د پښتو ژبې نوموتی شاعر او ليکوال پروفېسر عبيد الله دروېش درانی وايي چې په خپل نوي کتاب "وير لړلي داستان" کې يې د انساني ژوند د بېلا بېلو پړاوونه غميزې په ۱۰۰ نظمونو، چې ۱۰ زره مصرعې کېږي، ځای کړي دي. نوموړي د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د انسان ستونزې او خوارۍ چې څومره زياتېږي، په همهغه اندازه يې توان او قوت ورسره زياتېږي او دا ډول د انسان ژوند د بره تګ په حماسه کې روان وي. له دروېش دراني سره د مشال راډیو خبريال احمد شاه اعظمي مرکه کړې ده.
مولانا فضل الرحمان د جنوري په اوومه کابل ته ولاړ او نژدې یوه اونۍ یې تیره کړه. نوموړی لا په افغانستان کې و چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې سفر ملاتړ نه کوي، خو بیا هم ځینو داسې هیلې ښکاره کړې دي چې دا سفر به په لنډ وخت کې نتیجه ورکړي. په دې اړه دلته بحث کتلی شئ
نوموړې د هندو لږکیو د یوې کورنۍ غړې او د خیبر پښتونخوا د بونېر اوسېدونکې ده. هغه د پېشې له پلوه ډاکټره ده او وايي، د خلکو خدمت له دې لارې هم کولی شي خو ګڼي چې که په سیاست کې وځلېدله او د خلکو په رایو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته ورسېده نو په لویه پیمانه به له خلکو سره د مرستو کولو جوګه شي. نوموړې د بونیر په خلکو غږ کړی چې د هغې ملاتړ دې وکړي. د مشال راډیو خبریال په بونېر کې د ډاکټرې پرکاش کور ته ورغلی او مرکه یې ورسره کړې ده.
د طالبان د حکومت تر واک لاندې د افغانستان له ملي ټېلېويژن او راډيو سره د مولانا فضل الرحمان مرکه چې ټاکل شوې د جنورۍ پر ۱۳ مه خپره شي، پکې نوموړي ويلي دي چې افغانستان ته يې د سفر هدف د پاکستان او افغانستان ترمینځ ستونزې حلول وو.
د جنورۍ په ۱۲مه په کراچۍ، پېښور او د بلوچستان په ځینو سیمو کې سلګونو کسانو د مظاهرو پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ورکو بلوڅو او پښتنو د موندلو لپاره دې په سملاسي ډول لاس په کار شي. دوی له حکومته دا غوښتنه هم کوله چې که په جبري ورک کړل شویو کسانو کې څوک ګناه ګار وي نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي او که بېګناه وي نو کور ته دې واپس ولېږل شي. بل پلو، حکومت وايي، له ورکو کسانو یو شمېر یې بیرته خوشې شوي او ځیني یې بیا د هغوی په وینا د وسله والو ډلو سره یو ځای شوي دي. د نګران حکومت مرکزي او صوبايي چارواکي... Читать дальше...
په تورخم کې یو انتظامي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې دا لاره د دواړوو خواوو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته خلاصه شوې ده.
د جنوبي کوریا په یوه غرییزه سیمه کې یوه مېله روانه ده چې پکې په سختو یخو اوبو کې په لاسونو د ټراوټ ماهیانو نیولو سیالي هم شوې ده. خلک ماهیان نیسي او بیا یې په خپل قمیص کې جمع کوي. ځینو یې بیا کنګل سیند سوری کړی او کبان نیسي. د مېلې ګډونوال وروسته نیولي ماهیان پخوي او خوري یې. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.