اوومه ورځ له سعید شینواري سره
تیره اونۍ تودې سیاسي مسالې کومې وې، پرټولنیزو رسنیو کوم بحثونه تاوده وو. د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه جالب خبرونه څه وو؟ دا نورو ددې اونۍ اوومه ورځ کې له سعید شینواري سره تعقیب کړئ
تیره اونۍ تودې سیاسي مسالې کومې وې، پرټولنیزو رسنیو کوم بحثونه تاوده وو. د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه جالب خبرونه څه وو؟ دا نورو ددې اونۍ اوومه ورځ کې له سعید شینواري سره تعقیب کړئ
د ورکو کسانو د قضیو څېړلو سرکاري کمېشن د جنورۍ پر اتمه سپریم کورټ ته وویل چې امنيتي ادارو ته یې امر کړی چې ۷۴۴ ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي خو هغوی یوازې ۵۲ کسان وړاندې کړي او پر ۶۹۲ حکمونو یې عمل نه دی کړی.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې غړی اکبر خان مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو دوو لسيزو راهيسې په پاکستان کې د بشري حقونو د فعال په توګه کار کوي. خان وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د نورو وختونو پرتله زيات خراب شوی دی. دی وايي، بايد ولس له خپلو اييني حقونو ځان خبر کړي او د خوندیتوب او ترلاسه کولو لپاره یې غږ پورته کړي. بشپړه مرکه واورئ.
د خوست په صبریو او یعقوبیو کې د قومي مخورو او فعالانو په مینځګړتوب یوه دښمني، چې پکې شپږ تنه وژل شوي ول، په دوستۍ بدله شوې ده. دواړو خواوو تر روغې جوړې وروسته له نورو خلکو هم وغوښتل چې د خپل راتلونکي نسل هوساینې لپاره دې بدۍ او دښمنۍ پرېږدي. په لویه پکتیا کې تر دې مخکې هم جرګو پخوانۍ دښمنۍ ختمې کړي دي. ویډیويي راپور وګورئ.
امریکايي ولسمشر جو بایډن په بیان کې ویلي دي چې پوځ یې له برتانیویو ځواکونو او د ځینو نورو هېوادونو په ملتیا او همکارۍ، د حوثي یاغیانو هغه اهداف ویشتلي دي چې حوثي یاغیانو د "نړۍ په یو له تر ټولو مهمو بحري لارو کې د تګ راتګ د ازادۍ ګواښلو لپاره کارول."
د پاکستان ماليې وزارت پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د ای اېم اېف اجراييوي بورډ د جنورۍ پر ۱۱مه د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لومړۍ بیاکتنه بشپړه کړه او هغه هېواد ته يې په سمدستي توګه د پور د دویم قسط ورکولو اجازه ورکړه.
په امریکا کې بېلابېلو شرکتونو په مصنوعي ځیرکتیا چلېدونکي روباټونه او نور ایجادات نندارې ته ایښي دي. په نندراتون کې یوه داسې ایینه یا هنداره هم شته چې که یو کس وروګوري نو د ناروغیو او ممکنه رنځونو د خطر اندازه ورته ښيي. داراز، داسې یو روباټ هم شته چې له خلکو سره د یو ملګري په توګه ګرځي، لاره ورته ښيي او ټوکې هم ورته کوي. د نندراتون ګډونوالو کمپنیو ویلي دي چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو یې د داسې مشینونو جوړولو هڅه کړې چې د انسانانو ورځنی ژوند اسانه کړي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.