په جاپان کې تر زورورې زلزلې وروسته خلک له ساحلي سیمو د تیښتې په حال کې دي. د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه شپږ درجې زلزلې نن سهار د جاپان مرکزي سیمه ولړزوله چې ورسره د سونامي او خلکو ته د کورنو د تخلیې خبردای ورکړل شو.
په کراچۍ کې پر د طالبانو جنرال قونصل عبدالجبار مشال راډیو ته وویل تېر کال ۴۹۵۳ افغانان د پاکستان حکومت افغانستان ته واستول او ۸۰۰ افغانان لا هم د کراچۍ په زندانونو کې دي.
د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر ایکس پاڼه په خپاره کړي تفصیل کې ویلي چې د قامي اسمبلۍ لپاره ۷ زره ۴۷۳ امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي چې د ۱۰۲۴ نوماندانو کاغذونو پکې ردکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه"په ټوله دنیا کې خلک د نوي کال په راتګ خوشالیانې کوي او د نوي سباوون زېرې یې بولي. موږ د کال لومړۍ ورځ ځکه د تورې ورځ په توګه نمانځو چې د تېر کال درې میاشتې موږ په ګرمۍ او یخنۍ دواړو کې د احتجاج په توګه تېرې کړې خو زموږ غږ څوک نه اوري. پر موږ ظلم او جبر شوی دی."
په نیپال کې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د ډېسېمبر په پای کې د فیلانو یا هاتیانو د ښکلا سیالي ترسره شوې ده. د دې لپاره د هاتیانو مالکانو څو ساعته د هغوی په سینګارولو تېر کړل. دا چې د سیالۍ د ګټونکي فیل پرېکړه پر کوم اساس کېږي، په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.