Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 15.01.2024

ماشومان عموماً د کومو ناروغیو ښکار کېږي؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د ماشومانو پر صحت غږېدلي یو. په خپرونه کې اورئ چې په پاکستان او افغانستان کې عموماً ماشومان د کومو ناروغیو ښکار کېږي او میندې او پلرونه څنګه کولای شي چې د خپلو بچیو صحت ښه وساتي. له دې پرته به پر دې هم خبر شئ چې میندې او پلرونه څنګه د نویو زېږېدلیو ماشومانو پر مشخصو ستونزو او تکلیفونو خبرېدای شي. بشپړه خپرونه واورئ.



د کورمې اوسېدونکو د مساپر وړونکو ګاډو د امنیت غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

د کورمې یوشمېر اوسېدونکو، چې پکې ماشومان هم شامل ول، په اسلام اباد کې مظاهره کړې ده او له حکومته یې په هغه ضلع کې د امنیت غوښتنه کړې ده. د جنورۍ ۱۴مې د مظاهرې ګډونوالو په وروستیو کې په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو د وسلوالو حملو غندنه وکړه. په کورمه کې د هغو حملو ذمه واري څوک نه مني، خو له کبله یې د شیعه ګانو او سنيانو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې. د مشال راډیو د ارقامو له مخې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې په بریدونو کې د دواړو خواوو تر ۲۵ پورې کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. چارواکی وايي چې اضافي امنیتي سرتېري د لارو د خوندیتوب لپاره ګزمې کوي. Читать дальше...

په روسیه کې د ماهیانو له پوستکي جامې جوړېږي

Mashaalradio.com 

په روسیه کې ځینې کسان هڅه کوي چې د ماهیانو له پوستکي د جامو جوړولو پخوانی هنر بحال کړي. په هغه هېواد کې له پخوا راهیسې ځینې خلک د کبانو پوستکی وچوي او بیا ورڅخه جامې جوړوي. اوسمهال خلک له هغه پخواني هنره خبرېږي او پکې دلچسپي لري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *