Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 27.01.2024

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې مشروطې پرانیستل شوې

Pa.azadiradio.com 

تیره سه شنبې له لس ورځني ځنډ وروسته تورخم په شمول نور لارې د سوداګرو په مخ خلاصې شوې ، خو پاکستاني لوری وايي افغان موټر چلونکو ته یې د پاسپورټ او ویزو ترلاسه کولو لپاره د مارچ تر ۳۱ مې مهلت ورکړی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندیدل څه زیانونه لري او ولې پېښیږي. مثلث په همدې راڅرخي

بلوڅانو د جنورۍ ۲۵مه د هغوی د توکموژنې ضد ورځې په توګه لمانځلو پرېکړه کړې

Mashaalradio.com 

دا اعلان د بلوڅو د یووالي کمېټۍ یا بلوچ یکجهتي کمېټۍ د جنورۍ پر ۲۷مه، د جبري لادرکۍ او ماورای عدالت وژنو پرضد په کوټه کې د هغې احتجاجي جلسې پر مهال کړی دی چې په زرګونه خلکو پکې ګډون کړی وو.

د انصاف د نړیوال عدالت فیصله به په غزه کې پر روانه جګړه څه اثر وکړي که نه؟

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو اعلا عدالت پر اسراییلو غږ کړی چې په غزه تړانګه کې د هر هغه عمل مخنیوی دې وکړي چې د توکموژنې یا د نسل وژنې سبب کېدای شي. عدالت په خپله پرېکړه کې د اوربند په اړه څه ونه ویل. د انصاف نړیوال عدالت دغه فیصله د جنورۍ پر ۲۶مه اعلان کړه، د ازادې اروپا راډیو د اروپا څانګې مدیر رېکارډ جوزوېک دې ته کتنه کړې چې د عدالت دغه موقتي فیصله به په روانه جګړه څه اغېز ولري؟ مشال راډیو دا راپور تاسو ته په پښتو ژبه وړاندې کوي.



اوومه ورځ - له سعید شینواري سره

Pa.azadiradio.com 

دا اونۍ په کې پر نورو مسالو سربېره د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو په لوړو ژورو معلومات راټول شوي دي.

د ورکو بلوڅانو کورنۍ نن په کوټه کې جلسه کوي

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د بلوڅ پرلتوالو هرکلي ته ګڼ خلک ورغلي ول چې ورته بلوڅې په وینا کې وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه د ښار په شاهواني لوبغالي کې جلسه کوي او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره به خپله راتلونکې تګلاره اعلانوي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال له لوږې سره مخامخ دي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې اوسمهال په افغانستان کې لکونه وګړي له سختې یخنۍ او لوږې سره مخامخ دي. په هغو کې یې زیاتره هغه کسان دي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه ایستل شوي دي. اسلام اباد وايي چې د بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ایستل یې د ملي امنیت په ګټه دي. نړیوالې مرستندویه ادارې وايي، د پیسو کموالي له وجې ټولو اړمنو ته مرسته نه شي رسولای. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *