له هغې وروسته دي چې د دې هېواد سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او هغوی یې تورن کړل چې په خپله خاوره یې هغو پاکستاني طالبانو د فعالیت مخه نه ده نیولې چې په پاکستان کې بریدونه کوي. کاکړ له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو پریکړه هم له همدې کبله وګڼله. خو اېکسپریس ټربیون د پاکستان... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *