Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 08.01.2024

کراچۍ کې د لسګونه بې وزله هندوانو اجتماعي ودونه شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د هندوانو شورا (پاکستان هندو کونسل) د جنورۍ پر اوومه په کراچۍ کې د ۱۲۲ هندوانو اجتماعي ودونه کړي دي. هغه ناحکومتي سازمان هر کال د بې وزله هندوانو ډله ییز واده کوي او ورته د کور سامان او پیسې هم ورکوي. د شورا مشر وايي، د ګرانۍ له وجې هر کال د بې وزله هندوانو شمېر زیاتېږي. ویډیويي رپورټ.

مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر درولو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

بیان کاږي چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو د حکومت وزیراعظم او نورو لوړپوړو چارواکو ته وویل چې هغه له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې پرضد د "احتجاج غږ پورته" کړی دی او دا ډول "چلند د دواړو هېوادونو ترمینځ د ستونزو لامل" بولي.



د خوست په خلبیسات کې ادبي غونډه شوې ده

Mashaalradio.com 

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو اړوند په خلبیسات بازار کې ځايي شاعرانو او فرهنګیانو مشاعره وکړه چې پکې د خواوشا سیمو شاعرانو او د ادب مینه والو برخه واخیسته. خلبیسات د خوست مهمه کاروباري او ګڼ میشته سیمه ده چې د صبریو، باک، ځاځي میدان او تریزیو خلک د خپل ژوند اړتیاوې له دې ځایه پوره کوي. ویډیویي راپور.

له زده کړو محرومو نجونې د خپګان کابو کولو په موخه د خیاطي زده کولو ته مخه کړې

Pa.azadiradio.com 

له زده کړو محرومو لسګونو نجونو زده کوونکو د خپګان کابو کولو لپاره د خیاطۍ زده کړې ته مخه کړې ده. کابل کې شاوخوا سل نجونې چې پخوا د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې وې، د خیاطۍ دې کارخونه کې په وړیا توګه خیاطي زده کوي. نور جزییات دې راپور کې:





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *